غـــــزل

په اننګو کې د جانانه چې سرخي ښکاريږي
واړه رخسار د غوړيـدلــی ګلابــي ښکـاريږي

درتــه بــه مـخ ته دودوم چــې له نظــره نــه شــې
غزل مې واړه ستادحســن سپيلني ښکاريږي

دا خلک نه ګوري چې پا س کړې په بالۍ اشارې
ليــونۍ تاتــه خــلــک وا ړه ليــوني ښــکــاريـــــږي

دسپينو واورو د پستــو پستـــو څاپــکو جـــوړه
شينکي خالونه د پــه زنــه کــې غمــي ښکـــاريږي

دزړه مرغــه د دوران لاره د خــلاصــون نه لـــــــري
دمحبت په دام کې نغښتی دی بندي ښکاريــږي


دوران تڼی  خوست
\"\"