
مولانا ساغري به تل په هر بنډار کې ویل: ادبي غله ډیر شوي دي چې لا شعر نه وي ویل شوی مانا یې لکه رانجه له سترګو څخه وهي
جامي د «مولانا ساغري » په هکله وایي:
»
ساغری می گفت : دزدان معانی برده اند
هرکجا درشعر من یک معنی خوش دیده اند
دیدم اکثر شعرهایش را یکی معانی نداشت
راست می گفت آنکه معنی هاش رادزدیده اند
ساغري وایي :غلو زما د شعرونو ښه ماناوي غلا کړي دي. جامي ویل: هغه رښتیا وایي دهغه په شعرونه کې یوه مانا هم نشته
د جامی موخه په طنز سره دا وه ،چې د ساغري شعرونه اصلا مانا نه لري
***
خواجه غیاث الدین وایي:
یوشاعر یو وار ي د خواجه مدح کړې وه بیا یې کوم چیری د هغه بد ویلي وه خواجه له دې بدو خبرو څخه خبر شو نوشاعر ته يې دا ځواب ولیږه
و سپس بی سبب زبان به هجوش گشاد
خواجه این قطعه رابه شاعر فرستاد
زمدح آنچه افزودیم برکمال
به هجوی که گفتی همان کم شود
ز دُم لابه ی سگ چه شادی رسد
که با عف عفش موجب غم شود !
هغومره چې دې په مدح کولوکمال زیات وښوئ په هجو ویلو دي هغه بیرته لږ کړئ د سپي د لکۍ ښورولو له زاریو څخه څه خوشالي رسیږي چې غپا يې د غم لامل شي
***
اثیرالدین اومانی مقدر اوسرنوشت ته په عذر وايي
ای چرخ زگردش تو خرسند نیم
آزادم کن که لایق بندنیم
ورمیل تو با بی خرد و نادان است
من نیز چنان اهل وخردمند نیم
ای تقدیره ستا له کړو خوشاله نه یم ؛ازاد مه کړه چي لایق دبند نه یم .که ستا ناپوه او نادان خوش دی؛ زه هم چندان پوه نه یم.
***
روشن اصفهاني په خورا جرت صاحب ته د هغه کړې وعده ورپه یادوي او وایي:
صاحبا و عده ای که فرمودی
شد فراگربه یا فراموشت
یا بده یا زانتظار برآر
بنده ات را ز وعده ی دوشت
صاحبا! هغه وعده چې دی پرون وکړه ؛ پوره کوې يې؟ که دې هیر ه ده .
یا يې پوره که یا مې له انتظار وباسه !
***
ظهیر الدین فاریابي په خورا مهارت سره له معبر(خوب مانا کونکي ) څخه د خپل خوب مانا پوښتي هغه د طنزپه ځواب سره دوزیر بخیلي داسې ښکلې بیانوي :
به خواب ، دوش چنان دید می که صدر جهان
مرا بخواندی وتشریف داد و زر بخشید
شدم به نزد معّبر ، بگفتم این معنی
جواب داد که این جز به خواب نتوان دید
پرون مې خوب ولید چې د نړۍ صدر زه وغوښتم زما یې ښه هرکلی وکړ او زر يې راته ډالۍ کړه. دخوب مانا کوونکی ته ورغلم چې دا خوب راته مانا کړي.
هغه ول: دا یوازې په خوب کې امکان لري
***
یو عالم ، جاحظ ته وویل :
که د کعبې یو ریګ د چا په بوت کې یووړه شي هغه ژاړي اوخدای ته زاری کوي چي بیرته خپل ځای ته یو وړه شي
جاحظ ویل: دومره ژاړې چې ستونی یې څیري شي؟
ویي ویل: ریګ ستونی نه لري!
ویل یې: نو له کومه ځایه ژاړي؟
***
له شیطانه يې وپوښتل: کومه خلک دي خوښ دي ؟
هغه ول : دلالان!
- ولې؟
شیطان ول: زه د هغو په درواغو خوشاله وم هغو قسمونه هم ورزیات کړل.
***
د سلطان محمود سپاهیانو دطلحک خره بیګار کړل هغه پاچا ته ورغی چې شکایت وکړي.
پاچا ویل: هغه مه پریږدئ، چی دربار ته راشي.
هغه د کړکۍ لاندې ودرید او نارې يې کړه:
پاچا وویل : هغه ته ووایاست نن بار نشته
هغه وویل : چې بار نشته نو ولې مو خره بیګار کړی دی
(دلته بار دوی ماناوي لري یو دربار او بل بار(د وړولو شی ))
پاچا وخندل او دهغه خره یې ورکړه
***
وایي رضا شاه د ایران پاچا چې له سفره راغي نو مدرس د شورا مشر هغه ته وویل :
تا ته مې دعا کوله چی په خیر راشې
پاچا ډیر خوشاله شوو او ویې ویل: ولې؟
مدرس ځواب ورکړ : که ته مړ شوی وایی زموږ ټول مالونه به له منځه تللی وای نو ځکه دعا مې درته کوله چې ژوندی راشې ، چې زموږ مالونه ضایع نشي.
***
د اصفهان یو لیونی د امیر دربار ته ورغئ د امیر مخي ته یو پتنوس خواږه پراته وه
هغه د امیر څخه وپوښتل:
دا څه شي دي؟
امیر امر و کړ یو دانه (لوز) یې هغه ته ورکړئ
هغه ته یې خورا خوند ورکړ او امیر ته یې وویل:
خدای (ج) په قران کریم کې فرمایلي دي :
« لومړی مې دوه تنه رسولان ورواستول»
امیر وویل : هغه ته یو بل لوز ورکړئ
چي هغه يې وخوړ بیا يې امیر ته وویل:
خدای فرمایي: «بیا مې درېیم رسول د هغو مرستې ته واستوئ ..» سوره یس ۱۴
امیر امر وکړ: یو بل لوز ورکړئ
دهغه د خوړولو وروسته يې بیا وویل :
خدای(ج) وایي:« څلور مرغان واخله او اندامونه يې سره ګډ کړه» سوره بقره ۲۶۰
امیر یو بل لوز هغه ته ورکړ
هغه وویل خدای (ج) فرمایي:« ځینې د خیاله وایي د هغو تعداد پنځه دي...» سوره کهف ۲۲
امیر یو بل لوز ورکړئ
هغه وویل خدای فرمایي:« هغه خدای دی چې اسمانونه او مځکه يې په شپږوورځو کي جوړ کړی دي...» سوره حدید۴
امیر یوبل لوز هغه ته ورکړ
هغه همداسې یو د بل پسې ایاتونه ویل او لوز ونه یې اخیستل تر دې چې امیر ستړی شو او امر یې وکړ ټول پتنوس هغه ته ورکړي
لیوني پاچا ته وویل: که مو داسې نه وای کړی ما دا مبارکه ایه ویل چې فرمایي:« بیا مې هغه کام ته چې د سلو زرو ډیر وو په رسالت واستوی » سوره صافات۱۴۷
امیر وویل: مرحبا عجب لیونی يې ستا د دې خبرو خوشاله شوم
***
په بغداد کي یو شیخ د بل شیخ کره میلمه شو
هغه خپل مرید ته وویل: «د ډوډۍ په فکر کې اوسه»( سوره انسان ۸)
مرید ول: « په سترګو اطاعت کوم » سوره قیامت ۲۲
شیخ ویل« ژر کوه» سوره غاشیه ۱
مرید د آس زین واخیست او باراز ته ولاړ چې هغه وپلوري داچې توند باد وو زین ترې باد یووړ او په دریاب کې ولوید او بیرته ناامیده راغئ او ویي ویل:
«یو پیښه شوی ده ؟» سوره واقعه۱
میلمه چې هوښيار وو ژر يې لاسونه دعا ته پورته کړه او ويي ویل:«زموږ روزي له اسمانه را ولیږه» سوره مایده ۱۱۴
اخځلیکونه:
Daneshnamah.roshd.ir-1
Kanoonweb.com-2
Angosht.blogspot.com-3
Ibo-vm.com-4
Mardomsalari.com-5