وسلې په مدرسو کښې او مليان په بورقو کښې

د لال جومات خونړۍ معاملې په لاندې څو حقايقو د ثبوت مهر ولګولو:
١) مدرسو کښې وسلې په پرېمانه پېمانه شته.
٢) مور پلار مدرسو ته خپل بچي ديني تعليم ته وروستلي خو مليان ورته د ټوپکو او بارودو تعليم ورکوي.
٣) مدرسې د فرقه واريت او تعصب په خورولو کښې لوئي لاس لري.
٤) مليان د خپلو شخصي ګټو لپاره نه يواځې شريعت او اسلام استعمالوي بلکې د پرديو بچو وژلو ته هم تيارېږي.
٥) او چې کله پردي بچي د بارودو په ډهېران کښېنوي نو پخپله په بورقه کښې تښتي.
لږ به ددې معاملې پس منظر ته هم لاړ شو. د لال جومات مشر خطيب مولانا عبدالعزيز او کشر ورور يې مولانا عبدالرشيد د اسلام اباد په قېمتي ښار کښې په سرکاري ځمکو قبضه او بيا استعمال په داسې حال کښې شروع کړو چې په حکومت کښې د اعجاز الحق او چوهدري شجاعت او د حکومت نه بهر هم ځينې اهم خلق ورسره ملګري وو. کله چې دوى سرکاري ځمکې قبضه کولې (ايا قبضه په اسلام او شريعت کښې شته؟) نو شريعت نافذولو ته ئې خيال نه وو خو کله چې حکومت يو دم د دوى د قبضه ګيرۍ د مخنيوي کوشش وکړو نو دوى فوراً د شريعت د نافذولو کار شروع کړو. يعنې د خپلو تورو مخونو او ناوړه کارونو د پټولو لپاره ئې په خپل ځان د شريعت پرده راواچوله او د دوى مدرسو ته د ديني تعليم لپاره ورغليو ځوانانو، پېغلو او ماشومانو ته ئې کوتکونه او کلاشنکوفونه په لاسونو کښې ورکړل چې شريعت نافذ کړي.
حکومت چې کله دا لوبه وکتله نو د خپلو نورو مسئلو نه د ځان خلاصولو لپاره ئې د دوى نه د کار اخيستلو پرېکړه وکړه او مزے ئې ورپسې سُست کړو. کوتک بردارو ورانکارو نور هم ډاډ ترلاسه کړو او په اسلام اباد کښې کله د دوکانونو سوځولو او کله د يو او بل په تښتولو ئې د شريعت د نافذولو کار شروع کړو. حکومت د چيف جسټس د کېس نه د دنيا د پام اړولو لپاره دوى ته څلور مياشتې فري هېنډ ورکړو. ددې فري هېنډ په دوران کښې مولوي عبدالعزيز، چې په بورقه کښې له نيول کېدو وروسته په انټي عزيز مشهور شوے دے، په ډېره لوړه درجه پرواز وکړو او د ځانمرګيو بريدونو دړکې ورکول ئې شروع کړل. که لږ وخت ورته نور ورکړل شوے وے نو کېدے شي چې د دهشت ګردۍ دغه درجه ورته هم خداے نصيب کړې وے. خو حکومت په داسې وخت کښې چې د چيف جسټس کېس په عروج کښې شو او ملک کښې بارانونو او سېلابونو د حکومت ټولې دعوې له بېخه راوويستلې او د سندهـ وزير اعلى د خپلې ناکامۍ ذمه واري په خداے پاک ورواچوله، نو حکومت همدا موقعه غنيمت وګڼله او د لال جومات خلاف د اپرېشن فېصله وشوه.
د اپرېشن د شروع کېدو سره د مولانا عبدالعزيز د جهاد، شريعت، بهادرۍ، ځانمرګيو بريدونو او خلافت د پوکڼۍ نه ټوله هوا ووتله او په داسې حال کښې ئې په بورقه کښې د تښتېدو هڅه وکړه چې په لال جومات او جامعه حفصه کښې دننه لا دوه زره هلکان او جينکۍ ايسارې وې. ددې خودساخته اميرالمؤمنين جهاد او شريعت بس همدومره ؤ؟ دده ورور مولانا عبدالرشيد هم کله چوهدري شجاعت او کله اعجاز الحق ته ټليفونونه کول او وئيل ئې چې په مدرسه کښې د ايسارو طالبانو د مرګ نه د بچ کولو لپاره تيار دے چې حکومت ته ځان وسپاري. ايا دا سوچ ده په اول سر کښې نۀ شو کولے؟ دا دېرش کسان چې مړه شول دا ده ته انسانان نۀ ښکارېدل؟ ايا ددۀ د جهاد او شريعت زور همدومره ؤ، کۀ دۀ جهاد کولو او شريعت ئې نافذولو نو د خداے نه د مدد غوښتلو په ځائې ئې چوهدري شجاعت ته ولې ټليفونونه کول؟
په هر حال، وائي چې دير آيد درست آيد، اوس چې د پاکستان حکومت د دې مذهبي منافقانو او کاروباريانو او دهشت ګردو خلاف يو جهاد شروع کړے دے نو پکار ده چې په نيمه کښې ئې پرې نږدي. که د پاکستان حکومت رښتيا هم دهشت ګردي ختمول غواړي او غواړي چې د فرقه واريت او د مذهب په نوم د يو څو تنګ نظرو مليانو دا کاروبار نور ختم کړي نو همدا صحيح وخت دے چې د نورو مدرسو خلاف هم په نمبر نمبر همداسې اپرېشنونه وکړي او په لکونو هغه ځوانان او ماشومان چې د مدرسو دننه د فرقه واريت او دهشت ګردۍ د تعليم، د برين واشنګ، د جنسي استحصال سره مخ او د ناپوهۍ په کنده کښې پراته دي، ددغه بې کاره ژوند نه خلاص او د انسانيت او ورورولۍ دې پراخه نړۍ کښې شامل کړي. دا به يو طرف ته د پروېز مشرف د حکومت يوه لويه کاميابي او بل طرف ته پاکستان ته د وسله بردارو مدرسو او برقعه پوش مليانو نه د خلاصون يوه ذريعه وي.