ژبه له توری تېره ده ( !! )

څنګه په يوه ټولنه او اداره کې  وخت تير کړو؟
په يوه لويه اداره کې له دوو کارمندانو څخه يو تن غوسه شو ، له خولې يې تيزې خبرې ووتې او سملاسی يې په خپل ملګری ساحل وار  وکړ، ساحل چې په لوړه کچه حوصله درلوده ، سره د دې چې په موضوع پوه نه  و خو د غوسې پرځای  يې په خندا وويل چې زنده باد ګرانه !
څو ورځې وروسته غوسه شوي کارمند په حيرانتيا سره ساحل ته وويل ، ګرانه  ګناه هم په تا کې نه وه،  ولې دې داسې نرم چلند وکړ؟  ستا دغې  رويې ديته مجبور کړم چې دا معلومه کړم ، چې غلطی په چاکې ده . افسوس   د وار کولو څخه  مخکې مې ديته سوچ کولو چې له مخې د هرڅه لرې کړم خو د ژبې له ګوزاره  د خبر نه وم  .
لنډه داچې  ستا خندا زما  خجالت اوستاځواب  زما حيراتيا او داسې ...
آيا زماغلطي په بښنه خلاصيږي ؟