
زه به د حسن د ليلا سره يو ځلې بيا په دې پورې ورې غونډيو باندې د ښکلاوو بې شمیره نيالګي و کرم.
زه به د نيلي آسمان په نوراني غیږه کې د مهربانه وریځو کورته پخپله ننواتې ورشم او د تږو زاريو په بدرګه به یې د شيبو شيبو اورښت د اوریدو خواته را و بولم. د ښایستونو د باران هر څاڅکي ته به بيله بيله سلامي کوم څو زما د حسن د نيالګيو اوبه خور داسې ورڅخه مالامال شي چې د حسن د شرر وږمې یې تر مورګو راتویې شي.
زه به د زړه وړونکو نيالګيو له هر ماليار سره په خپلو رنګينو باغچو ګرزم، د هرې څانګې به جدا جدا پالنه کوم او له هر ګل سره به د خپل آرماني زړګي د راز بوخڅې پرانیزم او د مينې په هره پوله به د رڼو اوبو وياله ور سموم.
زه به د خپلې خيالي باغچې په لوري د مښکو له وږمو سره څنګ پر څنګ ګامونه ږدم او د خپل رنګين محل د بوراګانو سره به د هغو ګلونو له ګلپاڼو غیږه تاووم چې زما د حسن د نيالګيو څانګې پرې ښکلې شوې وي.
زه به د خپلې ښایستوکې باغچې د خړو خړو بلبلانو سره د نيالګيو په هره څانګه پرواز کوم، د خوښيو د ناوې له ورا سره به يو ځای کیږم او د هرې سندرې پيل به د مينې د کتاب په لنډيو سره کوم.
زه به د خپل ګلزار د آبادۍ له بهیر سره داسې يو ځای شم لکه عاشق زړونه چې د نوراني پلوشو په پالنګ کې د وصال فرصت مومي او د خپلو هيلو د پلي کیدو به لوړ افق کې د چکر وهلو لپاره ځانونه سمبال کوي.
هو! ما په داسې يوه ژمنه لاسليک کړی دی.