
دقهرمانۍ كپونه او مډالونه
د افغاني ځوانانو د واليبال سرټيم ډاكتر نيك محمد ويال ، ميرويس عمرخيل او د واليبال تكړه لوبغاړى ميرويس ويال
په مسكو كې د خلكو د دوستۍ پوهنتون چارواكى افغان لوبغاړو ته مډالونه وركوي
دپوهنتون مشران له افغان زده كوونكو سره په انځور كې
افغان ځوان لوبغاړي په پاى لوبه كې د نورو هيوادونو له لوبغاړو سره په انځور كې
د فوټبال او واليبال افغان لوبغاړي په يادگاري انځور كې
په واليبال كې د قهرمانۍ لومړى ځاى او په فوټبال كې د دويم ځاى تر خپلولو وروسته افغان ځوان لوبغاړي په يادگاري انځور كې
دافغان زده كوونكو د واليبال د ډلې مشر ډاكتر نيك محمد ويال ته د پوهنتون يو تن چارواكى مډال وركوى، ډاكتر صيب نه يواځى دا چې يوه فرهنګي څيره ده تكړه لوبغاړى هم دى ، په تكوندو كې يې تور كمربند اخستى او اوس مهالې د واليبال ترڅنګ فوټبال هم كوى .
اكمل خان فراهى په مفته كې دوه مډالونه ترلاسه كړه اكمل خان وايي ((دومره خو مې پر دوې د د پشتون ولۍ حق كيږي))
تاسې د فراه ولايت د زده كوونكي اكمل فراهي انځور ګورئ ، دا هغه ځوان دى چې په لوبو كې د نورو هيوادونو له لوبغاړو سره به چې كله ستونزه پيدا كيده نو اكمل بيا تر نورو وړاندې په ميدان كې حاضر و او بس تيار جګړى ته ناست وو .
كله چې په لوبغاړو مډالونه ويشل كيده نو اكمل هم ورغى د افغان زده كوونكو څخه چا پرې غږ وكړ چې: اكمل نې د واليبال است نې د فوټبال حق نداره كه مډال بګيره ؟
اكمل ځواب وركړ بچيم مه د برف و هواى سرد تا اينجا امديم تاكه دو مډال نګيرم نميروم چغ نزن . اګر نفر روسي پرسان كرد برايش ميگويم كه مه ورزش ازاد ميكنم.
همداسې وشو اكمل خان مو چې ليده وروسته يې په غاړه كې دوه مډالونه پراته وو ما ورته وويل اكمل خانه په مفته كې دې مډالونه وګټل اكمل ځواب راكړه ، يا بارۍ زه هم پشتون يمه دومره خو مې پر دوې د پشتون ولى حق دى .