
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مرغومي په اوومه مېرمن كولتوري ټولنيز بهير درېيمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه.
غونډه د طيبه مقدس لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې قمر نوري تر سره كولې.
د تېرې غونډې راپور زرغونې ولوست.
د غونډې په پيل كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډونوالو ته د ويندويي په اړه لنډې خبرې وكړې.
په غونډه كې جميله، قمر نوري، زرغونه او ذهرې خپلې ليكل شوې لنډې پېژندنې د نثري بېلګې په توګه وړاندې كړې.
ورپسې شاه بي بي، ملالۍ، جميلې او راضيې د غونډې ګډونوالو ته په خپل وار شعرونه او لنډۍ وړاندې كړې.
په پاى پرېكړه وشوه چې د بهير هره يوه ګډونكونكې به د مومند بابا كتابتون څخه يو يو كتاب د يوې اوونۍ لپاره د لوستنې په موخه وړي.
د غونډې په پاى كې ګډونوالو د نثري لوستنې په خاطر د مومند بابا كتابتون څخه د لنډې كيسې يو يو كتاب واخيست.