حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن (۱۹کښت)

یو ورځ د ایران پاچا  نادرشاه، سید هاشم خارکن (د نجف  یوروحانی وو) و لید
 نادر هغه ته وویل:
تا رښتیا همت کړی چې د دنیا تیر شوی يي!
هغه په ساده ګۍ ورته وویل:
یا تا همت کړی چې له اخیرته  تیر شوی يې!
***
څو غلو د یو چا کالي غلا کړه   او بیا  یوه غله هغه باراز ته یووړه او دلال ته يې ورکړه چې  هغه وپلوري  نورو غلو له  دلال څخه کالي غلا کړه
غل خالي لاس  بیرته  یارانو ته ورغی
 هغو ترې وپوښتل: کالي دي په څو وپلورل؟
هغه ځواب ورکړ: په هغومره چې مو رانیولې وه!
***

 له یو بخیل څخه یې وپوښتل: زړه ور سړی څوک دی؟
هغه ځواب ورکړ:  هغه چې په خپل کورکې د څو تنو د خوړولو ږغ واوري او زهره يې ونه چوي.


***

ادبي مناظره هم یو ډول سوال  ځواب دی، چې شاعر خپله سوال کوی بیا خپله ځواب ورکوی  چې عموماً  ددوه تنو یا  دووشیانو لخوا په هغه کې دسوال اوځواب په ډول شخړه  ډوله خبرې اترې کیږي او هر یو خپل دلیلونه راوړي اوپه  پای کې يې یودا شخړه  ګټي.

لومړی شاعر چې دا ډول ادبي شعرونه یې ویلي دي اسدی دی چې په ګرشاسب نامه  کې یې د مځکې اواسمان، دمغ او مسلمان ، نیزې او لېندۍ، شپه او ورځ ، عرب او پارسی مناظرې راغلي  دي.
 په شعر کې  ادبي  مناظرې د  بوللې  یا قطعې په چوکاټ کې ډیر لیدل شوي دي.


په نثر کې هم  کله کله  مناظره د مقالو په چوکاټ کې   لیدل کیږي.  له اسلام څخه مخکې  هم  د ادبي مناظرو لیکل رواج درلود د بیلګې په ډول د« اسوریک د ونی » منظومه مناظره.

دلته له ګلستان څخه  دسعدي   د کډو او چنار یوه ښکلې طنزی مناظره راوړم:
نشنیده ای که زیر چناری کدوبنی
بر رست و بردوید برو بر به روز بیست؟

پرسید از آن چنار که \"تو چند ساله‌ای؟
گفتا \"دویست باشد و اکنون زیادتی است

خندید ازو کدو که \"من از تو به بیست روز
بر تر شدم بگو تو که این کاهلی ز چیست

او را چنار گفت که \"امروز ای کدو
با تو مرا هنوز نه هنگام داوری است

فردا که بر من و تو وزد باد مهرگان
آنگه شود پدید که از ما دو مرد کیست
« دچنار لاندې را شین شوي کډو چې  په شلو ورځو کې ډیر لوی شوی وو د چنار څخه یې په ملنډو وپوښتل: دڅو کالو يې؟
هغه ځواب ورکړ:  د دوه سوه به ډیر یم!
کډو په   خندا  او  ملنډوورته وویل: زه په شلو ورځو  تر تا غټ شوم  ته ولې دومره سست اوکهاله  يې؟
 چنار په سړه سینه ځواب ورکړ::
 نن دا ځواب درکولی نشم سبا چې د مني بادونه راوالوځي بیا به مالومه شي چې نر څوک دی»
***


دحافظ یوه  ښکلې مناظره داسي ده :

 ناصحم گفت که جز غم  چه هنر دارد  عشق
گفتم اي خواجه ي عاقل هنري بهتر از اين؟


«نصیحت کوونکی راته وویل: د مینې هنر بېله غمه څه دی ؟
 ځواب  مې ورکړ: اې پوه باداره ! له غمه  لوړ هنر څه دی؟»
مولانا وايي:

اندر  دل  بي وفا  غم و  ماتم  باد
آن را که وفا نيست ز عالم کم باد
ديدي که  مرا هيچ کسي  ياد   نکرد
جز  غم که هزار  آفرين بر  غم باد

«د بی وفا په زړه کې دي ماتم اوغم وي  بې وفا دي  دنړۍ کم وي. ودي لیدل   چې زه  بېله غمه چا یاد نه کړم زر افرینه دي په غم وي»
***
 د مولانا یوه ښکلې مناظره داسې ده

من    غلام قمرم  , غير  قمر  هيچ  مگوي
پيش  من جز سخن شمع و شكر هيچ مگوي
سخن  رنج  مگوي  ,  جز  سخن   گنج مگوي
و از اين  بي خبري  رنج مبر ,  هيچ مگوي
دوش ديوانه شدم, عشق مرا ديد و بگفت
آمدم , نعره  مزن، جامه مدر هيج مگوي
گفتم   اي عشق  من از چيز  دگر  ميترسم
 گفت آن چيز دگر نيست , دگر  هيچ مگوي
من به گوش توسخنهاي نهان خواهم گفت
سر بجنبان كه بلي هيچ مگوي ,جز تو به سر
گفتم اينرو فرشته ست عجب يا بشرست
گفت اين غير فرشتست وبشر هيچ مگوي
گفتم اين چيست بگو زير و زبر خواهم  شد
گفت ميباش چنين  زير و زبر  هيچ مگوي
اي نشسته تو در اين خانه  پر  نقش خيال
خيز از آن خانه برون هيچ مگوي رخت ببند
«زه د سپوژمۍ مریي یم بیله سپوږمۍبل څه مه وایه ماته بېله د شمع اوشکری خبرې بل څه مه وایه.
 د رنج خبری مه کوه د ګنج خبری کوه د بې خبري څخه مه ځوریږه څه مه وایه
بیا دزړه او جسم  مناظره  پیلوي او وایي:
پرون لیونی شوی وم عشق ولیدم هغه راته ویل:
راغلم :چیغې مه وهه !کالی مه څیره! څه مه وایه !
ورته ومې ویل: اې زما مینې  زه له بل شی ویریږم!
 ویل يې: هغه  شی نه شته؛ څه مه وایه!
 زه به ستا په غوږو کې پټي خبری وکړم  یوازې سر دهو په ډول  ښوروه ،هیڅ مه وایه!
 ما ویل: ددا عجب مخ د  ملایکې دی  یا بشر؟
 هغه ویل: بل شی دی  نه ملایکه ده نه بشر هیڅ مه وایه !
ماویل: دا څه شی دی زه اریان یم!
 ویل يې :  مه اریانیږه! څه مه وایه
 ای ناست د خیال په نقش ا ونګار  کور کې ، کالي ټول که! ولاړ شه! هیڅ مه وایه»
***

 دحافظ یوه خوږه مناظره داسې ده:

گفتم صنم  پرست مشو،  با   صمد نشین
گفتا در کوی عشق هم این و هم آن کنند
گفتم    هوای میکده   غم می برد    ز دل
گفتا خوش آن کسانی که دلی شادمان کنند
گفتم شراب  و   خرقه نه   آیین مذهب است
گفت این عمل به مذهب پیر مغان کنند
گفتم ز لعل نوش لبان  پیر را  چه سود
گفتا به   بوسه شکرینش   جوان کنند
گفتم که خواجه کی به سر حجله می رود
گفت آن زمان که   مشتری مه   قران کنند
گفتم   دعای   دولت او   ورد حافظ است
گفت این دعا ملائک هفت آسمان کنند
ویل مې: صنم پرست کیږه مه دصمد سره کښينه !
ویل يې: د مینې  په کوڅه کې دواړه روا دي!
ویل مي: د میخاني هوا غم ورکوي!
ویل يې:خوشا د هغو په حال چې خوشاله دي.
ویل مي :شراب او خرقه (دینی چپنه) د مذهب دود نه دی.
ویل يې: په مذهب کې دا کړه  دپير مغان دي.
 ویل مي: سپین ږیرو ته سره شونډان څه فایده لري؟
ویل يې: په خوږو مچو ځوانیږي.
ویل مي: خواجه څه وخت حجلې ( د ناوی کوټې ) ته ورځي؟
ویل يې: هغه وخت چی د سپوږمۍ مشتری فیصله وکړي
ویل مي: دهغه ددولت  (سرومال )دعا د حافظ دعا ده
ویل يې:دا یوازې ستا نه  د اوو آسمانو د ملایکو دعا  ده.
***


اخځلیکونه
Noor.blogsky.com-1
Forum.jameatulquran.com-2
Lovdelorn2000.blogfa.com-3
Rira.ir-4
Askquran.ir-5