د ژوند ارمان می په اجل کی پروت دی
چی دميچنی لاندی د ل کی پروت دی
لکه شهيد د مور په غيږ کی پروت وی
زړګی می داسی په ګوګل کی پروت دی
د شهادت جامو کی ګور کی ښکتـــــــه
په وينو رنګ د ځمکی تل کی پروت دی
د عشق کــــــــاروان کــی سفرونـــه لـــرم
تيت او پرک فکر می په منزل کی پروت دی
ظالمـــــــــــی غوټی يي کړه خلاسی ترينه
حفيظ مليــــــار د زلفو ول کی پروت دی
اتريش ويانا عبدالحفيظ مليار
وروستي