
مور د سپڅلی څښتن هغه ورکړه ده چې د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هرې سرښندنې ته چمتو ده تر دې چې خپله وينه هم ترې نه سپمه وي. په رحم کې د اولاد له جوړښت څخه پيل تر مرګه مور خپل اولاد ته هر هغه څه وړاندې کوي چې په هغه کې د اولاد ښيګڼه او نيکمرغي وي. مور د اولاد د روزنې او پالنې لپاره شپې سبا او د اولاد لپاره هر هغه څه کوي چې د نړۍ پر مخ يې بل هيڅ څوک نه شي ترسره کولي. مور ته د اسلام د سپيڅلي دين له خوا هم د پلار په پرتله درې ځله لوړه رتبه ورکړل شوې، جنت او د څښتن تعالې رضا يې د مور په رضا کې رانغښتي دي.
کله چې په ټولنه کې د يوازيتوب احساس کوي .... کله چې څوک ستا خبره نه شوي درک کولي، کله چې د نورو له خوا ستا مينه رد شي ... کله چې له ژوند څخه کرکه کوي ... يوځل سترګې پټې او د هغه چا څيره راياده کړه چې تا سره له بل هر چا زياته مينه کوي او تا ته دا احساس در کوي چې ته څومره ښه او غښتلی يې.... څوک چې ستا پر بيلتون ژاړي، ستا د ژړا لپاره ځان وژني او ستا د ژوند خوږې او ترخې شيبې پر خپلو مرغلرو اوښکو لمانځي... هغه يوازې او يوازې ستا خوږه مور ده .. په دې نړۍ کې د هغې سره له بل هر چا زياته مينه وکړه ... ځکه هغه د ستا لپاره هر وخت يوازني کس وو، دی او هم به په راتلونکی کې وي.
که چيرې مور تا د نهو مياشتو لپاره پر خپل نس ګرځولي، تا پر خپله وينه لويولی، ستا نظافت ساتلی، خواړه در ته چمتو او بالاخره تل د ستا د ښيرازۍ او هوساينې لپاره هر سرښندنه کولی شي .... ايا تا کله هم سوچ کړې چې د هغې لپاره به کومه سرښندنه وکړې!!! ايا کولی شي د هغې د ژوند لپاره يو څاڅکی وينه ورکړې، د هغې د راحت لپاره يوه شپه سبا کړې!!! د هغې د خوشحالۍ لپاره له خپلې يوې غوښتنې تير شې ....؟؟؟!!!
که چيرې ستا مور ژوندۍ وي، د هغې سره له حده زيات مينه وکړه او مخکې له دې چې له دغه خواږه نعمت څخه بې برخې شي قدردانې يې وکړه، داسې نه چې د نه شتون پر مهال يې پر خپلو کړو پښيمانه شي، او که چيرې نه وي د هغې بې قيده او بې شرطه مينه راياده کړه، تل په ياد ولره چې له خپلې مور سره مينه وکړې، ځکه چې ته په ټول ژوند کې يوازې يوه مور لرې.
ګرانې مور جانې ... هر هغه څه چې تا زما لپاره کړي او اوس يې هم کوې (مينه، پاملرنه، باور، تشويق، هيله، هوساينه، ملاتړ او شاباسی ...) دا هر څه ما پر دې پوهه وي چې زه څومره نيکمرغه يم چې ستا په څير مور لرم ... د ژوند په هره لار کې ستا له مينې او ملاتړ څخه ډيره مننه!!!!