
پيوستون چې د افغان ليكوالو خپلواكه كلتوري او سياسي خپرونه ده، له خوست څخه د پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې لخوا د محمدرسول عادل په مسوول مديريت چې مرستيال چلوونكى يې نوراجان بهير دى، په هرو دوو مياشتوكې خپريږي.
پدې مجله كې هم د نورو ليكنو ترڅنګ يو شمېر سياسي او ټولنيزيزې مقالې خپرې شوې دي،
د مجلې په اول مخ د شهيد رحمت ولي عكس چې له خپلود كركټ ملګرو سره يې د لوبې په ډګركې اخيستى، وياړمنه څېره يانې فولكلور پوهه الحاج عبدالكريم پتنګ او د هيواد په ګوټ ګوټ كې د ناټوځواكونو لخواد بمارد شويو كورنواو خلكو عكسونه چاپ شوي دي.
دا چې نور پدې ښكلي او په زړه پورې مجله كې څه دي تاسو يې لوستلو ته رابولو، كيداشي چې دا مجله تاسو په همدې روهي ويب پاڼه كې هم ولولئ او د دې ترڅنګ يې په نورو بېلابېلو انټرنيټي پاڼو كې هم لوستلى شئ.
مننه.