سپکې سپورې ويل دکمزورتيا نښه ده

په بېنوا وېبپاڼه كې د( بس نور چاته د پښتو د سپكاوي اجازه نه وركوو) ليكنې سره مل لېنك چې د ليکوال په نظردازادۍ راډیو د ویاند نجيب عزیز ږغ دى خبرې، سپورې اوښکنځل اورېدل کېږي. لومړى یې زه ډیر حیران کړم خو وروسته وپوهېدم چې دا دیوه نورمال،عا قل،پوه اوهوښیارسړي خبرې نه بلکې دیوه لیوني اویاهم یوه پوډري ږغ دى ځكه داالفاظ چې هرچا کارکړیدي دیوه سالم اونورمال سړي خبرې نه بلکه دیوه لیوني اوهغه هم دیوه مزدورلېوني کاردى داسپورې چې هرچا ویلې دي هغه نه مسلمان نه افغان او حتى ازبک هم نه دى ځکه چې داهرڅه هم اسلام اوهم د افغانستان د ټولوخلكواوقومونوپه منځ کې دپښتون اوغیر پښتون قومونو ترمنځ دنفاق دتخم شيند ل اودقومونوترمنځ د دښمنۍله ډېرېدو څخه پرته بل څه په وجود نه راوړي زه نه پوهیږم چې ښاغلى عزیز عیسوي دى اوکه مسلمان په اسلام کې خودمسلمانانوترمنځ دنفاق اچول یوغیر اسلامي کاربلل کېږي نوکه نوموړى سړى مسلمان وى داعمل خود یوه مسلمان سړى عمل نه دى اوپه عیسویانوکې خوهم دبیان دازادۍ په نوم ډولونه ږغول کېږي خوپه ريښتيني ډول هېڅ انساني کرامت نه پکښې لیدل کېږي په هر قوم کې هر ډول خلک شته خویوه قوم اوملت ته پدې ډول ویل اوکتل داهغه کټ مټ د مزدورانوکاردې، خو دامزدوران دې هم پدې پوه شي چې داد پښتون بربادی نده دابربادې به د لږکیو وي دابربادي به بالاخره د دوى دبادارانو وي، د دوى باداران کله هم د افغانستان دشمالي ګاونډيانو اوکله دغربي ګاونډي،دشماله ددوستې په نوم او له غربه داسلامي ورورګلوۍ په نوم شیطاني اوپه حقیقت کې د دښمنۍ اعمال ترسره کوي اوپه داخل کې يې داسې مزدوران استخدام كړي او كوي يې، چې دامزدوران په خپله خپل کورته اوراچوي او په افغانستان کې قومي اومذهبي جګړې ته اوس یوځل بیا خپل روزل شوي ګوډاګیان اومزدوران په نوې ډ ول ددې وطن دبربادې لپاره رالېږي اوغواړي چې بیا په افغانستان کې د سنۍ ،شیعه اوپښتنواولږکیوترمنځ قومي شخړوته لمن ووهي دې کارته درسېدولپاره شیطانان غواړي داسې احمقان استخدام کړي چې هغوى ته نه خپل ماک اونه هم خپل دین اوخلك کوم ارزښت ولري دااحمقان دخپلوخبرومنفې اومثبت لوري هم نشي سنجولاى اونه پدې پوهیږي چې ددې منفې خبروضرر به اخر چاه ته ورسېږي ددوى د ورستیو حرکاتواوخبروڅخه داسې مالومېږي چې دوى ته بیا دخپلوبادارانولخوا دپیسواووسلوچینې رابهیږي خودوى دې ښه وپوهېږې چې ننني حالات دپخوانیوحالاتوسره ډېرتوپیرلري ددوى اوسني باداران دپخوا په څېر ندي هغوى اوس دموږکانوغوندې ځانونه په غاروکې پټوي ددوى د خبرو نه داسې څرګندېږي چې دوى د خپل وطن دبربادۍ اوخرابۍ کومه پرواهم نه لري او تر پخوا لا ډیر خروړي شوي هم دي دوى اوددوى باداران داورلمبوته لمن وهي خواخر به ددې اور په لمبوکې دوى ټول یوځاى سوځى دامزدوران خویوځل دافغانستان خلكوله ملکه شړلې ؤ، اودوى په خپل وطن کې هم دپښې دایښودلوځاى نه درلود، خو بيا هم دوى د امریکایي پوځ په مرسته چې ایرانیانويې هم په ښكاره دامریکایې پوځ په ذریعه ددې فرارېانودراتګ ستا ینه کوله او قدرت ته يې ورسول فاړسیان وایي چې (څا کن خپله په څاه کې لویږي) دغه دخاورې ، دین اووطن دښمنان به یوځل بیا دافغانستان داصلي وارثانولخواپه خپله سزارسول کیږي متل دى چې وایي(سپي غاپي خوکاروان روان دى) دلږکیو یو شمیر چې هرڅومره...... خود دوستۍ اوورورګلوۍ کاروان به دوروڼوقومونوترمنځ روان وي.
عبدالله لودين ارزګان د ترينکوټ ښار