دروسيې دفاعي اوفضايې صنعت

دRUSI ژورنال نه
ژباړونکی سليم تايب
دروسيې دفاعي اوفضايې صنعت په دې وروستيو کې دشوروي دوخت (بې هدفه لګښت)اوس نړيوال مارکېټ ته تيرشوي دى. ۱۹۹۰ کلونه داووښتلو ستونزمن کلونه وو، کله چې دشوروي ډاډمن مارکېټ له پخواني نفوذه ولويد اوپه کورني لګښتونه کې لانورهم ډوب شو، خواوس د بيا دراپورته کيدوپه حال کې دى. دصادراتو متعرضه پاليسي اوس دکورنيولګښتونوسره برابره شوې ده. دځينو په اټکل دروسيې دفاعي صنعت بيرته خپل حالت غوره کوي.
دروسيې ددولت پارلمان د۲۰۰۷ کال په اکتوبرکي خپله دفاعي بودجه، چې ۸۲۱.۵ ميلياردوروبله وه او د۳۰ ميليارده امريکايې دالرو سره برابره ده ومنله اودادتيرکال په پرتله ۲۲.۹ په سلوکې زياتوالى ښيي. لګښتي ګټه ۱۱.۲ ميليارده امريکايې دالره وہ، چې په ۲۰۰۶ کال کې۶ ميليارده اوپه ۲۰۰۵ کال کې ۷،۴ ميليارده ډالره وه.
په نړيوال مارکيټ کې دبهرني خرڅلاوزیاتوالی ددفاعي اوفضايې صنعت اغيزه ده چې په ځانګړې توګه ديادوني وړده. ددې هېواد دبهرنيو فرمايشاتو بسته په دې کال کې ۲۳ ميليارده امريکايې ډالره وه چې په۲۰۰۶ کال کې داشمېره د ۱۵او ۱۶ ميلياردوامريکايې ډالروترمنځ وه۔ د۲۰۰۶ کال دصادراتو کچه چې ۶،۱ ميليارده ته اوچته شود ۱ميليارد ډالرو ګټه په خپله دمسکوداټکل نه هم اوچته وه او دروسيې دپوځي تکنالوژي دسرويس دايرکتر اعتراف کوي چې په ۲۰۰۷ کال کې به داګټه ۷ ميليارده امريکايې ډالرو ته پورته شي. داشمېر د۴۰ په سلوکې دفاعي اوفضايې صنعت په زياتيدو سره دپاملرنی وړدی. روسيه له دې امله چې خپل صادرات ډاډمن کړي (په ځانګړې توګه په بهرکې يې دچين اوهندوستان په شان مظبوط کړي) داسي نښي اونښانې ليدل کيږي چې هغوي په معاصراقتصادي مارکېټ کې خپلې منګولي ټينګوي. مالي راکړي ورکړي يې رامنځ ته کړې دي( دپورونو بخښل، داړو هېوادونو تيلواوګازو پولي ته ننوتل) په بريالى توګه صادرات مظبوط کړل.
الجيريا يوله هغه ھېوادونه دى چې د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې داڅرګنده شوه چي ددوی ترمنځ دميلياردونو ډالرو دسوداګرى پر سر خبري شوى دي. له دې امله به روسيه ۴۰، T90 محاربوي ټانکونه، دځمکې نه هوا ته د S300 SAM راکټونو ۸ کندکه، ۱۶ دياک ۱۳۰ پرمختللي تمريني الوتکي، ۴۰ جنګي ميګ ۲۹ الوتکي او ۲۰ سو۳۰ م ک الوتکي والجيريا ته وركوي۔ ددې په څنګ کې به روسيه دشوروي دوخت د ۱۰ ميلياردو په حدودکې پور والجيريا ته وروبخښي۔ دروسيې دتيلوتوليدونکې( لوک) اودګازو دګروپ (ګازپروم) کمپني دالجيريا وطبيعي منابعو ته ډاډمن لاس رسولى دى.
له بلې خوابه روسه په افريقاکې پھ مناسبو او اسانه شرايطودصادراتوزمينه برابره کړي ترڅوخرڅلاوډاډمن کړي۔ د ۲۰۰۶ کال په سپتمبرکې دروسيې دفاعي اوفضايې دولتي اجنسي پھ ډاګھ كړه چې په بدل کې به دوى په راتلونکې کې له افريقا نه الماس، چارتراش،کتان دخرما توليدات اوقهوه رانيسي.
سره له دې چې ښې پايلې ترلاسه شوې دي خو دځينودلايلوله مخي باورکيږي چې روسيه به په راتلونکو کلونوکي دجدي ننګونوسره مخامخھ شي۔ دکوچنيو اومنځنيوکمپنيودفعاليت اوارزښت لړۍ به په راتلونکې کې په زياتو برخوکې ناکامه شي هغه چې غواړي په بريالي توګه دنوي مارکيټ سره مطابقت وکړي. نولويې کمپنى بايد پاملرنھ وکړي چې په څه ډول کولاي شي په راتلونکې کې پلټنو اوپرمختګ ته وده ورکړي ترڅودسيالى څوکې ته ځان پورته کړۑ۔ اندري ريوس دروسيې دصنعت اوانرژي مرستيال د ۲۰۰۶ کال په اپريل کې خبرورکړ چې اوس په روسيه کې ۲۴۲ نوي ستراتيژيکې پروژې چې دفاعي اوفضايې ھم پکښې شاملي دي، دتنګ لاسى اوزغم د پروسيې سره مخامخۑ دي. واقعيت دادى چې هغوي دادارې اوتنظيم په اړه په ازاد مارکيټ کې ځان نه شي برابرولى.هغه وويل په اوسني مارکيټ کې ددې کمپنيوکمزورتيا معلومه شوه.
همداسي دداقتصادوزيرجرمن گراف تاييد کړه چې نړيوال مارکيټ ته د ننوتلوکلي ديوهيوادپه لمړنيو جوړښتونو اودهغه په موقعيت پوري اړه لري۔ هغه توصيه وکړه چې کمپنى بايد دنړيوال مارکيټ داړتېاوو لست ته پاملرنھ وكړي.