زر ځلې کافر شومه بيا دې مسلمان کړمه
زه لــه خټو جـــوړ ادم مينې د انسان کـړمه
روح مې ايينه غوندې ته يې د ښکلا تصوير
څـــومره را نږدې شولې څومره دې جانان کړمه
تا تـــــه چــــې درګــــورمه څـــنګه به مـــومــــن شمه
ستا په عشق کې ډوب يمه څنګه دې ايمان کړمه
څـــــاڅکی د شبنم يمه پروت پــر يوه شنه پاڼه
يو ځل که راوګورې څـــــاڅکی به باران کړمه
هره ساه مې زړه کې يې هره ساه مې سترګوکې
چيرته دې پيداکـــــړمه چيرته دې پنهان کـــړمه
وروستي