دكرزى په ديموكراسۍ كې د پښتنو سپكاوى

افغان ، پښتون قوم دروند قوم دى، پښـتانه درانه خلك دى،ډېر د زغم او هوسيلى لرونكي خلك دى،پتمن ، ښاغلى ، توريالى ، وياړلى، او ننگيالى قوم دي ، چاته سپكې سپورې نه وايي ، د چا پر ننگ او ناموس تيرى نه كوي د چا خور مور او لور ته په بدو سترګو نه ګورى او نه هم چاته ددى اجازه وركوى چې پر دى قوم څوك تيرى او تجاوز وكړى . د افغانستان او افغانيت پاك نوم هم له همدې قوم نه ريښه اخلي، خپل هېواد ساتي،كارنامى ورته گټې ، ملكونه فتح كوى ،يرغلګرو ته غاښ ماتوونكي ځواب وركوى او په پايله كې د سرونو په بدل كې په ټوله نړۍ كې د افغان نوم اوچتوى . خو ددې ټولو خبرو سره سره بيا هم پر دى قوم ډېرې نادودى وشوې ، ووژل شول ، وټكول شول ، كورونه يې وران شول ، په يو او بل نوم بنديان شول. خو بيا هم ټولو نا خوالو ته يې لبيك وويل او علت يې هم همدا دى چې افغانستان د همدې قوم پر وينو را جوړ شوى، تر څو چې يو پښتون هم ژوندى وى افغانستان ددوې دى . رابه شم خپلى خبرى ته ،څوورځې وړاندى مې په پښتو ويب پاڼو كې ددې وياړلى پښتون قوم پر ضد داسې شيان واوريدل چې له انسانيت، شرافت ، عزت او هر څه نه لرى خبره ده،پښتنو ته سپكى سپورى ويل ، ددوى پر ملي مشرانو ملنډى او ښكنځلى كول ،او نور ډير بد او سپك الفاظ كارول كوم چې په هيڅ شان سره په خوله نه راځى دافغان ضد اشخاصو لخوا د انترنت په سايټونو كې پر ليكه شوې دى . دې خبرو ډير راباندى بد تاثير وكړه، كركه نفرت اوغوسه مې ددې سپكو خلكو پر وړاندې را وپاريده. خوڅه وكړو هيڅ مو هم د لاسه نه كيږى ، دغه بى واكې او بل واكې بادارانو د لاسه دا هر څه راباندې تپل كيږى،او دا دى د كرزى په ديموكراسۍ كې په ښكاره او په ډاكه ددې سپيڅلى قوم سپكاوى كيږى او هيڅوك غږ نه پورته كوى ، لعنت پر داسې بى واكه او بل واكه مشرانو شه چې د پښتون قوم د وينو په بدل كې نن د واكمنۍ چغى وهى،لعنت پر هغه مشرانو شه چې دغسې اشخاصو په وړاندى مسووليت لرى او نن چپه خوله پاتى دى. دډير شرم خبره ده چې په فلم كې ديو وړوكى قوم صرف همدومره يادونه كيږى چې (( ډير ظالم خلك دي )) بى واكه مشر پر فلم بنديز لگوى ، په كابل كې غونډې جوړيږى او په فلم كې د كاركوونكو د محاكمى غوښتنه كيږى . بيا خو محقق ملامته نه دى چې پر پښتو متن ليكل شوى ورقى ګزاروى، ځكه هغه ته د انسانانو پر سرونو د ميخونو ورټمبل اسانه او ساده خبره ده نو د پښتو متن ګزارول خو يې هيڅ هم نه شي كمولاى ،او نه هم ورته څوك څه ويلي شي ، د ليلي دښته اوس هم پر وينو سره ده او عاملين يې په ارك كې ناست دى ،د غل ،قاتل ، ډاكو ګوستم وسله والو غلو اوس هم د ټوپكسالارى بيرغې اوچتې كړى او په رڼا ورځ د واليانو پر كورونو ور ننوزى ، خو خپله لكه د نورو بى واكه مشرانو پر څير د كرزى له بړستنى نه سر را پورته كوى او داسې نور په سل كاوو مثالونه او افغان ضد اشخاص . كه چيرى همدغسې سپك بد او د شرافت له چوكاټه وتلى الفاظ كوم چې ددې وياړلى قوم پر وړاندى كارول شوى د يو بل قوم پر وړاندى كارول شواى واې نو هغوې به څه كړاى واي ؟ څومره لاريونونه ، څومره فتواګانى او څومره فرمانونه به صادر شواى واي. خو د افسوس خبره ده چې پر دې مسلى هيچا هم غږ پورته نه كړه ،خداى دې دى څو تنو پښتنو ليكوالو ته آجر وركړى چې خپل ايماني اخلاقي او ملي دنده يې ترسره كړه او دغه خبره يې د ټولو پښتنو غوږونو ته ورسوله. چيرته ده هغه ولس مشر چې نن دغه الفاظ په خپلو غوږونو واورى اوبيا دى قضاوت په خپل وكړى ، چيرته ده هغه لوى څارنوال چې د خپلى يوې خبرى پر سر له ټلويزيون سره څو مياشتى نانندرى وهي،چيرته ده هغه د اطلاعاتو كلتور وزارت چې ددغې پيښې نه ځان خبر كړى ، چيرته ده هغه د بى واكه مشر مشاور چاپلوسان چې د پښتنو په نوم ددې ملت وينې خوري ، چيرته ده هغه د استخباراتو مشر چې ددې پيښې مسول را ونيسى او قانون ته يې وسپارى . خو افسوس چې پښتون شاعر څومره ښه وايې دشرمه حال ويلي نشم د سوال ياري ده اوس به گډه وډه شينه . زه په اخر كې د پو پښتون ځوان په توگه دا خپله دنده گڼم هر هغه چا چې دغه بد، له كركې او نفرت نه ډكې خبرى او نور هغه الفاظ چې زه يې په ويلو شرميږم كړي بايد سخت او داسې سزا وركړل شي چې نور په تاريخ كې دغسې كار څوك ونكړى ، او كه بيا هم د زغم او هوسيلي نه كار واخستل شي او ددې سپكو خلكو پر وړاندې چپه خوله كيناستل شي، دا به د كرزى په ديموكراسې كې دپښتون قوم پر ضد يو پيل وى او نور به خداى خبر چې څه كيږى . څو چې دا ځمكه او آسمان وي څـــــــو چــې دا جهــــان ودان وي څــــو چـــې پاتــې يو افغــان وي تـــل به دا افغـــــــانستــــان وي تـــل به دا افغــــــــانستـــان وي درانه خلګ درانه خويونه ، سپك خلګ سپكې خبرې .