لپه

که ستا د ګلابي رخسار يوه مچو زما د تږو شونډو له سپرو سپیرو پوټکو سره يو ځای شي او هغه ته د سهار د غوړیدلي ګلاب رنګ ورکړي نو آيا کومه ټکه به را ولویږي؟
که ستا د حسن پلوشې زما د هيلو څرګ ته داسې رنګينه پګړۍ په سر کړي چې ډیر ژر ژر د دې تياره غرونو او رغونو په هره هسکه او ژوره باندې د خپلو وړانګو لمڅي هوار کړي نو آيا په دې کې څه تاوان دی؟
که ستا د ښایستونو وړانګیز بوراق د خپلو نوراني برکاتو لړۍ زما د خيال د سوې او ویجاړې نړۍ تر چارديوالونو را تاو کړي نو آيا ستا د خیراتي پلوشو  تبراک به تش پاتې شي؟
که ستا د سندرو بولو زاڼو منظم کتار زما د مينې د پسرلي په نيلي آسمان کې د ښکلاوو سندرې زمزمه کړي نو تو خدای چې ستا به هم داسې يو منظر خوښ نه شي؟
اې د ښکلاوو ټاله!
اې د حسن بهيره!
اې د ښايستونو زانګو!
اې د ریښتني پسرلي د مښکو وږمو!
اې د قدرتونو د هسک آسمان ټولواکه!
او اې د وړانګو اورښته!
زما د تږو زاريو د کچکول په خاطر، زما د ټپي مينې د شړیدلي تصویر په خاطر، زما د خيالي آرمانونو د سلګو او ژړا په خاطر او زما د هيلو د رنځور زړګي د تسل په خاطر يو ځلې بيا راته دا تشه لپه په سوله ډکه کړی.