
په روسيه كې افغان محصلينو د واليبال په لوبه كې دقهرمانۍ لومړى مقام او په فوټبال كې دويم مقامونه وګټل
دغه لوبې د اسيايي هيوادونو د محصلينو ترمنځ ترسره شوې چې سږ كال دغه وياړ افغان زده كوونكو ته په برخه شوو .
د روسې په پلازمينه مسكو كې د اسيايي هيوادونو د زده كوونكو ترمنځ د ۲۰۰۸ ميلادي كال د واليبال او فوټبال لوبو د قهرمانۍ د ګټلو په موخه له څو مودې راپه دې خوا دمسكو خلكو د دوستۍ په پوهنتون كې لوبې ترسره شوې .
ددغه ټورنمنټ پاى لوبې ته د افغانستان د واليبال ټيم د ډاكټر نيك محمد ويال په مشرى او د منګوليا ټيمونه وتلي وو چې په پاى لوبه كې دغه وياړ د ګران هيواد د زده كوونكو په برخه شو .
د واليبال په دغه ټورنمنټ كې د اسيايي هيوادونو څخه د هندوستان ، لاوس ،تاجكستان ، ازبكستان ،تركمنستان ، چين ، ويتنام او منګوليا د زده كوونكو ټيمونو برخه لرله او دغه لوبې څواونۍ وړاندې پيل شوي و ې چې په پايله كې فاينل لوبه افغان زده كوونكو وګټله.
همدا راز د فوټبال پاى لوبې ته د افغانستان د زده كوونكو ټيم او د ويتنام ټيمونه وتلي وو چې دوه د يو په مقابل كې ويتنام لومړى مقام او افغان زده كوونكو دويم مقام وګټلو.
په همدې اړه په جوړه شوې غونډه كې افغان زده كوونكي په مډالونو ووياړل شول او افغان زده كوونكي د واليبال لومړى مقام او د فوټبال دويم مقامونه وگټل .
دغه لوبې د هر ميلادي كال په اخرو ورځو كې ترسره كيږي اوګټونكي ټيمونو ته مډالونه وركول كيږي.
د دې لوبو انځورونه به وروسته انلين شي
د ميرويس ميوند عمرخيل رپوټ، مسكو ، روسيه