چــــا غـــوږ کې راته ووې چــې جانان مه يادوه
د ســــرو شنډو د پاســـه سور پيزوان مه يادوه
خو زه وايم نا صح ته چې نور مه کړه دا خبرې
د مـــــــينې لــــيونــــو تـــه عـــاقلان مه يادوه
دليل او بــــرهانونو کــړم مين د يار په سترګو
بيا څـــــله راته وايـــــې تــور چشمان مه يادوه
زما مينه رښتيا ده هـــوس نه دی په دې پوه شه
نور ونه وايـــــې ما ته چــــې جــــانان مه يادوه
شـــــــمع په ژړا ده لـــــــباســــــي پــتنګان ﻻړل
وردانـــــــګه ملنګ جانه خوف د ځــان مه يادوه
وروستي