
هلته د شنو بوټو په غاړه يوه توره کيږدۍ ولاړه ده ،تورې تورې پرښې طبعيت آزادې غورځولي دي او آزادې پرتې دي .د نښترو، د ګور ګورو شنې ونې خوا وشا ولاړې دي . شنه واښه په ګڼ سيوري تر بوټو لاندې ولا ړ دي چې د لمر وړانګې يې نه دي ليدلي او پرخه هميشه پرې پرته وي .
شپونکی هلته ليرې په پرښه ناست دی شپيلۍ غږوي .
په خوړ کې سپينې اوبه په مستۍ روانې دي شور او غرهار کوي .
يوه پيغله د کيږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواری پخوي .
سپينه ټيکه يې په تورواربل لکه د سبا ستوری ځليږي . تور کميس يې په تن ،سره زرغونه لمن ورته پرته لکه د بوډۍ ټال زړه مور يې څنګ ته ناسته ده. پيغله وايي :
مورکۍ زه چې ځان سره فکر وکړم نو ووايم جار شم د وطن له تورو خاورو او تورو غرونو ،څه په هغو سپينو ماڼيو او لوړو لوړو بنګلو چې واک يې د بل وي ،قر بان شم ددې پاکې او آزادې هوا نه او سر مې لوږی شه د وطن د آزادۍ په لاره کې.
مورې !ها بله ورځ دې چې را ته د ميوند د شهيدانو نکل کاو څومره ارمان مې کړی دی چې کاشکې زه هم هلته وای چې دغو د آزادۍ شهيدانو ته به مې په خپل سرد اوبو منګی وړای، ډوډۍ مې وررسولی ، کارتوس اوټوپک مې وروړی او ور سره اوږه په اوږه جنګيدلای .
مور يې ورته وايي :لورې خپه کيږه مه په تير شوو خبرو پسې ارمان مه کوه .که خدای کول د پښتونستان جنګ راتلونکی دی .دا هغه د آزادۍ جنګ دئ چې ستا زړه يې غواړي . د پښتونستان د زلمو خدمت وکړه او خپل ارمان تر سره کړه پیغله وايي :آه مور جانې دا به نو کله وي ،زه به ژوندۍ يم چې پښتانه زلمي ځانونه جنګ ته تيار کړي او زه د شپې ډوډۍ پخه کړم سهار د خپل ورور سره د زلمو په ډله کې د جنګ ميدان ته روانه شم .مورکۍ ته خو به ژاړې نه ؟يه ولې به ژاړې ،خوشاله به يې او دعا به کوې چې پښتونستان آزاد شي .
مور جانې !ارمان مې دی چې داسې جنګ او مړي وشي چې د جنګ ډګر داسې سور شي لکه زما سالوګی او د زلمو منګلې ددښمنانو په وينو کې داسې سرې شي لکه دا زما لاسونه چې نکريزو سره کړي دي .څومره مې زړګې غواړي چې د پښتونستان بيرغ ما ته څوک راکړي چې د ټولو نه مخکې روانه شم او که ددښمن ګولۍ راشي چې اول زما په توده سينه ولګيږي
د پښتونستان زلمي به د جنګ څخه بريالي راوګرزي ،پښتونستان به يې ګټلی وي ،په خاورو او دوړو به سپيره او په سرو وينو به رنګ وي ته به خپله لور هرې خوا ته لټوې مګر بې فايدې به وي ځکه چې ما به خپل سر تر پښتونستان قربان کړی وي او شهيده سوې به يم او خپلې ارزو ته به رسيدلې يم
د نوي ژوندون څخه د ميرمن حميدې ليکنه
تهيه او ترتيب سيد الرحمان بهير