ددنيا مينه مجازې ده که حقيقې؟

چې وړوکی وم پلار به مې راته ويل بچيه په زړه کې  د يوه خدای (ج) مينه پيدا کړه په خپل وخت مسجد ته ځه او لمونځ ادا کاوه دا داسې دنيا ده چه دې باندې  بايد اخرت ته څه کشت وکړې او بيا دې په هغه وخت کښې په کار راشي د دې دنيا په واسطه بايد ته هغه بله دنيا وګټي دهرچا سره نيکې اړيکې ټينګې کړه اوتل په خپله ژمنه وفا کوه اوتل به يې راته ويل بچيه د دې کلي ماشومانو ډير وران دي دوی سره ناسته پاسته مه کوه . ما به د پلار د ې خبرو ته غوږ کيښود مګر هغه دوستان مې چې په کوڅه کي به مي لوبي ورسره کولاي هغه د پريښودلو نه ؤ د پلار د خبرو منلو تر څنګ به مې د هغو سره هم دوستانه کاوله زمونږ په کلي کښې يو ښه مالداره سړي و خو ډير سپين ګيري وه کله کله به زه د هغه سره هم کيناستم او هغه ته به مې ويل باباجانه د خپل دوران قصې راته وکړه يو ورځ هغه بابا يو سوړ اسويلي د خولې څخه وباسه او بيا يې راته وويل بچيه د خپل ژوند د غم څخه يو ډک داستان مې اوس هم په زړګي کښې پروت دي او تر څو چه زه ژوندي يم همداسې به يم زه په تعجب کښې شوم چې ولې بابا څه داسې قصه ده چه تاته پرې درد محسوسيږي هغه ماته وويل بچيه دادنيا ډيره دغمونو ډکه ده ما وويل هغه څنګه ؟
 بابا ما ته خپله داستان داسې شروع کړ زما يو ښه دوست و او هغه ډير مالدار ؤ زه د هغه نوکر او د کور مزدور هم وم او په ما باندې به يې پام هم کولو خو په اخر کې مې د دنيا دحريص او هوس له امله مي په زړه کښې داسې راغلل چه رازه دغه خانصاحب مړکړه او ټول دولت يې وتښتوه تر څو د هغو خپل خبريږي ما به خپلې پيښې باسلي وي يو ورځ دغه خان زما خواته راغولو او راته يې وويل چه سيد ګله ! څنګه يې ؟ښه يې ؟ما ويل مهرباني صاحب ده راته ويل سيده زه د برکلي دملک رحمان کور کې ميلمه يم په کور فکر کاوه زه ډير ژر راځم خان صاحب موټر راوباسه او د برکلي په لور را روان شو زما په زړه کښې هماغه وخت د دنيا حريص او هوس بيا راتازه شو چه راځه د برکلي د خاني په پټو کښې ورته کينه او پدې سرسر باندې ووله زما مشر ځوی د برکلي د کليوالو ډراييور ؤ د شپې به ډير ناوخته راتلو زه د دنيا په حريص او هوس کښې ورډوب وم او کلاشنکوف هم راسره ؤ پدې انتظار وم چه کله د موټر دوه څراغونه راښکاره شي همغه و چې دموټر دوه څراغونه راښکاره شو او ځان مې چمتوکړ کله چه لږ رانږدې شو نو لټ مې وواهه چه ښه رانږدې شو په نيشه مې کوته راټينګه کړه او د ګولو باران مې پرې وکړ په ډيره بيړه  مې د خان دکور لاره خپله کړه کله چې د خان کور ته راوسيدم ګورم چې خان زما څخه وخته کور ته راغلي دي ماويل اې خدايه دا څنګه ما خوپه ګاډي د ګوليو باران وکړ او ګاډي هم په خپل ځای اودريدو نو داخان څنګه بيا راغلي دي ګاډي ته ګورم چه يوه ګولی هم پرې نه ده لګيدلې په دې وخت کښې زما ډير نږدې همکار خيبري ما ته اواز وکړ سيده ! څه په توره شپه د موټر ټايرونه شمارې راځه دلته ما ويل ښه درځم بيا د خان د کوټې تر څنګ را تاو شوم د شيشو د کڼکي څخه مې وروکتل چه ګورم خان اوده دي بيا خپل دوست خيبري ته راغلم ما ورته وويل خيبره خان څه وخت راغي خيبري ما ته اول اوخندل او بيا راته وويل خدای دې غرق کړه خان خو ستا خپل سړي د ي که ته کار ته راشې او که نه هغه تا سره خپل اخلاص کوي ما ويل نه داسې څه خبره نده زړه کې مې ويل چه خدايه کوم غريب راڅخه د مرګ په خوب ويده شو چه سهار شو دخان صاحب کورته ټيليفون راغی ورته يې وويل چه سيد ګل ته ټيليفون ورکړه ما ته خيبري اواز اوکړ سيدګله !واه سيدګله ! راشه چې ټيليفون دې دی .
ما ويل خدايه دا به څوک وي چي سهار وختي يي ټيليفون کړی کله چې مې واخستو زما يو خواږه لور په ژړغوني اواز وايي بابا جانه بابا جانه ما ويل ولې څه د ي بچيه څه خبره ده ولې  ! خواږې لور مې راته وويل بابا لالا مې مړشوی دی د دې خبرې په اوريدو سره بې هوش شم.زما همکار يو بل دوست ته چيغې کړې چه په سيدګل باندې څه وشوهله اوچت کړه چې ډاکټر ته بوځو په دې کښې خان هم د خپلې خونې څخه راووت په بيړه وايي خيبريه ! څه خبره ده چې شور دې جوړ کړی دی خيبر ورته وويل چې خان سيدګل په ټليفون کښې خبرې کولې يو دوم راپريوت خان چې دا واوريدل هغه هم ورخطا شو او خيبرته يې وويل خيبره زما د خونې د يخچال څخه يخي اوبه راوړه هغه هم د اوبو يو جک په مڼده راوړ خان زما په سر او پښو باندې لږ لږ راواچولې او بيا يې خبير ته وويل لاړ شه په منډه د نورالله اکا زوی ډاکتر اسحق  راوله همغه ؤ خیبر ډاکتر راوست او یو ساعت بعد زه بیدار شوم د رابيدارکيدو سره چي ما شاوخوا وکتل خان ،خيبر او حضرت ولاړ ؤ ما په تيزه تيزه چيغې کړي زويه !زويه ! دنورګل نوم مې به خوله اخستلو خان لږ شيبه وروسته ما ته وايي سيدګل خير خودي ؟
ماويل خان ما کور ته ورساوه حالات مي صحيح ندي کله چي کور ته راورسيدو خپل زوي مي په کټ کښې پروت مړ وليد ما چيغي کړي چي د دي قاتل زه پخپله يم مګر خلکو زه په غيږ کښې کلک نيولي وم خلکو ويل چي په ځان نه پوهيږي څوورځي پس مي هغه خپل دوست خان ته هم قصه وکړه ډير زيات خفه شوما ته وويل ظلمه تانه خو ما هيڅ هم نه و منعه کړي تا به ماته په ښکاره ويلي ؤستره  سهوه دي کړيده څو ورځي د هغه خان سره هم وم د خان هم راباندې اعتبار ختم شو خو زه پوه شوم چي دي ځواب درکوي د دي څخه مخکي ځان وباسه د خان څخه مي رخصت واخست او د يو بل دوست نصير سره مي سوداګري شروع کړه په هغه سوداګري کښې خداي ما ته ډير مال دولت راکړ چي تراوسه پوري ښه په ارامه باندي ژوند تيرومه خو هغه زخم چي درته مي ويل هغه داو چي تر اوسه پورې يي زماپه زړه زخم پاتي دي.هو رښتيا هم دي دنیا ډير داسي کسان غولاولي دي دا دنیا ډيره مکرجنه ده د دی دنیا په لالچ باندې پلار خپل زوي ،زوي خپل پلار ،ورور خپل ورور وژلي دي دنیا کښې بايد مونږ د اخرت غم وخورو اود دي دنیا په واسطه باندي بايد مونږ اخرت وګټو نه دا چي مرګونه وکړو او ځانونه د دنیا محبان جوړ کړو او په بدبختي باندي اخته شو د الله جل جلاله د رضا اسباب ولټو چي د دنیا او اخرت د کاميابي سبب مو شي.لکه چي يو شاعر وايي (
په دينا کښې رنګارنګ ظلمونه وشو، ناجايزاو ناروا کارونه وشو،
د لالچ او د پيسو په بدله کښې ، په يو کور کښې د داخله مرګونه وشو ، ورو ر د ورور سره جګړۍ ته ځان تيار کړي ، يو پربل باندې د سا ډزونه وشو، نه ګناه او نه کوم جرم يي ثابت شو ، بي له څه اوبي ګناه قتلونه وشو ، نه عتبار چاته شوپاتي نه عزت ، ډير بي خونده بي مزي کارونه وشو ، انسانيت او اسلاميت تري لاس په سر شو ، لور په لور او کور په کور غمونه وشو)