د پورتني سرليک تر نامه لاندې پرون ماسپښين د کابل د تايمني په اتم سړک (بهير غونډه) کې د شمشماد ټلويزون خوږ ژبې او تاندې وياندې ارواښادې شکېبا څانګه (اماج) په وير کې يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه، چې د هېواد تکړه ليکوالانو، شاعرانو، ژورنالستانو او نورو هېوادوالو په کې ګډون کړی وو او هر يوه په کې خپل يادښتونه، ويرنې (شعرونه) او نثرونه ولوستل او څانګه (اماج) يې د هېواد د ژورناليزم په ځانکړې توګه د پښتو ژورناليزم يوه نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله او د يادولو وړ ده، چې په دې غونډه کې د څانګې کورنۍ ته هم بلنه ورکړل شوې وه، چې د شهيدې څانګې په اړه خپلې خبرې، يادښتونه او .... بيان کړي.
غونډه د ګل ملاهمکار په تلاوت سره پيل شوه، چې ويناييزه پرانيستنه يې د عبدالغفور ليوال په خبرو وشوه، چې څانګه يې په شمشاد ټلويزون کې د ټلويزوني ژورناليزم په کورس کې شاګرده پاتې شوې وه، په دې غونډه کې بېلابېلو پوهانو، اديبانو او شاعرانو خپل خپل شعرونه، نثري ليکنې او ويناوې واورولې، چې د غونډې مشران رسول باوري، اغلې پروين ملال، د څانګې پلار او خور ول، چې ټولو شاعرانو د څانګې په ياد او ستاينه کې شعرونه وويل او په آخر ټولو ګډونوالو د څانګې روح په جنتونو کې د غوښتلو لپاره لوی څښتن ته لاسونه لپه کړل او غونډه پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې درې خبرې د يادولو وړ دي: چې د وردګو په ولايت کې د هغه ژورناليزم انسټټيوټ دې د څانګې په نوم ونومول شي او سره له دې د ميدان وردګو په ولايت کې دې هغه غونډيز (تالار) چې په کې کلتوري غونډې کيږي د څانګې په نامه ونومول شي.
يوه بله پرېکړه چې د څانګې په اړه شعرونه او ليکنې دې راغونډې او په کتابي بڼه دې چاپ شي، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل شعرونه همدې پاڼې ته راولېږﺉ.
يادونه: شکيبا څانګه اماج ، د شمشاد نا دولتي ټلويزيون خوږ ژبې ويانده وه ، د تېرې جمعې په شپه په خپل کور کې ( کابل ښار کارته مامورين ) چا پرې ډزې وکړې او دغه تنکى څانګه يې په وينو ولمبوله.
اروا دې ښاده وي
څښتن تعالی دې موږ د بلې څانګې د ماتولو څخه وساتي او نورې دې راته وغوړيږي.
آمين
وروستي