غزل


زړهء د مينې مې کتـــــاب دی
ستــــا په نوم يې انتساب دی
چې موسيږي نو غــــوټۍ ده
چې خنديږي نو ګـــــلاب دی
ياد دې خوږ لري هم خوږ دی
يو راحت دی يو عــــــذاب دی
چې غمونه رالـــــــــــه ګوري
دا مې زړهء خانه خــــراب دی
ورته سترګې دي ســــوالګرې
هغه حسن لاجـــــــــــواب دی
چې يې تاب نه لــــــــرم څومره
هومره زړهء مې ډېر بېتاب دی
انسان که رازه ډېـــــــــــــــر دی
خو انسان پکښې ناياب دی