
څو ورځې وړاندې د خبريال ويبپاڼې په
سيالۍ (والیان د بیا رغونې په سیالۍ کې) د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي
ښاغلی ګل اغا شېرزی د بیا رغونې اتل شو او لومړی مقام یې تر لاسه کړ.
دغې پایلې ډېر حیران او هک پک کړم، ځکه
په بیا رغونه کې اتل کېدل د دې معنا لري، چې په ننګرهار ولایت کې خلکو ته ډېر زیات
کار شوی او د هغوی ډېرې ستونزې او پرېشانۍ کمې شوي دي، مګر که حقیقت ته ځیر شو نو
د ننګرهار ولایت په تېره بیا د جلال آباد ښاریان ډېرې سترې او د پام وړ ستونزې لري،
چې کلونه کېږي ختمې شوې نه دي او پر ځای پرتې دي!
زه ډېرو وړو ستونزو ته اشاره نه کوم راځم
هغه لویې او سترې ستونزې چې د خلکو ژوند او د جلال اباد ښار بڼه او ښاریان یې له
اقتصادي، ټولنيز، کلتوري، امنتیي، تاریخي او ...نورو ستونزو سره مخ کړي دي.
۱. برېښنانشتوالی:
څوکاله کېږي چې د نغلو څخه د برېښنا د
لېږد پروژه پیل شوې او د مختلفو بهانو او خبرو له امله هر کال ځنډېده، ځکه څو تنه
تجاران چې د جلال اباد خلک هغوی د ننګرهار والي صېب له نږدې ملګرو حتا شریکدارانو
څخه بولي ددغې پروژې د ځنډ او نه ختمېدو لپاره هلې ځلې کولې، مګر سره له ستونزو او
ځنډ بیا هم څه موده مخکې دغه پروژه په ډېر ویاړ او درز سره د برېښنا وزارت محترم
وزیر صېب او د ننګرهار ولایت او لغمان ولایت د لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانيستل
شوه.
د حيرانۍ خبره دا ده، چې د نغلو څخه د
برېښنا د لېږد پروژه افتتاح شوه، مګر د ډېر ضعیف او کمزوري مدیریت له امله اوس د
جلال اباد اکثر خلک برېښنا نه لري، ځکه په ډېرو ځایونو کې ستنې او برېښنا صندوقونه
نه دي نصب شوي او که نصب شوي بیا فعاله نه دي، چې برېښنا خلکو ته ورسوي، بلکې لویه
ستونزه چې څو ورځې دمخه ما له دوستانو څخه په ننګرهار کې واورېده، هغه د سره رود
په ولسوالۍ کې د یو سب سټېشن غوښتنه وه، چې برېښنا کنترول او بیا یې خلکو ته
ووېشي، مګر؟؟
۲. د بهسودو د پله ستونزه:
ننګرهار، کونړ او نورستان مېشت اوسېدونکي
چې درې ولایتونه پکې شامل دي، ددغې لویې او وخت ضایعې کوونکي پله څخه هر ورځ سر
ټکوي او حتا چارواکو او مسوولینو ته سپکې سپورې هم وایي، که تاسې غواړﺉ چې ددغه
پله څخه تېر شي، نو باید چې ډېر انتظار وکړﺉ، ځکه پل وړوکی دی او د ترافیکو یا
موټرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده، بله دا چې د بمي چاودنو له امله ډېر زیانمن شوی هم
دی په داسې حال کې چې باید په تېرو څو کلونو کې ددې تر څنګ بل پل جوړ شوی وی او
دغه مشکل د تل لپاره حل شوی وی، مګر؟؟؟
۳. د سراج العمارت بڼ نيمګړې پروژه:
د سراج العمارت بڼ یا باغ چې د جلال اباد
ښاریانو لپاره د تفریح ډېر ښه او مناسب ځای دی او په دغه بڼ کې د سراج العمارت یوه
ويجاړه تاریخي کلا هم شتون لري، چې د بيارغونې پروژه يې څو کاله د مخه د اطلاعاتو
او کولتور وزارت له لوري پيل شوې، دا چې والي صېب په کې علاقه نه لري، نو کار يې
نيمګړی پاتې دی! داسې اوازې هم شته، چې دا پروژه څو کاله د مخه پیل شوه، په اول کې
د کوم پاکستاني شرکت له خوا کار یې ښه په چټکۍ سره روان و، مګر ډېره موده کېږي چې
دغه پروژه په ټپه درېدلې ده او د بیا پیل درک یې نه لګېږي او څوک ددې حق هم نه لري
چې د ننګرهار له چارواکو پوښتنه وکړي او تر ټولو د حیرانۍ وړ خبره دا ده، چې
ننګرهار مېشت ژورنالېستان هم پر دې پاتې او نېمګړې پروژه کوم راپور نه جوړوي، دا
چې ولې ؟؟؟
۴. د امير شهيد بڼ ته نه پاملرنه:
په هر هېواد کې د هغه هېواد هغه اتل چې
دوی ته یې په خپلو وینو ازادي ګټلې وي او هغه هېواد یې د تل لپاره د پردیو له
منګولو څخه ژغورلی وي او خلکو ته یې په خپل خاوره کې د ازاد، هوسا او ارام ژوند
لپاره قرباني ورکړی وي، نو د هغه مقبرې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ډېر ویاړ له
کبله تل د مقبرې د پاک ساتلو، امنیت نېولو، شاه خوا ته یې په پاملرنه کولو او د
سیاحت لپاره ښې زمینې برابرولو لپاره ډېر جدي اقدامات کوي، مګر د امیر شهید بڼ چې
زموږ ګران او قدرمن اتل ارواښاد غازي امان الله خان مقبره په کې شتون لري، دا بڼ
او مقبره داسې ده لکه د ملا نصرالدین کور، چې له هرې خوا هر څوک وغواړي په اسانۍ
سره په بې نظمه توګه تګ و راتګ کوي، بله دا چې د چرسیانو د بنډار ځای هم دی، ددې
بڼ په ځینو برخو کې خلک د خپل حاجت د رفع کولو لپاره هم ورځي، د مقبرې یوې او بلې
خوا ځمکه د مارکېټونو لپاره کېندل شوی او پکې د اوچتو مارکیټونو کارونه هم روان
دي، حتا د هرې ورځې په تېرېدو سره داسې ښکاري چې دغه بڼ هم له منځه لاړ شي او پر
ځای یې تعمیرونه اعمار شي، مګر ولې په
اساسي توګه د غازي امان الله خان د مقبرې او بڼ ساتنه او پالنه نه کېږي؟؟؟
۵. د کانال رياست اړوند ملکيتونه:
کانال د هېواد او په ځانګړي ډول په
ننګرهار کې له سترو کرنيزو دولتي پروژو څخه يوه پروژه ده، چې زرګونه هکتاره کرنيزې
ځمکې تر واک لاندې لري.
له بده مرغه په تېرو څو لسيزو کې يې
اړونده ځمکې غصب او ملکيتونه يې ويجاړ او ناتوليده پاتې دي، چې يو له هغو يې د
سراج العمارت بڼ ختيځ لوري ته د دوکانونو او هوټل ملکيت دی، چې ننګرهار پخواني
والي ارواښاد حاجي عبدالقدير په نوم هم يادېږي!!!
څه موده مخکې يې دوکانونو او هوټل څخه تر
لاسه شوي عوايد ملي بانک ته تحوېلېدل، خو اوسمهال هوټل او اړونده دوکانونه يې له
ډېرې مودې راهيسې تړلي دي، دا چې ولې؟؟؟
۶. د جلال اباد –
تورخم سړک:
د جلال اباد –
تورخم سړک چې یوه اړینه او ضروري ترانزیټي لاره ده، څو کاله د مخه یې کار پیل شو،
مګر ډېره موده کېږي چې دغه پروژه هم په ټپه درېدلې ده او دغه تجارتي او ترانزیټي
سړک سوداګر او عام خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي، لکه خونړۍ ترافیکي
پېښې، په ډېرو ځایونو کې د سړک د اندازې کموالي، ترافيکي نښو نشتوالی، د سرک غاړو
ته د موانعو نشتوالی او... مګر ولې د ننګرهار چارواکي یې هم د بیا پیل لپاره خپلې
هلې ځلې نه کوي؟؟؟
۷. د کابل –
جلال اباد موټرونو تمځای:
څو کاله د مخه د کابل –
جلال اباد هډه چې د ملي امنيت تر څنګ وه، ددې لپاره چې د ښار څخه ګڼه ګوڼه کمه شي
او خلک په اسانۍ سره کابل ته لاړ شي، نو د کابل- جلال اباد هډه د ښار په بل کونج
یا هغه ځای کې جوړه شوه، چې حتا د کابل او لغمان لاره هم پرې نه ده تللې، د یو
ولایت څخه بل ولایت ته باید د هغوي د ګاډو تمځای یا هډه باید د هم هغه ولایت پر
مسیر جوړه شي، مګر نه پوهېږم ولې د ننګرهار چارواکو دغه تم ځای یا هډه په داسې ځای
کې جوړه کړې، چې د مسافرینو زیات وخت هم ضایع کېږي او بیا د ښار په هغه کونج کې يې
جوړه کړې ده چې اکثره مسافرین ورته د تګ زړه نه ښه کوي، همدا یې لامل دی چې د
ولایت د مقام له مخې د مخابراتو چوک کې چې حتا دوه کيلو مترو څخه هم کمه فاصله کې
د کابل – جلال اباد د ګاډو تم ځای یا
هډه جوړه شوې ده، دا چې ولې د کابل- جلال اباد او لغمان د ګاډو تم ځای له دوسرکې
پورته جوړ نه شو د پوښتنې وړ ده؟؟؟
۸. په جلال اباد ښار
کې ترافیکې اشارې:
دا چې په جلال اباد کې ترافیکې اشارې جوړې
او فعالې وې، نو خلکو به ویل چې د کابل مرکز څخه د جلال اباد ښار پر مختللی دی،
دلته ترافیکې اشارې فعالې دي او چلوونکي هم ترافیکي قوانینو ته احترام هم کوي، مګر
ډېره موده کېږي چې دغه اشارې غېر فعاله دي، په داسې حال کې چې اوس خو برېښنا هم
راغلې ده مګر دغه اشارې غیر فعاله دی، دا چې
ولې؟؟؟؟
سره له دغو غټو او عمده ستونزو او
سرخوږیو زه نه پوهېږم چې د خبریال ویب پاڼه په کوم اساس او لاسته راوړنو د ننګرهار
والي صېب ښاغلي ګل اغا شېرزی د بیا رغونې اتل معرفي کړی!!!