د ملا اغاجان معتصم پیغام

سلطان احمدزی
 
د رباني د تلین په مناسبت د مولوی صاحب اغاجان معتصم پیغام موږ ته دا راښيي، چې موږ تر هر څه زیات خپل هېواد او خپل هیواد وال ته ډېره اړتیا لرو. له بده مرغه زموږ په سیاسي مشرانو کې دا ناوړه دود تر اوسه لا پاتې دی ، چې خپل اشتباهات تر هغو پورې نه منو، څو زموږ د ناسمو تګلارو د درد او رنځ څړیکه زموږ له هډ او پوسته ونه خیږي.
 تاسو فکر وکړﺉ کله چې ملا صاحب اغاجان د طالبانو د سیاسي شورا مشر وو ، د رباني پرضد به یې څومره دسیسې طرحه کړې وي، د هغه پر ضد به یې څومره په اخلاص رواني جنګ ته لمن وهلې وي؛ خو نن چې د ای ایس ای ګولۍ دده له سینې ووته؛ نو رباني ته د مغفرت دعا ګانې کوي او له خدایه ورته جنتونه غواړي. زه دده دا کار ستایم ؛ خو دا مو باید لا پخوا درک کړې وای، چې که موږ په افغانستان کې ژوند کول غواړو او ځانونه افغانان ګڼو؛ یو له بله مو نه رغیږي. نور طالب مشران باید دا درک کړي، چې مخکې لدې چې د ای ایس ای د ټوپک شپېلۍ ددوی په لور ور واوړي، باید له خپل افغان ورور سره د تفاهم لار غوره کړي، خیر دی که دوی ډېر قوي مسلمانان وي او هغوی یو څه ضعیفه ایمان لري؛ خو زه د دوی لپاره د پاکستان له سل فیصده مسلمان نه د خپل هېواد پنځوس فیصده مسلمان غوره ګڼم . ددولت او مخالف لوری تر څنګه چې کوم بهرني دوستان!؟ لکه پاکستان او غربیان ولاړ دي، د هغوی چټل پلانونه یو په بله پسې را څرګندیږي. هغوی افغانستان د افغانانو لپاره نه بلکه د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړنې لپاره غواړي او که حالات په همدې توګه دوام وکړي، ښايي موږ د افغانستان په نوم مستقل هیواد هم له لاسه ورکړو، چې بیا به مو نه دین ساتلی وي او وطن.