ماشومان وه راوتلي له ښونځيو وه راغلي
هرکلي ته تميدلي په يوه ليکه دريدلي
پاک کالي يې وه اغوستي وه مخونه يې مينځلي
کورنۍ يې وې خوشحاله چې مکتب ته يې لېږلي
ميلمنو ته وه خوشحاله وه ښوونکو راوستلي
وه استازو ته په تمه په ساعتونو ټکيدلي
شورماشور يې وه ګډ کړی په لومړي ځل ښار ته تللي
مور او پلار باندې ډير ګران وه ځکه وه يې نازولي
يوار ګړم شو خاموشي شوه ټول له مخې شوله غلي
سرې لمبې شوې ترينه پورته يو شمېر ډېر يې وه سوځلي
هياهو شوه خدايه ګډه ټول له مخې تريدلي
چې دوسخړې لږ شوې کمې ټول په وينو وه لړلي
چا وه خپل خپلوان ورکړي چا پردي وه ځغلولي
چاته يې کورته وه وروړي پيژندونه وه وتلي
خدايه هر چاچې ليدله په سرو اوښکو يې ژړله
معصومان وه بې ګناه وه الله څومره وه سپيڅلي ؟
عظيمي ماخو ليدلې چې په مخ دې اوښکې راغلې
بغلانيانو ته به وايې ما په شپو ورته ژړلي
کابل د لړم مياشتې ولسم د ماتم ورځ ۱۳۸۶ لمريز
وروستي