نوی کال


 
مونږه د ختمېدونکي کال نه راغلو له سلګو سره
نوي کال ته اوړو د امېد بلو ډېوو سره
اې د کابل جنګه قاتلان دې په مزو کړل
خويندې دې راورکې کړې  زمونږ د بچو سره
نوخدايه ورپه غاړه کړې توپک ورته د ټول عمر
څوک چې قلم نه پرېږدي زما د پښتنو سره
 
رازمحمد اکاخېل