
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کوراوکوراوپېښور درې واړه يو دي
څوک چه سترګې غړوي او ځان پيژني هغه له ځانه سره مينه هم لري . دغه مينه چه په لږه لويه ساحه کښې ځاى و مومي نو د قام مينه شي او چه ساحه يې ډېره پراخه شي نو د انسان په مينه بدله شي .
د مينې د دايرې وسعت راز راز علل او عوامل لري چه د ټولو ذکر مونږ له خپل مطلب نه ليرې کوي .
دومره وايم چه د ژوند راز راز جرياناتو په پښتنو کښې د قام او وطن مينه پخه کړې ده او دا د دوى دعاداتو يوه برخه گرځيدلې ده .
شاعر که هر څومره لوى شي او د نظر افق يي انساني نړۍ او يا تر هغه پورته ماوراء الطبيعه ، د ژوند مبداء ملکوت او عالم بالا ، وي او يا دومره کوچنى شي چه بې د خپل ځان او خيټې نه په بل څه يې نظر نه وي او د نظر ساحه يې د ستوني او کولمو غوندې تنګه وي ، بيا هم دواړه ډلې شاعران لکه نورو خلکو غوندې په خلکو کښې اوسي . او هغو سره ژوند تېروي _ له هغو څخه رنګ اخلي او ورته رنګ ورکوي . شاعر که هر څومره لوى يا وړو کى شي بيا هم د خلکو څخه څه اخلي او هغو ته څه ورکوي . کيدى شي چه د اشخاصو د فطري استعدادونو او کسبي معلوماتو په اثر ددغه اخستلو اوورکولو کيف ، رنګ او خوند فرق ولري . خوسره له فرقه دغه راکړې ورکړې نه په مطلق صورت بې نيازه کيدلى نه شي او په دغه بازار کښې ضرور لږه ډېره سودا ، سودو زيان کوي .
د پښتنو شاعرانو په اشعارو کښې د قامولئ او وطنولئ روحيه په خورا وسيعه پيمانه ليدل کېږي چه د اولس له قوي روحيې نه منبع نيسي او په اشعارو کښې انعکاس مومي .
د ځينو شاعرانو اشعار کله دومره زيات قومي او وطني شي چه ځينې نقادان چه تصوير يې ګوري او اصل ته پام نه کوي ورباندې انتقاد کوي او (( هنري جنبه )) يې کمزورې بولي . دغه قوت او ضعف د زمانې د تقاضا سره سم په اوسنيو اشعارو کښې نسبتاً زيات دي چه د هغه څيړل ددې مقالې موضوع نه ده او مونږ په تېرو شاعرانو غږيږو .
په تېرو پښتنو شاعرانو کښې د خوشحال خټک شاعري د ملي قومي او پښتني شاعرئ ډېره غوره نمونه ده . او دى ددغه ميدان لوى پهلون او قهرمان دى . په همدغه وجه د پښتو ژبى داد بيا تو اکثر لوستونکي او څيړونکي دا موضوع يوازې دده په اشعارو کښې لټوي . زه د خوشحال خان د قومي افکارو څيړل بل وخت ته پرېږدم . او د هغو نورو شاعرانو اثارو کښې چه نور خلک پکښې نورى خبرې لټوي زه ددغه مطلب ټکى ګورم ،لټوم او وړاندې کوم يې . تر هر چا د مخه د رحمان بابا د يوان او اشعارو ته د ښاغلولوستونکو توجه اړوم.
څوک وايي چه رحمان بابا يو صوفي شاعرو ، څوک وايي يو عالم شاعرو ء . څوک وايي د اشراق د فلسفې يو پيرو او مبلغ شاعرو . او څوک لا وايي چه د هغه مقام تر شاعر پورته دى . کيدى شي چه دغو خبرو دپاره د رحمان بابا په ژوندانه او آثارو کښې دلايل او شواهد هم وي چه زه يې د ترديد يا تائيد پسې نه يم . بلکه وايم چه که سړى ځير شي نو په هر مقام کښې به رحمان بابا ورته د نورو ټولو مزاياووسره يو د روند پښتون شاعر ښکاره شي او د هغه په اشعارو کښې به د ننګ او غيرت ، وطنولئ او پښتو خبرې پيدا کړي . زه به اوس هغه خبرې رابرسيرې کړم چه په دې لړ کښې زه ورباندې پوهيدلى يم . کېدى شي چه دقيق څيړونکي به د رحمان بابا له اشعارو او له دې خبرونه نورې خبرې هم پيدا کړي .
د رحمان بابا هنر :
رحمان بابا چه هر څه ويلي دي _ هغه يې په ډيرو ساده ، سليسو ، روانو عباراتو د پښتو د عامو محاورو او اصطلاحاتو سره سم ويلي دي ، د هغه په کلام کښې د خيال رنګيني او د عباراتو خوږوالى دسادګئ په لباس کښې زښت ډېر دي او ابهام او اغلاق يې ډېر کم دى . په همدغه وجه په پښتنو يې اثر زيات دى او په هر کور کښې د هغه ديوان پيدا کېږى . دوعظ په منبر ونواو درندئ په بزمونو کښې ويل کېږي او خلک يې په ديوان فالونه ګوري . د سادګئ، روانئ اورنګينئ سره د پښتو ژبې رنګ ښه ساتل د رحمان بابا هنر دى . ټول ديوان يې په مثال کښې وړاندې کيدلى شي او مثال ته ضرورت نه وينم عام مقبوليت يې لوى دليل دى ، (( آفتاب آمد دليل آفتاب ))
د ننګ خبرې :
رحمان بابا عاشق دى _ عشق د ژوند مبدا ء او د کايناتو پلار ګڼى :
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا کړى
د جمله ؤ مخلو قـــــــــاتــــــــو پلار دى دا
بې ننگه نارينه له ننگياليو ښځونه ځاروي او داترې ښې بولي :
چه په ننګ و په ناموس تر لوره کم وي
صدقه شه ناقابله زوى تـــــر لــــــــــــوره
ننګيالي تر برونه ښه دي او که نه وي
ننګيالئ تر له هم ښه ده له تر بـــــــوره
(( د تر برونو ننګيالي توب )) خوښول هم د پښتنو يوه عنعنه ده . او په دغه شعر کښې د تربور ګلوئ ناقصه حاسدانه مفکوره چه په عوامو کښى موجوده ده اصلاح کوي .
استغنا ء :
اکثر شاعران مستغني وي _ پښتانه هم استغنا ء لري _ رحمان بابا د پښتون شاعر په حيث خپل د خاورو کنډولى د زردارانو د زرو جام نه خوښوي :
زر داران که او به څښي په جـــــام د زور
زما خوښ دا خپل د خاورو کنډولى دى
د يو مستغني نداف فقيرنه دوه لوى اشراف بادشاهان ځاروي :
شاهجهان او او رنګ زيب غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نـــــــــــــــــداف
د خپل ورور (( عزيز خان )) سره کلى نه کوي او خپله (( ملنګي )) د هغه په (( خانۍ )) نه بدلوي :
نــــــــه شــــــي د خـــــــانانو د ملنگو سره کلى
چيرته عزيز خان چيرته ملنګ عبدالرحمان
له ځان او جهانه تېريدل د استغنا څرګنده نخښه بولي .
ما په تا پسې دا سپينې جامې رنګ کـړې
ته لا بيا په ماګمان د نام و ننګ کــــــــــــړې
دده ازاد طبيعت د پادشاهانو په معاشونو او تنخواګانونه قانع کيږي او په عشق کښې د معشوقو نوکري کوي .
نو کري د معشوقو کوم په عشق کښې
مهينې نه د بهلول نه داو رنګ خورم
په پورتنيو اشعارو کښې د رحمان بابا نظر لومړى (( د عشق مقام )) او ورپسې (( د ننګ و نام متاع )) ده يوازې په هغه مقام کښې دغه متاع ځايوي او نوره د هر څه نه يې زياته ګڼى . او د ژوند په عامه صحنه کښې عزم ، همت او اقدام د ننګ د معرکې دپاره شرط بولي :
زغره واغونده ملا وتړه په جنګ
هله پسه معرکه کوه د نــــــنـــــګ
او بې ننګوته د ننګ خبرې کول لوى عيب او مرګ ګڼي او په دغه صورت پر بې ننګو انتقاد کوي او هغوى د مخاطب کولو وړنه بولى ،
و بې ننګوته د ننګ خبرې مه کړه
يا ځان وګڼه پخپلو وينو رنـــــــګ
ننګيالي توب په جسارت او انتهايي شجاعت کښې لټوي :
ننګيالي چه يو ځل مخ کا په يو لورى
بيا هيڅ نه ويني کوهى وي که ګړ نګ
عزيزولي :
له پردونه دورور . او عزيز ، د زوى او نمسي په فرق قايل دى خو هغوى چه بد کار شي بيا يې بدبولي :
ورک شه ورک شه بد کرد اوبد ســـړى
که دې ورور که دې عزيزوي که پردى
تر هغه لانيکو کار بيګانه ښـــــــــه دى
چه بد کار شي د چازوى او يا نمسـى
د قرابت سلسله په ژوند کښې مهمه بولي نه پس له مرګه :
چه يې خاورې شي د خاورو سره ګدې
تر و د چا زده چه د کوم نيکه نمسى دى
په دې ټکي چه ورور ، عزيز او اولاد هر يو خپله مدعا کوي انتقا د لري :
که مې ورور که مې عزيز که مې فرزنددى
واړه غواړي خــــپـــلــــه خـــپــــــلـــــه مـــــدعـــا
د نفسي خواهشاتو او اغراضو په سبب اشنا او عزيز ته خجالته او مختورن کيدل داسې غندي :
تمام عمر تر اشنا تر عزيز پـــــــورې
يوې گيدې مختورن کړې هم رسوا
او د ښو په مقابل کښې بد، د ورورئ او عزيزولئ نه بهر ګڼي :
دا کوم رنګ د اشنايي او ورور ولئ دى
چه زه ستا د مخ ثنا کړم ته مـــــــې زورې
دى د ورور او عزيز د از ارولو په مقابل کښې د خپلې مدعا او غرض حاصلول نه غواړي :
چه د ورور او د عزيز پرې زړه ازار شي
حاصل مه شه هغه خپله مــــــــدعـــــــــــا
د هغو خلکو حال چه اشنايې رقيب شي د هغو سره ورته بولي چه په وطن کښې غريب شي يعنې خلک يې مسافر او پردى او خوارو ګڼي :
چه خپل يار د چارقيب شي مثـــــــال دادى
لکه څوک چه په وطن کښې شي غريـــــــب
چه غريب شي په وطن کښې فرق يې نشته
چه فرسنګ يې وي تر ميانه که جريــــــــــب
ده ته بيلتانه خپل وطن ( پېښور ) تنور کړى واو له خيبر نه تراټکه پورې فرياد کړى دى .
بېلتانه يې پېښور راته تنور کـړ
له خيبره تر اټکه الـــــــغـــــيــاث
سر بېره پردې د ظالمو حاکمانو له لاسه خپل وطن ورته ګور او اورښکاري :
پــــــه ســــــبـــب د ظـــــالــــمانو حاکمانو
گور او کور او پېښور درې واړه يـودي
څوک چه له وطنه اوزي هغه بې واکه او بې اختياره معرفي کوي :
چه استـو ګنه په پردي وطن کښې کاندي
هغه نه لري د هېڅ واک و اخـــــــتــــــيـــــــــار
چه له خپله کوره وزي مسافــــــــــر شـــــــــي
څوک يى پيژني سا هودى که مريــى دى ؟
خپله خونه د ډهلي له تخت سره مقايسه کوي :
او رنګ زيب که د ډهلي په تخت نازېږي
خپله خونه هر ګداى لره ډهــــــلــــــــــى دى
د خپل وطن نه وتل اسارت ګڼي :
په اميد د زلفو و نښتم په دام کښې
روهيلى وم ساده دل په هند و بارګډ
په خپل کتاب افتخار کوي او دغه افتخار خپل قوم او وطن ته څرگندوي :
يو کتاب په سړه بن کښې چاونه کړ
بې رحمانه چه يې وکړ دا کـــــــتاب
هغو کسانوته چه دده په چمن ګستاخي کوي ښېرا کوي :
چه زما په چمن راشي ګستاخي کړي
د شبنم په څېريې عمر يو زمان کـــړې
او د خپلو اشعارو په باب کښې دعا کوي چه هره مصرع يې د خو بانو زلفې شي او بيا په هغه (( د افغانانو کشور )) معطر شي او په دې صورت خپله وطند وستي ثابتوي :
چه کشور د افــــغــــــانانو پرې معطر شي
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې
خپلې محبوبې ته دعا کوي چه خداى دې له هرې پريشانئ څخه وساته ! ځکه چه ته زما د کور او کلي وداني يې :
خداى دې وژغوره له هرې پريشانۍ
اې زما د کور و کــــــلـــــي و دانـــــــۍ
په دې بيت کښې د محبوب محبت د وطن په محبت کښې نغاړي . او که دا بيت معشوقې ته خطاب نه وي نو دعا ( د کور و کلى دودانئ ) په باره کښى ده چه دغه وداني خداى له هرې پرېشانۍ نه وساتي . رحمان بابا د ژوندانه يون دا باسيند له غورزنګو سره تشبيه کوي _ اباسيند د وطن مشهور سيند دى _ دى وايي :
لکه سيند د اباسيند په غورزى د رومـي
هسې يون دى په تلوار تـــــــلوار دعـــمـــــــر
همت او جرات :
دغم سره مقابله د غزاسره کوي او ديني او ملي ذهنيت د ( غزا ) په کلمه کښې تمثيلوي ، ځکه چه غزاهم توره او شجاعت دى چه هم ملي جنبه لري او هم اسلامي فرض او د ثواب کار دى .
هره ورځ چه مې تېرېږي ستا په غم کښې
زه په هره ورځ پوهېږم چه غــــــــــزا کــــــړم
د عشق په تېره توره د صبراو سکون په ملک ير غل کوي او د تورې د برېښ په رڼا کښې فعال حرکت د عشق نتيجه بولي :
عاشقئ بۀ تېره توره در پـــــــــه لاس کــــــــا
نور د صبرو د سکون په ملک به هو کړې
پېغور :
پښتانه پيغور بد ګڼي _ دى يې هم اور بولي خو په عشق کښې ترې ډډه نه کوي :
زه عارنه لرم په عشق کښې له پېغوره
بې پروايـــــم دســـــتــــي په څېر له اوره
نوروته پېغور ورکوي چه دوړاند ينيونه خو څه کم نه ياست پاڅيږئ همت وکړى ء ! :
وړانديني هم واړه ستا په څېر سړي وو
ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کــــــــړه
په پښتني جامعه کښې دغه رنګه پېغورونه ډير زيات اثر لري او رحمان بابا هم د خپل قوم د بيدارۍ دپاره په دې لاره کښې هم برخه لري .
ميړانه :
رحمان بابا هم د نورو پښتنو شاعرانو په شان د ميړنتوب صفت ښه ګڼي او دده په نظر کښې ښه ميړانه داده چه سړى حرام خورنه وي او بل ازارنه کړي .
حرام خورد مخنثو په حساب دى
که په توره يا په تيغ وي مـــــړنــــى
مړني ويلي بويه وهغه تــــــــــــــــــــه
چه بې وجهې ازارنه کا هيـــــڅ سړى
په وروستي بيت کښې د (( بې وجهې )) په عبارت کښې دا توجيه کيدلى شي چه (( په وجهه )) د بل از ارول جايز لا څه چه ميړ نتوب او پښتوده .
جرګه :
جرګه د پښتنوالي يو ژوندى دوددى _ رحمان بابا د هغه حسن ستاينه کوي چه د عاشقانو جرګه پرې پنډه وي :
زه رحمان د هغه حسن ثنا خوان يم
چه جرګه د عاشقانو وي پرې پنـډه
سربازي او ايثار :
په سر لوبې کول د پښتانه د ژوندلو به ده _ رحمان بابا په عاشقئ کښې په سرسو دا کوي :
چه له تا سره په سر کاندي ســـــــــودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شـيدا
او د خپلې غاړې خلاصيدل په دې کښې ګڼي چه د عشق په تيغ شهيد شي :
چه د ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شي
د رحمان غاړه به هــــــــلـــــــــه شــــي ادا
شهيديدل او د غاړې خلاصيدل _ ډېر ښه ادبي تلازم دى .
رحمان بابا د سر ښندلو په مکافات کښې جنت نه غواړي او په هغو زاهدانو چه د يو جنت دپاره زهــد
کوي پسخندوهي :
ځکه زاهد زهد کا د يو جنت دپــــــاره
سر ښندلى نه شي په اور بل د جانانه
غيرت :
کله چه رحمان بابا يار دا غيا رو په سيمه کښې ګوري نو له غيرته د ليمو نه ئې وينې څاڅي :
چه مې يار وليد په سيمه دا غيار ګډ
له غيرته مې ليمه شو په خو نبارګـــــډ
دى له هغو ناصحانو څخه چه ده ته نصيحت کوي پټ ګړځي _ ځکه چه له هغو سره مقابله اخلاقاً ښه نه ګڼي او له خپله هوډه تيرېدل هم ورته بې غيرتي ښکاري :
پټ پټ ګړځم د ناصح له نصيـــحــــــــته راته کاندي نصيحت په څو صــورتـــه
چه تو به کړه د خوبانو له قــــــربــــــــــتـــه هيڅ جواب يې په مانه شي له غيرتـه
درمانده ورته ولاړيم لاجوابه
آزادى :
د رحمان بابا يو بيت په اول نظر د آزادۍ سره ضد ښکاري :
له اوله بند ګي بــــــــيـــــا ازادي ده
که مقصود د آزادۍ لرې غلام شه
که سړى د رحمان بابا په فلسفه او افکار وکښې ننوزي نو پوهيږي چه دى وايي چه اول د الله بندګي او ورپسې د ماسوى الله نه آزادي ده _ چه په دې بيت کښې د مقصود کلمه همدغه رنگ ازادۍ پورې مربوطه ده او که نه ده خو ددنيا د عرف او عادت او تعلقاتو نه ځان آزاد کړى دى :
دريا خرقه يې مه کړه خداى تر غاړه
رحمان کوږ پټکې تړلى قلنــــدر دى
ده آزادئ ته رسيدل غايه ، هدف او مهم کار بللى او د هغې د حصول دپاره د نورو کارونو څخه لاس ايستل غواړي :
آزادي او کاروبار دي سره لــــــيـــــرې
لاس له کارو باره وکاږه که کار کړې
رحمان بابا د يو آزادي غوښتونکي په حېث د آزادۍ په طلب ګرځي _ په ژوند کښې ايکي يوازې يو قيد او يو رنځير يعنې د عشق قيد او د تورو زلفو زنځير مني او بس :
زه رحمان د آزادۍ په طلب گرځـــم
بارې نه د تورو زلفو له رنځــــيـــــره
رحمان بابا خپلې شاعرئ ته توجه لري :
رحمان بابا د يو اخلاقي رهبر په حيث د اخلاقي انحرافاتو څخه ډډه کوي او په عين حال کښې خپل پښتني انساني قوت او شجاعت هم ښيي .
په اشعار کښې قوتناک لکه زمرى يم
ولې نه يم د زمري په څير ګــــــزنــــــــــد
بل ته ټيټال او خوشامندې او د بل سپکول د پښتانه له شانه سره نه ښايي . رحمان بابا هم داسې وايي :
هم په مدحه هم په هجوه ښه پوهيږم
ولي نه يمه په دې چارو خورسنــــــــد
دى په يوه د عائيه کښې د خپلو اشعارو په باب کښې وايي :
چه زما په چمن راشي ګستاخى کـــــــــــړي د شبنم په څير يې عمر يو زمـــــــــان کـــړې
چه از اده د منکر تر سره پـــــــريــــــــــــــوزي د فلک په څير مې توره د زبان کــــــــــــــړې
هغه غشى چه د تر کــــــودغــــــمــــــــــزودى هر کلام مې د هغه غشي پيکان کـــــــــــړې
چه (( کشور د افغانان )) پرې معطر شــــــي د هر بيت مصراع مې زلفې د خوبان کـړې
فلکلور :
د رحمان بابا په اشعارو کښې د پښتني فلکلور ، محاورو ، متلونو او افسانو اثر هم ښکاري مثلاً د (( ترورخ تيرې او به بيرته نه جارو ځي )) مشهور متل دى چه د رحمان بابا په دې بيت کښې راغلى دى :
تر ورخ تيرې او به بيرته نه جار ووځي
نه جارو وځي تېر ساعت په بيرته بيــا
همدارنګه د پښتو اولسي قيصو او افسانو ته يې هم اشارې کړي دي .
(( دادم خان او درخانئ )) د مشهورې کيسې يوې مهمې برخې ته داسې اشاره کوي :
درخانۍ په سل غمونو خداى اخته کړه
زه به ولې له تازار کـوم که ګــــــــــــوري
او خپله مينه يې دادم خان او درخانئ تر مينې زياته بللى :
زما ستا ونندارو ته به حـــــيـران وو
که ژوندي واى ادم خان او درخانئ
په يوه بله قصيد کښې يې د(( ګل خان او جمال خان )) د افسانې لنډيز بيان کړيدى.د کيسې په بهير يې تبصره او انتقاد کړى دى _ او د انسان پر هغو ظلمو نويې چه په انسان يې کوي ژړلي دي او بيا يې د مغولي پادشاه ( شاه عالم ) ظلمو نواود دارااو او رنګ زيب مخالفتو نوته يې ګريز کړى دى او په دې ترڅ کښې د مغولي پادشاهانو له کارونو او د هغوى د عصر له سياسي بهيرونو سره يې خپل مخالفت څرګند کړى دى او په کايناتو کښې يې د آکل و ماکول او تنازع للبقاء عمليات بيان کړي او بيا يې خپل عارفانه مسلک ته مراجعه کړې ده هغه قصيده داده :
ډېر ياران وودګل خــــان و جمال خــــــــــان پــه کـارنه شوهم په وخت د زارســــــتــــــــــان
د همه واړو يارانو مخ دې تــــورشـــــــــــــي کــه بـه څوک وبله ياري کـــا په داشــــــــــــــان
چه يو يار په سوري پروت وي بل په اور کښې و هغو ته به څوک څه وايـــــــــي يـــــــــــــــاران
هيڅ تعريف مې په د اژبه وايه نه شـــــــــي صدر حمت شه په يارۍ د ګـــــــل خــــــــــــــان
تر داهورته د يارۍ شرطونه څــــــــــــــه دي چــــه په اور کښې دواړه وسوزي يکســــــــان
چه له آله ، له اولاده ســـــــــــره وســـــــــــــول خداې دې نه کا څوک دا هسې مظلومـــــان
چه په اور کښې يو د بل دپاره ســـــــــوزي ماليدلي نه وو هسې مــــــخــــــلــــــصــــــــــان
څه رنګ شوخ و هغه او ردهغه خــــــــلــــــق چه يې مړنه کړ د اوښکو پـــــــــه بـــــــــــــاران
الغياث دى الـــــغــــــــياث دى الغياث دى چه انسان کاهسې ظلــــــم پـــــــه انـــــــــسان
د نمرود چارې مې وليدې په ســــــتـــــرګو چه يې اچـــــــــول و اورتــــــــه نـــــــبـــــــيــــــــان
هم دې ځمکې هم آسمان ته تعجب کـــــړم چه نـــــه ځـــــمــــکه په نار وشوه نه آسمــــــان
هم دې لويو لويو غرونو ته حـــــــيــــران يم چه ونــــــه لــــوښــــــتــــه له وېخه سر غلطـان
لــــــه دې خــپله سپيه نفسه مې زړه بدشو چه او به څکي يا خـــواړه خوري په جهــــــان
عالم وايي چه قيامت بـــــــــه په جمعه وي وليد ما په يـــــــکـشـــــــــنبه پـــــــــــه دادوران
هزار حيف دى چه دا هــــسې رنگه چارې واقع کېږي د دنيا په ســـــــودو زيــــــــــــان
په عيسى و په د جال کښې ګناه نشتـــــــه دا مکرو نه دي د نـــــفــــــس و د شــــيطان
عزيزان يي ځـــــــبـــــلــــــه ووژل پـــــخـــــپله دا هــــــمــــــه واړه تــــــــقدير دى د سبحـان
هسې نه چه دا يې وکـــــــړه نور به نه کړي چه يې زړه شي هغه کــــــانـدي پادشاهـان
شاه عالم اعظم وګوره چـــــــه ســــــخـــا کړ په خونونو واړه ملک د هــــــنـــــدوســــتان
ودارا و او رنګ زيب و ته حــــــيــــــــران يم چه يې څه چارې واقع شولې تر ميـــــــــــان
د حسن حسين غزادې څوک په زړه کـــــــا چه همه واړه په تيغ شو شـــــــهــــــيـــــــدان
ددوى غوښې او ښووينو رغـــــــړ ولــــــــي بې حسابه هسې خلق شه طــــــــوفـــــــــــان
هر چه اهل د دنيادى حــــــال يـــــــې دادى که سړى دى که پيرى دى که حـــــــيـــــوان
ادم زاد په ځمکه يو بــــــل ســـــــره وژنـــــى پــه درياب کښې وبله غوښې خوري ماهيان
لکه غوښې چه ماهيان خوري په درياب کښې په هوا کښې همدغه کاندي مـــــــرغـــــان
خـــــزنــــــده و پـــــرنـــــده دي ددې د هـــــــــــر همه واړه يو تر بل مشت وګــــــــريـــــبـــــان
مرداري ددې دنيا خــــــوهـــــــمـــــــدغـــه ده ځکه بېرته ځنې ګرځي د رويـــــــشــــــــــان
مکاري د زمانې څه هومره نـــه ده
چه رحمـان يې چاته وکاندي بيان
د مغولي پادشاهانو ياد :
د رحمان بابا عصر په هند کښې د مغولى پادشاهانو د اميرا تورئ دوره وه _ په دغه وخت کښې د سلطنت په مقام دوى پخپلو هم سره ټکرې او تصادمونه کړي دي او په هند کښې يې خونريزي او بحرانونه پيدا کړي وو_ په عين حال کښې د پښتنو د ازادۍ نهضت او د مغلو سره د هغو مبارزه هم د رحمان بابا د عصر څخه د مخه شروع شوې ده او په دغه وخت په پښتنو کښې د مغولو په مقابل کښې يو عام نفرت موجودو _ مونږ ددغو واقعاتو انعکاس د رحمان بابا په اشعارو کښې وينو چه ده پخپل طرز ښکاره کړى دى د شاه عالم خونريزۍ او ددارا او و رنګ زيب مخالفت په تيره قصيده کښې څرګند شوى دى اوس به د رحمان بابا داسې نور اشعار مطالعه کړو :
د يو فقير په حيث د او رنګ زيب او شاهجهان اشرافيت د يو فقيرنداف نه ځاروي .
او رنګ زيب او شاهجهان غوندې اشراف
صدقه شه تر منــــــصــــــور غـــــوندې نداف
په دې بيت کښى د (( اشراف )) کلمه که په اصلي او واقعي مفهوم وي نو دى يې د (( نداف )) نه ځاروي او کيداى شي چه دا کلمه د طنز او تحقير دپاره هم .
وي که او رنګ د ډهلى په تخت نازيږي ده ته خپله خونه ډيلى ښکاري .
او رنگ زيب که د ډهلي په تخت نازيږي
خپله خونه هر ګداى لره ډيــــــــلـــــــــى دى
او کله چه د يو عاشق په څېر معشوق يې تر څنګ کښينى نو او رنګ د ځان غلام بولى :
چه تر څنګه مې دلبر په لاس کښې جام دى
نن او رنګ د زمانې زمـــــــــا غـــــــــــلام دى
خپلې معشوقې ته وايي چه که پلوله مخه ليرې کړې نو او رنګ به دې ملنګ شي :
ته پلوله مخه واخله زه ضامن يـــــم
که او رنګ د زمانې قلندر نه کړې
او رنګ زيب د تخت و تاج په بې ثباتئ تهديدوي :
او رنګ زيب چه ارايش د تخت وتاج کـــا
تخت و تاج به يې مرګى تاخت و تاراج کا
او يو ګد ادقناعت په برکت د او رنګ زيب په تخت کښينوي :
مـــوړ به نه شې ته په حرص بې قناعــــتــــه
اې پــــه تخت د او رنګ زيب ناسته ګدايه
ددارااو شاهجهان د نام او نښان دعوې ترديد وي :
که غلبيل کړم د تمامې دنيا خاوره بيا به نه مومم دارااو شاهجهــــان
بوى د نام و د نـښان يى پاته نه شــه چۀ دعوې يې کړه د نام و د نښـان
په دې باندې چه او رنگ زيب اول د فقر په لباس کښى ځان ښودلى او داقتدار په وخت يې تر هر چادمخه پخپلو وروڼو ظلم کړى دى او بيا يې په مکر او فرېب نور ملکونه : هند او کابل او پيښوريې نيولى ، رحمان بابا يو اوږد نظم لري :
او رنګ زيب هم يــــــو فـــــقــــيـــرو چه ټوپۍ يــــــــې وه پــــــــــه ســـــــــــر
و ټوپۍ وتــــــــه يــــــــــې شـــــــاکـــړه چه قادر شه پــــــــــــه افــــــــســـــــــــــر
خوى يې هومره فـــــــقــــــــيــــري وه چه څــــــــه نــــــــه وومــــــــيــــــســـــــــر
چه فلک يې يـــــــــاري وکـــــــــــــــړه نوريې ملک کــــــــــړ مــــــــســـــخـــر
ګوره څه چارې يــــــــــې وکـــــــــــړې پــــــــه عـــــــيــــــال د خــــــــپـــــل پدر
وار پــــــــه واريــــــــې تـــر تيغ تير کړ د خـــــــــورم تــــــــــــمـــــــام ټـــــــــــبــــر
يو ټبر د خـــــــــورم څــــــــــــــــــــــه وو ډېــــــر عــــــــالــــــــم يــــــې کـــــړ ډبـر
تمامي جهان يـــــــــې ونــــــغــــــــــړد چــــــــه يــــــې لاس شـــــــــو باندې بر
په فريب فريب يې خپل کــــــــــــــــــړ بيجا پــــــــــور او بــــــــهــــــــــــــان گر
بيجا پور او بهان ګـــــــــر څــــــــه وو لاچـــــــيـــــنـــــــجــــــــا و چـــــينـجاور
هم يې هند په ډکه واخـــــــــســــــــت هــــــــم کــــــــابــــــــل و پــــــيــــښــاور
بيا يى ذکر شو په زړه کــــــښــــــــې پادشاهي د هـــــــفــت کــــــــــشــــــور
له هر څه نه ورته هـــــــيــــــــڅ شــــــو هــــــــــم دارا هــــــــــم ســـــــکـــــنــــدر
خيال يې داو په خاطر کــــــــښــــــې چه به خپل کــــــــــړم بـــــــــحـــــر و بر
تر دې ځايه پورې يې داو رنګ زيب د ژوندانه کارونه بيان کړي دي او د هغه په حرص ، خو نرپزۍ او مکروفريب باندې لګيدلى دى اوس يې مرگ او نتايج ښيى :
بـــــــارې ورځ ورځـــنـى ولاړه وقــــــــت پرې راغى مازيګر
نه يې مراد د زړه حاصل شو نه يې يخ کړ خپل ټـــــــټــــــــر
همګي شو ځني پــــــاتــــــــــه که يې ملک و که لــــــښــکر
خالي لاس لـــــــه دنــيا ووت لکه عين د رويــــــــزګــــــــــــر
له دنيا يې هيڅ يو نـــــه وړه مګر شو يې يــــــــو څــــــــادر
خوار حيران په ځمکه پرېوت بې بالين وبې بــــــســـــــتـــــر
نه پوزى شــــــه ترې د لاندې نه ترې لاندې شـــــــــه ټــــــــغر
د بڼې په څير خــــــفـــيف شه چه ثقيل و لــــــکــــــه غـــــــــر
د سيلاب په مخ کښى ولاړ شه لکه خـــــــس وي يــــــــــــاوزر
حق يې پاته په گردن شــــــــه د ســـــــــپــــــــاهــي و د چاکــر
تر دې انتقاد وروسته رحمان بابا د يو مسلمان چه حيث د ( لاتذکر و اموتاکم الابالخير) سره سم ورته دعا کوي :
اوس يى زه په روح دعــــــــــا کړم که يې خداى کــــــــا بـــــــــهـره ور
حق تعالى که يې نـــــــصــــيب کا غه شيرين حــــــــــوض کــــــــوثــــر
د جنــــــت پــــــه خـــــوشبويۍ يې خــــــــداى دمــــــاغ کــــــــړه معطر
په درست هند باندې يې حــــق و هـــــــنــــد يـــــو شـــپه وه دى ونمر
ددې نــــــمــــــر پـــــــه روښـــــنايي تـــــــــمـــــام هــــــــنــــــد ومـــــــنــور
پــــــه رڼـــــــا يې خلکو زيست کړ نــــــــه څــــــه خــــــوف ونـــــــه خطر
وروسته بيا په راتلونکو حالاتو تبصره کوي او انديښنه ښيي :
خو چه مخ يې په غروب کــــــــــــړ نور پيدا شه شـــــــــور و شـــــــــــــر
چه په نوم د او رنــــــــگ زيــــب و وخوړ ګاو هـــــــــــغــــــــه دفــــــــتــر
اوس نوبت د شاه عـــــــالـــــم دى دور طــــــــــور شــــــــــــــه دګــــــــــــر
خداى زده څه بازي شي پـــــيښه عــــــاشــــــوراشــــــــي کـــــــه اخـتر
د قام په حال ژړل :
رحمان بابا د خپل صوفي توب سره هم د قام حال او ژوند ته متوجه شوى دى او د ژوندانه په ورځنـــيو
مشکلاتو يې ژړلي دي .
دده له يوه نظمه ښکاري چه دده قوم په داسې سيمه کښې اوسيده چه هلته د اوبو قلت و او د هقانا نواو زميند ارانوته يې ډېره خواري ور په غاړه وه او په ډېرو مشکلاتو اخته وو . ده دغه حال ترسيم کړى دى او د زړه له تاوه يې په وچه ميره کښې د او ښکو باران ور ولى دى :
هر چه کښت يې په باران او په سيلاب وي
د هـغو عمر بــــــــــه واړه پـــــــــه عـــذاب وى
هغه ملک چه پکښې سيند ورود بار نه وي د هقانان به يى همه خانه خــــــــــــــــــــــراب وي
واسمان ته به يې سترګې وي خــــــــتــــــلـــــي د باران له انتظاره به بې خـــــــــــــــــــــــواب وي
لکه څوک چه کړوي يې پــــــــه کړهۍ کښې د هغه ماهي په طور به کـــــــبـــــــــــــــــــــاب وي
لابه کله بارانونه پـــــــــرې نـــــــــــزول شـــــــــي چه نخــــــيـــــــــل وزراعت يې په سيــــراب وي
هميشه له خـــــــدايـه خواست د اوبو کاندي که يې چيرې خواست په عمر مستــــجاب وي
لکه تل چه يې په زوږد اوبــــــــــــــوغــــوږوي هومره غوږيې نه په چنګ نه پــــه ربـــــاب وي
که همه عمر باران وربـــــــــانـــــــــــدې ووري لاګر مي يې په صورت کښې د افــــتـــــاب وي
د ګرمۍ اود خشکۍ له د هـــــــــشـــــــــتـــــــه د افتاب په څير ګمان يې په ماهـــــتــــــــــاب وي
فرق د پاکو د ناپاکو اوبــــــــونــــــــه کــــــــړي که اوبه يې ګډې وډې په پـــــــيـــــشـــــــــــــاب وي
داو بوپه غلا چه ورشي انصاف نــــــــه کــــــــا که په لاس يې ورقونه د کــــــــــتــــــــــــــــــــــاب وي
داوبو ثواب يې نه کــــــــېــــــــږى لــــــــــه لاسـه که په گوټ او بو يې عين دحــــج ثــــــــــــواب وي
د باران اميد يې نه کېږي لــــــــه خـــــــــــدايه که يې شپه ورځ په سر باندې سحــــــــــــــاب وي
پليتي به يې له تنه څه رنګ د رومــــــــــــــــي چه او به پکښې نايا بې تر ګــــــــــــــــــــــــلاب وي
هيڅ يــې مه پوښته له غسله لــــــه اودســـــــه چه يو څاڅکى پرې ګوهر غوندې نـــايـــاب وي
پــــــــه ســــــــبـــــــــب د ډېـــــــــــــره ډېره تيممه هميشه يې سپيره ږيره په تـــــــــــــــــــــــــــراب وي
د للمي سړي په مخ کښې وي آب چيــــــــرې هغه خلک چه بې آب وي خــــود بــــــــــې آب وي
په ابئ کښې لاهم وي خونه ويـــــــــــــــرانـــــــه هغه کلى چه د بل کلي پايــــــــــــنــــــــــــــــــاب وي
سم حساب له عزيزانو کله مـــــــــــومــــــــــــي تل تر تله يې د بل لاندې حــــــــــســــــــــــــــاب وي
دلته ددغسې خلکو حالات د پښتنو د روحياتو له مخه څرګندوي .
نـــــــه طــــــاقت د بدويل لري نه صـــــــــــــــبـــــر لــــکــــــــه مـــــــــار پـــــــــــه ملاوهلى پيچ و تـــــــاب وي
نــــــه يـــــې مــرګ نه يې فتنه له لاســــــه کېږى لاس تړلى د خپل شــــــــــــرم پـــــــــه طـــــــــــنـــــــــاب وي
چه يې زيســــــــــــــت يايې روز گاز په تحـــمل شي هـــــــمـــــيــــــشـــــه يـــــــــې له بدۍ اجتنــــــاب وي (١ )
کـــــه يوه بده ويــــــــــــــنا يې د خــــــولې ووزي هغه دم يې په خپل ځـــــــان بـــــــانـــــدې عـــــــــــتــــــاب وي
هسې شان سړى تيـــــــــــــرى ورباندې وکـړي چه په عمر نه دســـــــــــــوال نه د ځـــــــــــــــواب وي ( ٢ )
هــــمــــســـايــه به يې چريــکارو پښتانه شــي او په اصل به موچــــــــــــــــي يا به قصـــــاب وي ( ٣ )
مــــــلايـــــــم و بــــــل اثــــــــــــر ورباندې نه کړم چــه په زړه کښې يې نه شـــــــرم نه حـــــجاب وي ( ٤ )
لکه د يووي د سړ يو په صـــــــــــــورت شـــــــي تــــه ګمان کړې چــــــــه ســــــــــــــړى دى دى دواب وي
په هيڅ رنګ له بده خويه نــــه جارووځـــــــــــي هـــــسې مست د جــــــــــــــــاهلۍ په شـــــــــــــــــراب وي
چه اشراف د هسې خر سو پــه لاس کــښيوزي تـــــرو خلاصى به يې له خــــــــــونــــــــه په کوم بــاب وي (٥ )
په پورتني بيت کښې د پښتنولۍ دا روحيه يې ښه څرګنده کړې ده چه پښتانه په خپل حق باندې هم ځان وژني او هم بل . ورپسې دغه مشکل ژوند چه د بې ابۍ سره ملګرى دى غندلى دى او د خپل قوم داارزويې څرګنده کړې ده چه له دغه له غمه ډک ژوند څخه مرګ ښه دى .
هسې رزق دې خداى هيچالره ورنه کـــــــا چه بۀ زرق د چا په هسې رنګ اسباب وي
تــــــر دا هـــــــــسې زميندار و هغه ښه دي چـــــه نــــــــو کـــرد يوه تور کافر کلاب وي
نو کري ديوه ســـــــپــــي ورلـــــــره ښـــــه ده هغه پرېږده چه لانوم يې د نــــــــــــــواب وي
د خشکۍ له غمه قوم د رحمان خوښ دى
که رفتن له جهانه پـــــــه شـــــــــتــــــــاب وى
نتيجه :
له دې څيړنې نه دا څرګندېږي چه شاعر په هر مذهب او مشرب په هر رنګ او لباس په هر حيث او مقام چه وي د خپل محيط اوولس له روحيې نه وتلى نه شي .
رحمان بابا سره د صوفي تو به د يو پښتون صوفي شاعر په حيث د خپل اولس او قوم له دردوغمه بې غمه او بى درده پاته شوى نه دى او په خپل سبک ، روش او آهنګ يى ددوى د عادي ژوند حالات څرگند کړي دي .
نوټ :
په دې مقاله کښى د رحمان بابا شعرونه دده له هغه ديوانه څخه اخيستل شوي دي چه په ١٣٢٨ هـ ش کښې په جيبي قطع د ښاغلي بېنوا په زيارد کابل په دولتي مطبعه کښې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى .
په ځينو برخو کښې هغه قلمي ديوان ته هم مراجعه شوې ده چه د حافظ وجيه الدين په قلم په ١٢١٠ هـ ق کښې ليکل شوى دى دا نسخه ښاغلي (( دردمند )) په هرات کښې لاس ته راوړې ده او د پښتو ټولنې کتابخانې ته يې سپارلې ده .
يادونې :
( ١) _ د حافظ وجيه الدين په قلم ليکل شوې نسخه کښى پورتنى بيت داسې ضبط دى :
چه يې زيست روز ګار په کاروي تحمل کا
هميشه يې له بدۍ اجـــــتـــــــــــــنــــــاب وي
( ٣ _ ٤ ) _ دغه بيتونه د حافظ وجيه الدين په قلمي نسخه کښې داسې راغلې دې :
يوه هغه تيرى ورباندې کــــــــــــــــاندي چه په عمرنه د سوال نه د ځــــواب وي
همسايه وي چرپکار و پښتانه شـــــــــي او په اصل به موچي يا به قـصاب وي
ملايم ويل اثر په هغو څـــــــــه کـــــــــــــا چه په زړه کښې يــــې نه شرم نه ججاب وي
په دغو عباراتو کښى د پښتولئ روحيه لاقوي ښکاري
( ٥ ) _د حافظ وجيه الدين په نسخه کښې دا بيت داسې راغلى دى .
چه اشراف د هسې حريصو په ميان کښيوزي _ ترو خلاصى به يې له خونه په کوم باب وي
( پاى )