د افغان کلتوري ټولنو جرګې خپله لومړۍ کليزه و نمانځله

  
د افغان کلتوري ټولنو جرګې خپله لومړۍ کاليزه د روان ۱۳۸۷ کال د لړم په ۱۷ چې د ۲۰۰۸ زيږديز کال د نومبر د ۷ نيټې سره برابره ده د هيواد په پلازمينه کابل کې د شاندارو مراسمو په ترځ کې و نمانځله. غونډې ته  د هيواد د سلګونو ليکوالانو، شاعرانو، فرهنګيانو د کلتوري ټولنو مسوولينو، د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د لارښودې شورا، سلاکارې شورا، کارډلې او ولايتي استازو څخه سربيره يو شمير لوړپوړي حکومتي چارواکي لکه د ماليې وزير جناب انوارالحق احدي، د ترانسپورت وزير جناب حميدالله قادري، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سلاکار جناب نجيب الله منلي، په کلتوري چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير جناب زلمي هيوادمل، د وردګو او ميدان والي جناب محمد حليم فدايي، د پکتيکا والي جناب ډاکتر محمد اکرم خپلواک او ګن شمير مينه وال راغلي وو.
 
غونډه چې د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت او د هيواد د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه، د هيواد د نازکخيال شاعر محمد صديق پسرلي پرانستونکې وينا وکړه چې ورپسې د غونډې اجندا، پيغامونه د جرګې د کړنو يو کلن کاري ګزارش او د ولايتي استازو راپورونه تقديم شول.
 
د کلنۍ غونډې بله برخه د کاري ګروپونو د تشکيل او ګډ کار کولو په هکله پريزنټشن وو چې له هغه وروسته د جرګې غړي په مختلفو کاري کميټو وويشل شول او د راتلونکيو کلتوري چارو د هغمږۍ لپاره هغه مشترک کاري پلان تر غور لاندې و نيول شو چې د جرګې د کارډلې له خوا برابر شوی وو.
 
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د نمانځلو په ترځ کې يو شمير هغه کسان په ستاينليکونو باندې و نمانځل شول چې د جرګې هر اړخيز ملاتړ يې کړی او د کال د غوره فرهنګپال په توګه د جرګې طلايي مډال د ښاغلي ذبيح الله احساس په ټټر ور ټينګ شو چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې اغيزمن کلتوري فعاليتونه سرته رسولي دي.
 
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د نمانځلو وروستۍ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې وه چې په ملي اتڼ سربيره د هيواد تکړه هنرمندانو لکه استاد ګل زمان او ښاغلي عبدالله مقوري پکې خوندورې سندرې وويلې چې د ځوانو فرهنګيانو د اتڼو، ولولو او مسلسلو چکچکو بدرګه يې له ځان سره درلوده.
 
د غونډې په ټولو ګډونوالو باندې هغه کتاب هم وويشل شو چې (د افغان کلتوري ټولنو جرګه) نوميږي، د جرګې يو کلن کاري بهير يې منځپانګه ده، ګل آغا احمدي وردګ ليکلي او تازه له چاپه راوتلی دی.
 
د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د لومړۍ کاليزې د نمانځلو لپاره د اتصالات مبايل کمپنۍ او داوي ګروپ مالي مرسته کړې ده چې د جرګې کارډله ځانګړې مننه ترې کوي او دوی ته په خپلو چارو کې لا زيات بری غواړي.
 
د دې کاليزې د غونډې تفصيلي راپورتاژ به د انځورونو سره يو ځاي په نږدې راتلونکي کې  ستاسو د لوستلو وړ وګرزي.