كابل كه دمارانوكڅوړه؟؟
                                    زموږدگران هيوادپلازمينه دچاله لاسه دمارانوكڅوړه شوه؟؟؟؟

خوږولوستونكو!
نن مې دازادي راديو په گردي ميزكي دعليشــاه پكتيا وال له خولې واوريدل ،چې په كابل كې له ۸۵څخه زياتې شــخصي امنيتي كمپنۍ وجود لري!؟
دايې هم زياته كړه چې داكمپنۍ له سپكو بيا تر درندووسلو هرڅه لري او په كابـــل ښار كې هره جرمي پيښه لكه قتل،غلا، جنسي تيري،تښتونې اونورې ډول ډول ځورونې دهمدغوكمپنيوداجيرانوله خواترسره كيږي؟؟؟؟
مانوله ځان سره وويل چي داملي پوليس(امنيتي حوزې)ملي اردواوملي امنيت نودچا،دڅه لپاره تشكيل اومعاشونه اخلي؟
اول خومي خولې ته يوه لويه ښيراراغله اوومي ويل چي كرزيه كوردې وران شه داټول كورونه ستاله لاسه!هو!د تا له لاسه ورانيږي له هغي ورځې ، چې رانازل شوې تاڅه كړي دي!؟
ته خوپه خپله سوړه ننوتلى يې دابهر مظلومان چې عزت،هستي اونيستي يي په رڼا ورځ لوټيږي هيڅ زړۀ دې پرې ونه سوځيد!؟
كه نور دې نه شواى كولاى تاخوبه كم تر كمه داپلازمينه بي وسلې كړې وه!؟
تير كال مي هم اوريدلي وو ، چې په رڼا ورځ ددفاع دوزير رحيم كورلوټ شوخوزماپري شك راته!!!!
هو!ولې به دخلکوكورونه نه لوټيږي چي يونس قانوني اوفهيم په لوي لاس دبن دپريكړو پرخلاف دغلوډلې په شهــيد كابـل راښكته كړي له هرڅه اول يې شهزاده سراى لوټ اوبياترنن ورځې پوريې دخوارانو او مظلومانو ځورونه، دعزت،سراومال لوټول د ورځنيو معمولي چارو په څير ترسره كوي؟؟؟؟
داخويې لا دا نالوستى ټوپكيان دومره حاكم شول هغه نوريې ، چي يونيم ټكى ليكلى شي له يــوې نيمې لســيزي څخه راپه دې خوايې زموږدگران افغانستان سياسي نماينده گۍ په بهر كي قبضه كړي اودهرسياسي بدلون كيلي يې په لاس كې ده؟؟؟
دهيوادپه دننه كي درې مهمې قوې لكه مقننه،قضايه اواجرايه ددوى ترولكې لاندې دي ، مانا داچې ددولت اوحكومت واگي يې په لاسونوكې ټينگ نيولي اولا په ډيره بي شرمي دنظام اوكرزي په وړانديې توطيه (جبهه) جوړوي ترڅودخپلوتورمخو بهرنيوبادارانوناولي ارمانونه ورته پوره كړي .او داده سپين سترگي ،هم قدرت په لاس لري اوهم شكايت كوي؟؟؟
داستاد فريــدوژنه،دجمعه خان همدرد دوژلوهڅه،دشبرغان بلوا،دمحقق نمك حرامي چې پښتانه يې توهين كړل،په پروان كي دذكيې وژنه چې بيا يې خپل سياسي مخالفين پرې ونيول اوبيا دلوى څارنوال پرسر د ټوپكود قنـداغونو گذارونه چې په حقيقت كې دتښتونې ناكامه هڅه وه ، خوكه لوى څارنوال تښتول شوى واى باور وكړى چه هغه به بيا هم په طالبانو ورچپه كيده اوهغوساده گانوبه هم دخپل فعاليت دښوولو لپاره داتوره توطيه په ځان وراړولي واى .
گران افغان اولس،خوږولوستونكو،ورځپاڼواوويب پاڼوچلوونكو!
حالت دتشـــويش وړدى هره ورځ ماران له كڅوړي څخه يو يو سرراباسـي ځګه خو ټول ملي قوتونه اوملي شخصيتونه په هره وسيله اوهرڅومره ژر چې كولاى شويواوبل ته لاس وركړواوښاغلی كرزى بايد په دې وپوهوو چې نورنودصبر كاسـه په خوټييدواو راتويدوده . موږ دگران هيواد دملي گټو،دخاورې تماميت اوافغان اولس(پښــتون قام)دحيثيت دبيا ترلاسـه كولو لپاره له تاسره يوو ! ښاغليه كرزيه ، خونوربه موږنه غولوې پنځنيم كاله لافې دې بس دي نورنو له شـهـيد كابل څخه دمارانو كڅوړه مه جوړوه چي بيا به دې هېڅكله ونه بخښــــو.