د سولې په راوستو کې  د علمي کدرونو له افکارو ګټه اخيستل پکار ده

 

په افغانستان کې  روانو مسلسلو جنګونو او ناامنيو ددې هيواد علمې کدرونه له سياسي ساحني ويستلي او ددې فرصت ورته نه دې برابر چې ددغه کدرنو له افکارو ګټه واخيستل شي او هيواد په بيا رغونه کې ورته ونډه ورکړل شي. فکر کيږي چې دغه کدرونه له هيواد سره مينه نه لري خو بالعکس ما د طالبانو دواکمنې پرمهال ديوه لوړپوړي طالب چارواکې  محترم شيخ معتصم اغا جان هغه مرکه ولوسته چې په دې وروستو کې يې له يوي عربي ورځپاڼي شرق الاوسط سره کړي ده.
نوموړي په دغه مرکه کې په افغانستان کې د موجوده بي ثباتي او نا امنيو عمده لاملونه په ګوته کړي او دغه راز يې دحل کليدي ټکي په نښه کړي دي.
شيخ معتصم  په دې هيواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون د جنګ ددوام په مانا بللى دى، اود هغوې پروتلو يې ټينګار کړى دى.  
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له ښکيلو اړخونه غوښتنه کړي، چې په افغانستان کې دې ددغه ځواکونو له وتلو مخکې پريوه افغاني تفاهم سره سلا شي او هڅه دې وکړي چې ديوه افغان شموله نظام اډانه رامنځته کړي ترڅو د کورنيو جګړو مخه ونيول شي او هغه چاته موقع په لاس ورنه شي چې نه غواړې په دي هيواد کې سوله او امنيت ټينګ شي.
اوس نو د افغان حکومته مسووليت دى، چې د ملا اغاجان معتصم له افکارو او سياسي اثر رسوخ څخه ګټه واخلي او نوموړي ته ددې موقع په لاس ورکړي چې په دغه برخه کې خپلي طرحې او وړانديزونه له عامو خلکو سره شريک کړي .
باور کېږي چې ملت به په افغانستان کې دسولې او ټيکاو د رامنځته کيدو په برخه کې د هغه له طرحو او پلانونو څخه پراخه ملاتړ وکړي.  
که افغان حکومت په ريښتيا هم سولې ته ليواله وي نو دغسي محبوبو او باتجربه اشخاصو له افکارو دې ګټه واخلي ، ځکه د دغه ډول کسان کولاي شې چې دملي تفاهم درامنځته کيدو په موخه بيطرفه او صادقانه رول ولوبه وي.
د ملا معتصم څرګندونې له ځانه سره  ددې پيغام لري چې د افغانستان د مخالفو وسلوالو په ليکو کې د اسي کسان هم شته چې په هيواد کې سولې ته ليوالتيا لري، خو په څرګنده توګه دعمل کولو زمينه ورته نه ده برابره .
که څه هم د ډيرو په اند د افغانستان حکومت ددغه ډول اشخاصو پر مصونيت پړ ګڼل کيږي.  
بايد ووايم چې زه له دغه محترم سره کوم شناخت نه لرم او ځکه ترينه متاثريم چې افکاريې د اسلامي او ملي ګټوترجماني کوي.