غزل

داغـــــه د زړګـــــي راشه دردونــه سره ښکل کړو
زړه کــــې د هجران خواږه غمونه سره ښکل کړو
اوښکــــه شه جانانه چې ليمه درنه چاپيره کړم
پټ به په بـــــڼو کــــــې ديدنونه سره ښکل کړو
زه دګلاب ګـــــــل يم خو مې څانګه له ازغو ډکه
تــه غيږ د غاټول شه چې داغونه سره ښکل کړو
مــــــه وله غمازه !دوه مين پــه کاڼو مه وله
پـــريږده چې دمينې څو لوظونه سره ښکل کړو
زړه خو مې نا سور شوته مې اه دفريادونو شوې
راشه يو ځل خواته چې زخمونه ســره ښکل کړو
ســـــتا دمينې ډکې مـــې د سترګو پيمانې شولې
راشـــــه ساقي راشه چې جــامونه سره ښکل کړو
ستا غيږکاينات وه زه ســپوږمۍدڅوارلسمې وم
راشــه چې شــو ستوري تېر يادونه سره ښکل کړو
شـــــــپو کې دې غـــزل راته دمينې نغمې اوروي
ته مــــې شه شــاعر چې دې بزمونه سره ښکل کړو
جوړ خـــو رحيمې ته ستا دمينې پيغورونه شول
اوس مـــې زمانه شه چې وختونه سره ښکل کړو