http://www.youtube.com/watch?v=S8B45y1NeI8
چـې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
تــــرکه مـــــا په هغه ورځ خپله رضا کړه
اوس د ســــتا رضــا جفا کـړې که وفا کړې
مــــــا د ســــتا جــــــفا قبوله په وفا کړه
ګـــــل په لعلو په ګوهر کله څوک پيري
بــــې لـــه ما چې تا خندا کړه ما ژړا کړه
بې له مــا چې د ستا دغم په هوس پيرم
کــــوم وګـــړی په هوس د غم سودا کړه
دوه يــــاران به دا رنګ نه وي چا ليدلي
چــې يــوه ورته ښکنځل کړه بل دعا کړه
مــــــا و درست جهان ته شا وتاته مخ کړ
تا ودرســــت جــهان ته مخ وما ته شا کړه
ډير هندکي په جهان ګرځي د چا ياد دي
عشق عــــالي پايه د هير او د رانجا کړه
هـــــم په دا يـــې تر همايه نام بلند شو
چـــــې قـــــبوله عندليب د ګل جفا کړه
نا اشــــــنا د بــــــيلتانه له غمه څه زده
خــدای دغه خواري په بخره د اشنا کړه
عـــــــاشقان د يـار تر سپيو هم ځاريږي
ګـــــڼه مـــــا د رقــيبانو څـــه پروا کړه
زه رحمان چې ستادحسن ثناخوان شوم
ستا لــــه رويه درست جهان زما ثنا کړه
وروستي