د اولنو خبرې ( متلونه ) د چاپ په ګاڼه سينګار شول

د اولنو خبرې ( متلونه ) د چاپ په ګاڼه سينګار شول
د پښتو د شفاهي ادبياتو په ګلبڼ  کي د يو بل  کتاب پاڼې د لوستونکو پر ګوتو کې وغوړيدې دا کتاب چې د اولنو خبرې ( متلونه ) نومول شوى  د انجنير محمد اسماعيل (سرواني ) په زيار چمتو شوى دى . په دې کتابګوټي کې چې څه دپاسه ٩٠٠ متلونه  ځاى پر ځاى شوي دي ټول په کليوالو سيمو  او بانډو کې د کليوالو خلکو له شونډو څخه را غونډ شوي دي  د ټولونکي ( سرواني ) په وينا چي دا ٩٠٠ متلونه يې د نژدې ١٥ کلونو ميوه ده .
متلونه په کتاب کې د الفبا په ډير ښه  ترتيب اوډل سوي  او تر ټولو خاص ټکى په دې کی دى چې ټول متلونه په خپل اصلي لهجه او اصلي بڼه کښل شوي دي چي يو شمير ليکوالان يې د انجينر صاحب جرائت بولي .
دا کتاب  چې ٦١ مخه لري  دې ورستيو کې  په هلمند کې د بست فرهنګي ټولني لخوا خپور او د چاپ چارې يې د صحاف نشراتي موسسې په مټ تر سره شوې  .
د هيواد څخه د ليرې پښتو وروڼو لپاره تر ټولو ښه خبره داده چې  ډير ژر به نوموړى کتاب د انټر نيټ په ستره نړۍ کي  خپور او پر ليکه شي