
لکه څنګه چې ټول نړيوال خبر دي داسرائيلو صهيونستي رژيم د خپلو هميشنيو جنايتونو په لړ کې يوځل بيا په غزه کې په يوبل نه بخښوونکي جنايت لاس پورې کړ . غاصبو صهيونستانو چې له مسلمانانو سره يې دښمني معلومه او څرګنده ده او په قران عظيم الشان کې ددي دمغضوب عليهم په لفظ ياد شوي دي دتاريخ په اوږدو کې دمسلمانانو په مقابل کې له هيڅ راز وحشيانه او غير انساني عملونو څخه ډډه نه ده کړې او دمسلمانانو لومړنۍ قبله بيت المقدس يې غصب کړی دی او دبيګناه او بې دفاع مسلمانانو وژنې ته دوام ورکوي .
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په داسي حال کې چې داسرائيلو حکومت دغه انساني ضد عمل چې تراوسه پور يې څه دپاسه دوه سوه يو اويا تنه شهيدان کړي دي او په سلګونو تنه نور يې په غزه کې ټپيان کړي دي په کلکه غندي او د ملګرو ملتو له سازمان په تيره بيا له امنيت شورا او داسلامي هيوادونو دکنفرانس له سازمان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې په ټولو ممکنو وسايلو سره داسرائيلو د هوايي،ځمکنيو بريدونو د ډير ژر بندولو په لاره کې اقدام وکړي او يرغلګر حکومت دې ته اړباسي چې له دغه شان بشري ضد عملونو څخه لاس واخلي .
شورا دلوی خدای( ج ) له دربار څخه ددغې پيښي شهيدانو ته دفردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې جميل صبر او ډاډګيرنه څرګندوي او ددغې خونړي او زړه بوږ نوونکي پيښې سلګونو تنو ټپيانو ته دپوره روغتيا هيله کوي .