زه درته ګرانه نه يم

جانه!
ته پوهيږې چې
ما ته به زړه هره شپه ستا د زړه د حالاتو سندرې غږولې .
ما او زما زړه به ستا د زړه د رازونو سره بزمونه جوړول ،
چې کله به زما اوښکې ددې بزمونو بلې ډيوې شوې او کله به هم زما خنداګانې د محفل زير او بم.او کله به زما خوشحاليو د يوې مستې پيغلې د نڅا په شان د بزم رنګينی زياتولې.
خو د نن شپې په محفل کې زړه ما ته بل څه وويل.:
داسې څه چې زه يې وژړولم
زه يې په سرو سترګو وژړولم
ما زړه ته زاری وکړې
چې اې زړه !
زما ددې خوږمن زړګي خاطر وکړه
نن رښتيا مه وايه
بس يو ځلې دروغجن شه
نن ما ته د درواغو الهام راوړه
خو زړه راسره ونه منله
او په چيغو چيغو يې راته ټول رازونه رسوا ،رسوا کړل
ته پوهيږې جانه!
چې زړه نن څه وويل
زړه ويل چې :
زه ستا مينه نه يم
زه درته ګرانه نه يم
درته زه ګرانه نه يم...!!!