
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷لمریزکال د لړم په ۱۸مه نیټه د استقلال لیسی په کوچنی تالار کی ترسره شوه،
د غونډې ویانده آغلې سوله نیازۍ او منشي راحله نوري وه .
دغې غونډه هم د تیر په شان څلور برخې لرلې لومړی د آغلی سپوږمۍ له خوا د تیرې اوونۍ ریپورټ ولوستل شو او د غونډې ګډونکوونکو اغلې دل افروز ځیرک، ماریا صدیقي ، زرغونې روښان او نورو د ریپورټ په اړه خپل نظرونه ورکړل.
آغلی سولې نیازۍ وویل ،دا چی دا ددې لومړنی ریپورټ دی ډیر ښه یې لیکلی وو همدا راز اغلې دل افروز ځیرک د ریپورټ په اړه داسی وویل، ددې د لومړنۍ تجربې له مخې ویلی شو چی ریپورټ یې ډیر ښه لیکلی وو خو لږ څه نیمګړتیاوې یې لرلې چې په راتلونکي کې به هغه په پام کې نیسی .
وروسته دبهیر پر کاري مسایلو خبرې وشوې او آغلې دل افروز ځیرک وویل سربیره پردې چې د میرمن بهیر څانګې په یو شمیر ولایتونو کې پرانیستل شوې یا د پرانستل کیدو په حال کې دي همداراز په مزار شریف کې هم د میرمن بهیر کلتوري – ټولنیز بهیر پرانیستل شو.
همدا راز په نیږدې راتلونکي کې به په پکتیا ،هرات،جوزجان او ننګرهار کې هم د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر څانګې پرانیستل شي ،
ورپسې میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرته د آغلې عارفې نورګلي د شعرونو د راستول شوې ټولګې « د حیا ټیکری »د چاپولو په اړه خبری وشوی، پریکړه وشوه چې تر دې دمخه دې د میرمن ساحره شریف کتاب چاپ او وروسته دې همدغه کتاب چاپ شي کتاب اغلی خاطرې اسحق زۍ ته د بیاکتنی لپاره وسپارل شو.
سربیره پردې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد ویب سایټ په اړه وویل شول چې د بهیر غړي باید ویب سایت ته لیکنې راولیږی دغه رازد افغان کلتوري ټولنود جرګې په لومړۍ کلیزه اوپه بلخ ولایت کې افغانستان داوسنیو ادبیاتو په پنځم فستیوال کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دغړو فعال ګډون وستایل شو
په غونډه کې پر یوشمیر هغو شعرونو هم نیوکه وشوه چې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې په کلنۍ غونډه کې په مشاعره کې ولوستل شول ټینګار وشو چې وروڼه کله چی د یو جمعیت پر وړاندی شعرونه وایي نو هغه اشعار باید غوره کړي چی زمونږ درانه شاعران یې د خپلو خویندو او میندو په وړاندی هم ویلی شی
د غونډې په بله برخه کې د اغلې سپوږمۍ نوري شعر کرکتنې ته وړاندې شو دسپوږمۍ نوري د شعر په اړه خاطرې اسحق زۍ ، مینا مسعودي ، دل افروز ځیرک ، فرشتې امرخیل خبرې وکړې همدا راز په دریمه برخه کی اغلی دل افروز زیرک د ناول په اړه معلومات چمتو کړي وو چې د وخت د کموالي له امله راتلونکې شنبې ته وځنډول شو .
ورپسې مشاعره پیل شوه چې فرشتې امرخیل ، زرغونې ، خاطرې اسحق زۍ ، سپوږمۍ نوري ، سولې نیازۍ او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل.
په غونډه کې وپتیل شول چې د راتلونکې غونډې ریسه به آغلې فرشته امرخیل او منشي به یې خاطره شینوارې وي ، دغه راز په راتلونکې غونډه کې استاد اسدالله غضنفر د لیکوالي په اړه د بهیر غونډې ته معلومات وړاندې کوي.