
د ۱۳۸۷ کال د لړم میاشتې په ۱۳ نیټه په بلخ ولایت کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه دمزارشریف ښار په اریانا هوټل کې جوړه شوه .
په پرانستونکې غونډه کې د بلخ ولایت یوشمیر میرمنو او په بلخ ولایت کې دادبي بهیر یوشمیر غړو ګډون کړی و.
دغونډې په پیل کې شاعر او لیکوال علم ګل سحر په بلخ ولایت کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د جوړیدو د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې .
ورپسې د افغانستان دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړې آغلې دل آفروز ځیرک د میرمن بهیر د دندو او موخو په اړه خبرې وکړې ، آغلې ځیرک په کابل کې د هغو فعالو او با احساسه افغان میرمنو او نجونو یادونه وکړه چې په کابل کې یې دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په جوړولو او فعال ساتلو کې هڅې کړې دي .
وروسته د بلخ ولایت د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غړو زهره ساپۍ ، هنګامې حنیفي، قمر نوري ،زرغونې توخي، زینب بهشتی، فهیمې حنیفي، او ملالۍ ساپۍ د موضوع په اړوند خبرې وکړې په بلخ ولایت کې یې د میرمن کلتوري بهیر جوړیدل نیک ګام وباله او د بلخ ولایت د ادبي بهیر تر څنګ یې دمیرمن کلتوری بهیر د فعالیتونو او لارو چارو په باب خبرې وکړی .
په غونډه کې په تشکیلاتي مسلو هم خبرې وشوې او دبلخ ولایت دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر مو قت مسولین و ټاکل شول .
ورپسې د شمال د خلکو د عنعنوي اصلاحي شورا او دمومند بابا د ادبي بهیر غړي مجیب الرحمن لحاظ د موضوع په اړوند خبرې وکړی او د هر راز مرستو ژمنه یې وکړه.
وروسته د غونډې په ګډونوالو د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوي او نور کتابونه او دهیر کړنلاره وویشل شوه .
دبلخ ولایت دوهم ولایت دی چې هلته میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړیږي ، تردې وړاندې دغزني ولایت میرمنو هم پخپل ولایت کې میرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر جوړ کړی و.په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو او له هیواده دباندې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر څانګې پرا نستل شي .
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
داړیکو څانګه