دتيکواندو لومړنۍ پښتو ويب پاڼه په ليکه شوه

د لومړی ځل له پاره د افغانستان د دننه څخه په پښتو ژبه د تکواندو د سپورټ لومړنۍ ويبپانه په ليکه شوه.  د دې ويبپاڼې چلوونکی عبدالباسط يوسفزی دی. په دې ويبپاڼه کې به په افغانستان کې د تکواندو دلوبغاړو له پاره  پښتو ژبه  ټول هغه اړين معلومات خپاره شي چې دوی ورته په تکواندو کې اړتيا لري، د دې سربيره به په افغانستان کې د تکواندو د سيالو په باب خبرونه او نور معلومات هم خپاره شي.
د يادونې وړ ده چې د دې ويبپاڼې تخنيکي چارې د مشرق سافټ کمپيوټري او اړيکتيايي ټولنه پر مخ بياي.
http://www.taekwondo.mashriqsoft.net/