قــــــــاضــــــي عـــــطــــاء الله خـــــــــان ( تاريخ جوړوونکى _ تاريخ ليکونکى )

(( د افغانستان د کولتوري ودې ټــــولـــــــنه _ جرمنى ))
له  خوا ، د جرمــني د کولن په ښـــــــــــــار ، د ٢٠٠٧ م
د اکتوبر په ١٩ مه ، دنوي افغانستان د تاسيـــــــــــــس
د ٢٦٠ مې کاليزې په ياد غونډه کښې اورول شوې مقاله :

          د بشري تاريخ د پېريو په پوړيو کښې ، ځينې کسان داسې تېر شوي او اوس لا هم شته چه هغوى تاريخ جوړوي . د نړئ د يو هېواد يا يوې سيمې د ټولنې د تاريخ په اوښتونونو ، بدلونونو او                پر مختگونو کښې  د هغو فکر ، وينا او عمل مثبت رول لري . دا تاريخ جوړونکي شخصيتونه دي . ځينې کسان بيا د نړئ ، يو هېواد يا يوې سيمې د ټولنې بدلون او پرمختيا ، د هغې د تاريخ جوړوونکو هلې ځلې او د عادي خلکو حالات ليکي او خپلو پردو ، اوسنو او را تلونکو نسلو نو ته يې سپاري . داتاريخ ليکونکي پوهان يا مور خان دي . ځينې ښاغلي بيا د ټولنې د شرايطو په بدلون او ترقئ کښې هم فعاله څرگنده اغېزناکه برخه اخلي او هم يې تاريخ ليکي . دا نادر کسان تاريخ جوړونکي تاريخ ليکونکى دي .
          جناب قاضي عطا ء الله خان په لر او بر افغان کښې ، يو دغسې دانشمند سياست کار ، ټولنيز او ملي څېړندوى مورخ و چه هم تاريخ جوړوونکى واو هم تاريخ ليکونکى . دغه حقوق پوه دانشور ، دسياسي او ټولنيزو هلو ځلو په ډگر کښې خدايي خدمتگار او د قلمي خدماتو په نړئ کښې تکړه مورخ و .
          هغه د قاضي نصر الله خان دوهم زوى و . د پېښور په تاکال کښې اوسېده . (( قاضي )) يې کورنى لقب و . ديني مروج علوم يې له خپل پلاره لوستي وو . په ښوونځيو کښې يې هم زده کړه کړې وه . او غالباً په ١٩١٨ م کال کښې يې د عليگړهـ له پوهنتون څخه دوکالت ( حقوقو ) برى ليک واخيست .
          بيا د مردان په سيمه کښې يې د وکالت کار کاوه . د سيمې او نړئ د سياست بهيرته هم متوجه و.
          په ١٩١٩ م کال ، قاضي صاحب ، په هغه لويه جلسه کښې برخه واخيستله چه د اشنغر اتمانزو کښې ، د فخر افغان  خان عبدالغفار خان په بلنه د برتانوي هند د استعماري حکومت د ( رولټ بل ) په خلاف جوړه شوې وه . او هماغې ورځې او هماغې جلسې څخه ، د قاضي صاحب په ذهن کښې ملي سياسي فکر په خوزېد وشو . ( ١ )
          د ذکر شوي جلسې په باره کښې فخر افغان خان عبدالغفار خان ليکلي دي :
          (( د اتمانزو دې جلسې په پښتنو اور ولگولو او ښه جوش و خروش يې پيدا کړو . بله جلسه په تاکال کښې ، د ارباب رضا خان له طرفه مقرره شوه . ټوله علاقه يې خبر کړې وه . مونږ ته يې هم بلنه  را کړې وه . د جلسې په ورځ سهار وختي مونږ ور روان شوو . د سر درياب د پله نه پورې وتلو . (( عاشق )) د پيښور د ښار مېوه فروش په ټانگه کښې سور مخې له راغى  اشاره يې وکړه . ټانگې مو و درولـــــــې .
را کوز شوو . زه ، عباس خان ، با يي جان او احمد استاذ يې بېل کړو او راته يې ووې چه د افغانستــان
او پېرنگيانو جنگ شروع شو . بېگا په ټول ملک کښې د مارشل لا اعلان شوى دى . د تاکال جلسه بنده شوه او د افغانستان له طرفه څخه کاغذونه ماراوړي دي ، دا واخلئ او په ملک کښې يې ووېشئ  . .  . )) ( ٢ ) .
          د پېرنگيانو د (( رولټ بل )) په مقابل کښې خلک پارېدلي وو . حکومت د مارشل لا اعلان کړى و . د افغانستان او پېر نگيانو تر منځ د جگړې د پيلييدو په درشل کښې ، د لرې برې پښتو نخوا             دروښانفکرانو ، وطنپالو او پر عدالت او آزادئ مينو خلکو تر منځ عملاً روابط موجود وو . د پېښور        د (( عاشق )) مېوه پلورونکي په شان د تاريخي هېواد عاشقانو به د کابل پيغامونه او کاغذونه             د پېښور مخکښو عناصرو ته رسول . . .
          ددغسې تاوجنې تودې هوا د رڼا او تودوخي په برکت د ځوان تعليميافته حقوق پوه قاضي د زړه او ذهن په کرونده کښې د ملي آزادئ دسياست زړى زر غونېده او سر يې او چتاوه .
          په همدې کال د افغانستان د خپلواکئ اعلان وشو . په بل کال ( ١٩٢٠ م ) کښې د هندوستان         د خلافت کميټې له خوا ، د هجرت اعلان وشو . له بر تانوي هند څخه ډېر ځوانان ، افغانستان ته په هجرت راغلل . د خان عبدالغفار خان خوښه نه وه چه دى دې هم راشي . مگر د نورو ملگرو له خوا مجبور شو . د شوقدر او آزادو قبايلو په لار جلال آباد او بيا کابل ته راغى . د څه مودې او سېد و ،            د اعليحضرت امان الله غازي ، محمود طرزي  ، سردار محمد نادر خان ، سردار محمد هاشم خان ، عبدالهادي داوي او ځينو نورو مشرانو سره د ملاقاتونو نه وروسته ، دجلال آباد او بيا د آزادو قبايلو په لار بېرته پېښور ته ولاړ او په نوي طرز ديوې ټولنيزې اصلاحي انقلابي ډلې د جوړولو تکل يې          وکړ .  ( ٣ ) لکه چه پخپله په دې باره کښې ليکي :
         د افغانستان او آزادو قبايلو حالت چه مې وليدو او پنځلس کاله مې په هندوستان ، قبايلو او افغانستان کښې غرزې پرزې وکړې ، نو په دې نتيجه ورسېدم چه انقلاب د منډې کار او دومره آسان څيز نه دى . انقلاب د سړې سينې کار دى . انقلاب علم او پوهه غواړي . انقلاب عالمان او پوهان غواړي چه د پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته يې آماده کړي . ته گوره چه زمونږ جذباتي ملگري په څومره جوش را وتلي وو . ټول لاړل. خواره شول . نو کښېناستم . د ځان سره مې ښه فکر وکړ . زه په دې نتيجه ورسېدم ، چه زمونږ د قام نه تجارت خواته توجه شته ، نه د صنعت خواته ، نه د زراعت خواته او نه د تعليم خواته . د بلې خوا نه په رسمونو رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي . په خانه جنگيو اخته دي . داسې قام انقلاب نه شي کولى . او د اقام ددې بلاگانو نه خلاصول په کار دي . چه سياسي شعور پکښې پيدا شي او دا کار پرامنه فضا غواړي .
          تر دغه وخته پورې زه په دې عقيده وم چه د اټول کارونه انقلاب غواړي .  تشدد راته د انقلاب نژدې او د کاميابئ  لار ښکارېده خو د تجربې نه وروسته راته معلومه شوه چه د جنگ په وخت کښې آسونه نه تياريږي . نو ځکه مې اراده وکړه چه خپل کلي ته واپس کيږم او دعدم تشدد د اصولو په بنا به کار کوم . اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت دپاره قومي مدرسې جوړوم . نو ځکه اتمانزو ته راغلم . زه چه له هجرته بېرته راغلم د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوښښ مې کولو چه پېرنگيانو       د جنگ  په زمانه کښې بندې کړې وې . ( ٤ ) .
          ښايي چه خان عبدالغفار خان ددې کال ( ١٩٢٠ م ) په ترڅ کښې ددې لوى بنيادي کار د عملي کولو په بندوبست او د لومړينو ملگرو د پيدا کولو په هڅه کښې و . اوښايي چه په دې لړ کښې قاضـــي
صاحب يې هم تر نظر لاندې و اوله ښه مرغه داسې کيسه پيښه شوه چه بابا وايي :
          ((د١٩٢٠م  م آخونئ مياشتې وې چه په عليگرهـ کښې ، په مسلم يو نيورستئ کښې څه تقريب و . زه او زما دوست قاضي عطاء الله خان يې هم بللي وو . مونږ دواړه عليگړهـ ته ولاړ و . . . )) ( ٥ ) .
          ددې سفر په فارغو وختونو کښې د سياسي ، ملي او ټولنيزو خبرو اترو څومره ډېره ښه طلايى موقع ؟
          ډېر زر خان عبدالغفار خان او ملگري يې د آزادو مدرسو او يو اصلاحي ټولنيز انجمن د جوړولو کار پيلوي . پخپله ليکي :
          (( مونږ په ١٩٢١ م کال کښې ، د دوستانو په امداد ، په اتمانزو کښې د آزاد سکول بنياد کښېښوده . چه په دې سکول کښې قاضى عطا ء الله ، ميا احمد شاه ، حاجي عبدالغفار خان ، محمد عباس خان ، عبدالاکبر اکبر ، تاج محمد خان ، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملگري وو . ( ٦ )
          تاسې لطفاً توجه وکړئ چه د خان عبدالغفار خان د سياسي کار د دې فرهنگي بنياد د جوړولو         د ملگرو په فهرست کښې ، قاضى لومړنى شخص دى  دې سره سم بابا ليکي :
          (( د مدرسې تر څنگه مونږ د پښتنو د غلطور سمونو رواجونو د اصلاح کولو ، د تشدد نه د منع کولو او پکښې د قامولئ دمينې او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاح الافاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړو )) ( ٧ ) ددې انجمن د موسسانو په فهرست کښې هم د ( قاضي عطا ء الله خان د مردان ) نوم ثبت دى . ( ٨ )
          د اولسې مدرسې او د انجمن اصلاح افاغنه د جوړولو له لومړيو نېټو بيا د قاضي تر وفاته پورې هغه ددې ملي تحريک يو تکړه او فعال غړى پاته شوى دى .
          په پيښور کښې د خلافت د تحريک د پښتو نخوا د څانگې د کميټې د مشر توب په سر ددوو گرو پونوتر منځ اختلاف و . آخر جوړه په دې راغله چه خان عبدالغفار خان دې ددې کميټې مشروي . ددې تحريک د فعاليتونو په سر خان عبدالفغار خان د ١٩٢١ م کال د دسمبر په ١٧ مه د پيرنگي حکومت له خوا ونيول شو او درې کاله يې په مختلفو زندانونو کښې شپې سبا کولې ( ٩ ) او قاضي صاحب په دې موقع کښې د برتانوي حکومت رسمي ملازمت پرېښود ( ١٠ )
          د بابا د ازادئ نه څه موده وروسته په ١٩٢٨ م کال د هغوى له خوا (( پښتون )) مجله تاسيس شوه . په دې مجله کښې به د پښتنو د تاريخ په باره کښې د قاضي صاحب مقالې خپرېدلې .
          په ١٩٢٩ م کال ، د انجمن اصلاح افاغنه ځنې د (( خدايي خدمتگار )) سياسي حزب جوړ شو . په دغه مهال قاضي صاحب د خدايي خدمتگار و يو مشر ، حامي او د خان عبدالغفار خان ښى لاس و . او حزب سره يې ډېرې مادي او معنوي مرستې کولې .
          د خدايي خدمتگارو حزب د هندد نيمې و چې د فعال او قوي حزب، د هند ملي کانگرس سره په اتحاد کښې د هند د آزادئ لپاره په ډېره سنجيدگئ پر له پسې مبارزه کوله . آخر پېرنگى مجبور شو چه د خلکو او احزابو د قناعت لپاره يو څه (( اصلاحات )) ومني . خان عبدالغفار خان په دې ارتباط ليکلي دي :
          (( په دوه ويشتم د سمبر په پېښور کښې يو لوى دربارو چه هغه کښې هم د ريفارم د خبر و تجويزو .  ډاکټر خانصاحب له او ماله لاټ صاحب د عوتنامې راليږلې وې . ما او قاضى عطاء الله او ډاکټر په دې خبرې وکړې چه تلل په کار دي که نه ؟ زه خو ناجوړه وم . ليکن په دې فيصله وشوه چه په داســـــــــــې
حالت کښې چه حکومت لگيادى ، په خدايي خدمتگارو ظلمونه کوي ، نو تلل په کار نه دي او مونږ هغې له لاړ نه شوو . ( ١١ )
          د ١٩٣١ م د  دسمبر په ٢٤ مه ، د پېښور د (( لوى دربار )) نه دوه ورځې وروسته ، د شپې له خوا خان عبدالغفار خان ، د هغه ورور ډاکټر خانصاحب ، قاضي عطاء الله خان او سعد الله خان د ډاکټر خانصاحب زوى د پيرنگي د حکومت له خوا ونيول شول . د برتانوي هند ځانله ځانله زندانونو ته واستول شوو او هلته  په ځانله ځانله  کوټو کښې بنديان کړى شول . د ستونزو او کړاوونو نه ډک ژوند و . خان عبدالغفار خان وايي چه ماته به دهرې مياشتې په سر کښې ډپټي کمشنرراغى اوزه به يې وليدم . زما دا تنهايي به يې محسوسوله . او زما نه به يې تپوس کولو چه تاته څه تکليف خونشته ؟ ما به ورته ويل چه جيلخانه خو دتکليفونو ځاى دى . زما دا عادت دى چه په جيلخانه کښې نه څه غواړم او نه شکايت کوم او ټول تکليف په ځان تېروم . شپږ مياشتې تيرې شوې او ده خپله وليدل چه صحت مې خراب شو او نور هم خوابيږي . نو بغير زما دوينانه يې د صوبۀ سر حد حکومت ته وليکل چه ده له يو ملگرى په کار دى اوپه (( گيا جېل )) کښې دده ملگرى دى . هغه دې دې جېلخانې ته را بدل شي . هغه قاضى عطاء الله خان و . هغه غريب هلته ، يوازې و . او زمانه هم زيات په تکليف کښې و . زه به څه نا څه اوده کېدم او خوب به راغى او هغه غريب ته خوب نه ورته او نه او ده کېدى شو . ځکه چه د تنهايئ په وجه يې يو کال هډو خوب نه وکړى . د گياجېلخانه د هندوستان په ټولو جېلونو کښې گرمه ده . بله دا چه زه او قاضي صاحب په يوه صوبه ، بهار کښې وو او ډاکتر صاحب او سعد الله خان په بله صوبه يعنې يو پي کښې وو . ولې سر ريلف گريفتهـ زما او د قاضي صاحب  ډېر مخالف و . نو مونږ دواړه يې نه يو ځاى کولو . د هغه په ځاى يې ماله ډاکټر صاحب راوليږلو .
          چه ډاکټر صاحب راغى مونږ يو بل  ته ور تر غاړه وتو . او کال پس يې قاضي صاحب سعد الله له ولېږه ( ١٢ ) تر دريو کالو وروسته په ١٩٣٤ م کښې پرته له خان عبدالغفار خان بابا څخه ، نور درې واړه مشران آزاد شول .
          خان عبدالغفار خان خو له زندان څخه ايستل شوى و ، مگرد پنجاب او پښتو نخوا صوبو ته له ور تگ نه منع شوى و ، نو د هند دور ه يې شروع کړه . او بيا بيا د سياسي فعاليتونو په سر نيول کيده او بندى کېده . وار په وار او وخت په وخت ، دوار دا ، کلکتې، بمبئي ، سابرمتي ، بريلي او الموړه په زندانونو کښې يې د بند شپې ورځې تېر ولې په همدغو وختونو کښې يې هم د پښتو نخوا ، خدايي خدمتگار او په دوى کښې ، د قاضي صاحب سره يې روابط موجود وو . دغه حالات ، د بابا د ژوند کتاب ( زما ژوند او جدو جهد ) کښې مفصل راغلي دي ، او يو څه لمحې يې د هغه په ليکونو کښې څرگندې شوي دي . د بابا د ليکونو په چاپي مجموعه کښې ، څلور ليکونه د قاضي صاحپ په نامه دي ، ددغو ليکونو ځينې ټکي :
          (( . . . په اصل کښې دا خط خو ما د يو خاص کار دپاره (( ولي )) ته ليکو ، ليکن نن دليکلو په وخت کښې زما اراده بدله شوه او زړه په دې مجبوره کړم چه د هغه په ځاى تاته وليکم . ماته ستابچي ډېر ياديږي ، او د مشرې جينئ به دې څه ذکر کوم هغه خو زما زړه ته ډېره نژدې ده . زما د طرف نه هغوى ته مينه محبت او د کور خلکو ته سلام وايه . . . )) ( ١٣ )
          (( غني او ولي خوشې کوه مه، کله ناکله ورسره ووينه . . . )) ( ١٤ )
          (( خوږه قاضي عطا ء الله جانه ! خوشحاله اوسې . د سعد الله جان نه د ملاقات په وخت راتـــــــــــــــه
معلومه شوه چه تاته د خط نه ليکلو زمانه شکايت دى . شايد چه ستا دا خيال وي چه گنې زمانه به تــه
هير شوى يې .
          خوږه وروره ! زه تا هېرولى نه شم ، ستا کوم محبت ، قدر او عزت چه زما په زړه کښې دى هغه خداى ته معلوم دى . ليکن زه خو يو قيدي يم ، زما دا اختيار خو نشته ، چه څه وخت غواړم ياچاته غواړم خط وليکم . زه د جېلخانې خپل خطونه همېشه ليکم . . . )) ( ١٥ )
          (( خوږه قاضي جانه ! خوشحاله اوسې . السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . ستا خط د پارسل سره رارسيدلى و . ليکن هغه وخت ماله ځکه رانه کړى شو چه زما په حق کښې لا څه ورځې پاته وې . پرون ما ښام يې ستا خط ماله را کړو په دې وجه  په اول خط کښې ما ستا د خط جواب درنه کړى شو...))(١٦)
          خان عبدالغفار خان بابا ، د قيدونو او نظربنديو د تېرولو او يو ډول جلا وطنى ء نه وروسته خپل کور وکلي ته راستون شو . په دې موده کښې ، خدايي خدمتگارو ، د عدم تشدد په اساس پردي حکومت سره پوره مقابله کړې وه او د سر ومال زيانونه او زندانونه يې  گاللي وو . بابا ليکي :
          (( . . . زه اوه کاله پس خپلې صوبي ته راغلم . زه په ١٩٣١ م کال کښې گرفتار شوى وم او په ١٩٣٧ م کښې راغلم . زمونږ پر خلکو ډېر زور زياتى او ظلم شوى و ، ليکن د هغوى جذبه مړه شوې نه وه . . . ))
          (( . . . زما په غير حاضرئ کښې حکومت چه څومره ظلمونه کولى شول هغه يې د صوبې په خلکو او په تېره بيا په خدايي خدمتگارو کړي وو . د خدايي خدمتگارئ د بربادئ دپاره يې ټولې طريقې استعمال کړې وې خو کامياب شوى نه و ، بلکه خدايي خدمتگاري زياته ترقي کړې وه او خلکو کښې پوهه او سياسي شعور پيدا شوى و . . . ))
          په دغسې سياسي فضا کښې ، د صوبۀ سر حد ( پښتو نخوا ) په اسمبلى ، کښې ، د صوبې  پر صدراعظم ، صاحبزاده عبدالقيوم باندې د نه باور رايه ورکړى شوه او دې سره د صوبې گورنر             سر جارج کننگم د خدايي خدمتگار وليډر ډاکټر خانصاحب ته دوزارت د جوړولو بلنه ورکړه بابا ليکي :
          (( دوزارت جوړېدلو سلا مشورې لپاره مولانا ابوالکلام آزاد او بابو راجند را پرشاد ايبټ آباد ته راغلل . د خدايي خدمتگارو د پارټئ اسمبلئ په ممبرانو کښې چه څوک دوزارت خواهشمندو ، هغوى د خدايي خدمتگارانو په ذريعه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو دپاره کار شروع کړو . ددې ټولو سر غنه ٍثمين جان وکيل و . دده ډېر شوق و چه وزير شي . د قاضي عطا ء الله په مقابله کښې ډېر خلک دده په طرف وو . او ددې همدغه وجه وه چه قاضي صاحب د خپل وزارت دپاره کوشش نه کولو اوهېچاته يې ويلي نه وو . تر دې پورې چه ماته يې هم  ددې خبرې کنايتاً هم ذکر نه وکړى . . . )) ( ١٧)
          د خدايي خدمتگارو د مشورو نه وروسته ، يوه څلور کسيزه کابينه جوړه شوه . په هغې کښې ، ډاکټر خانصاحب صدراعظم او محمد عباس خان ، بنجورام او قاضي عطاء الله خان وزيران شوو . قاضي صاحب پکښې د پوهنې وزيرو .
          ديادونې او ستاينې وړ يو خدمت چه په دې موده کښې د معارف په برخه کښې وشوه دادى چه       دصوبې په سر کاري ښوونځيو کښې ابتدايي زده کړه ، د صوبې د ماشومانو په مورنئ ژبه ( پښتو ) باندې واووښتله .
          وروسته بيا په اليکشن ( عمومي انتخابانو ) کښې قاضى صاحب دمردان له سيمې څخه انــــــتــخاب شو . د انتخابانو په نتيجه کښې د صوبې وزارت د خدايي خدمتگارو له خوا جوړ شو . بيا
ډاکتر خانصاحب صدراعظم او قاضي صاحب د ماليي وزير شو .
          يو کال وروسته د هندنيمه و چه په دوو هيوادونو ، هندوستان او پاکستان وويشل شوه .                       د پاکستان د حکومت له خوا انتخابي اسمبلې او کابينې ړنگې شوې . په ويش کښې د پښتو نخوا          د صوبې د خلکو د سر نو شت د ټاکلو حق ته نه ووکتل شوي . يو مصنوعي ريفرندم وشو . خدايي خدمتگارو پکښې برخه وانه خيستله . فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا او په زرگونو خدايي خدمتگاران زندانونو ته واستول شوو . د قاضي صاحب هم دغه سر نوشت و .
          ددغو زندانو يوه خاطره :
          کله چه خان عبدالغفار خان بابا په حيدر آباد کښې زنداني و ، نو دخپلوليکونو په لړئ کښې يې خپل مشر زوئ خان عبدالغني خان ته په يو ليک کښې ليکلي دي :
          (( خوږه غنى جانه !
          عمر دې ډېر پام دې په ښه شه .
          پس د ډېرې ډېرې مينې او محبت نه .
          تاسوته به معلومه وي چه زه د حيدر آباد په جيلخانه کښې يم او په هغه وارډ کښې يم چه ته او قاضى صاحب پکښې وئ . خو تاسې دوه وئ او زه يوازې يم . او بياچه ته لاړې نو د قاضي صاحب  د ملگرتيا دپاره ماسټر صاحب راغى . څه وخت چه زه دلته راغلم او ماته معلومه شوه چه دا هغه ځاى دى چه تاسو درې واړه پکښې قيدوئ نو عجيبه اثر را باندې وشو او هر وخت به تاسې درې واړه راته مخکښې مخکښې  کيدئ او بيا په تېره تېره قاضي صاحب او ماسټر صاحب خو هيڅ وخت زما د زړه نه نه ووځي . . . )) ( ١٨ )
          پر فخر افغان باندې دغه گران ملگرى ، د ملت خوا خوږى ، قــــــــاضـــــــــى عـــــــطــــــا ء الله خــان . تر څلور کاله بند وروسته ، د پاکستان حکومت په داسې وخت کښې له زندانه را وايست چه دده له ژونده څه پاته نه و او دوه درې ورځې وروسته ، د ١٩٥٢ م کال د فرورئ په ١٩ مه د ١٣٣٠ هـ ش          د سلواغې په ٢٩ مه ، د لاهور په يوه روغتون کښې ، حق ته ورسېد . انالله وانااليه راجعون . ( ١٩ )
          قاضي صاحب يو تاريخ جوړوونکى شخصيت و . ځکه چه د انجمن اصلاح افاغنه او بيا                   د خدايي خدمتگارو د حزب ، د عدم تشدد پراصولو  د هند د نورو ازادى غوښتونکو تر څنگ               د پر له پسې مبارزو په نتيجه کښې د هند دنيمې و چې خاوره آزاده شوه . اوس په دې خاوره د دريو هيوادو نو : هند ، پاکستان او بنگله ديش بير غونه رپيږي .
    _ دې حزب او خلکو د افغانستان د استقلال سره ه هم مرسته کړې ده.
    _ د پښتو نخوا د خاورې د سياسي خپلواکئ د غوښتنې په سر دوى د پاکستان د حکومت په مقابل کښې دريدلي او قربانئ يې ورکړي دي .
    _ په پښتو نخوا کښې د پښتنو د ملي هويت تثبيت او معرفى ددې حزب د فعاليتونو په نتيجه کښې شوې ده او د هغه ځاى د خلکو دملي شعور په روزنه کښې دې خزب مثبت رول لوبولى دى .                                  قاضي صاحب تر فخر افغان بابا وروسته ددې حزب د لومړي صف د مخکښانو په لړ کښې يو ممتاز ،   فعال دانشمند شخصيت و چه د حزب د فعاليتونو د پر مخ تگ او انکشاف لپاره يې بې ساري مادي او معنوي مرستې کړي ، قرباني يې ورکړي . او د ژوند تر پايه يې زندانونه گاللي دي .
          دې سره دا تاريخ جوړوونکى شخصيت د يو دانشور ليکوال په څېره کښې ، تاريخ ليکونکى څېړندوى هم و  چه د افغاني تاريخ په برخه کښې يې هم په (( پښتون )) مجله کښې مقالې خپرې کــــــړي
دي او هم يې په څلورو ټو کونو کښې (( د پښتنو تاريخ )) په نامه کتاب تاليف کړى دى .
          ددې کتاب د ليکلو او چاپولو د بهير د ستونزو په برخه کښې به پخپله دهمده نه واورو!                    (( هسې خو  د ډېرې زمانې نه زما دا شوق و چه زه د خپل پښتون قام تاريخي حالات را جمع کړم او د يو کتاب په شکل کښې يې قام ته پېش کړم . خو په صوبۀ سرحد کښې د قومي تحريک جارى کېدو او په دې تحريک کښې زما شرکت زما دا شوق نور هم تېز کړو . ځکه چه د يو قوم د ذلت او د تباهئ نه د بچ کولو دپاره د هغه قام تاريخ يو زبر دست سامان دى . . . ))
          (( . . . زه د نا اوز گارتيا په وجه تر ډېرې مودې په دې مقصد کامياب نه شوم تر دې چه د کال ١٩٣١ م په دسمبر    مياشت کښې . انگريزي حکومت زمونږ سياسي جدو جهد برداشت نه کړى شو ، نو عام خدايي خدمتگار خو يې د سرحد په مختلفو جېلونوور ننه ايستل او مونږ څلور کسان ، يعنى فخر افغان خان عبدالغفار خان ، ډاکټر خانصاحب ، سعد الله خان ( د ډاکتر صاحب مشر زوى ) اوزه يې ، د خپلې صوبې نه ډېرلېرې ، د هندوستان په جدا جدا جېلونو کښې بنديوان کړو . څو مياشتى خو مونږ بالکل ځان ځان له اوسېدو خو بيازه او سعد الله خان د بنارس په سنټر جېل کښې يو ځاى شوو . دغه وخت ماته يواوږد فرصت حاصل شو او ما د خپلې زړې ارزو د تکميل دپاره بسم الله ووې . دا کتاب ليکل مې شروع کړل ، خو دا معلومه خبره ده چه د يو تاريخي کتاب ليکلو دپاره د تاريخي کتابونو مطالعه ډېره ضروري وي . او د يو قيدي په حيثيت د کتابونو دپاره زه د جيل د افسرانو           د مدد محتاج وم . . . ))
          (( . . . کوم کتابونه چه هغوى مهيا کولى شوو ، هغوى ماته را ورسول او ماخپل کار شروع کړو . په دې موقع زه د خپل عزيز رفيق سعد الله ډېر زيات ممنون يم چه زما يې ډېر زيات مدد کړى دى  بلکه اکثر مضامين به ماوې او هغه به ليکل . يوازې ليکل نه ، بلکه د کتابونو په مطالعه کښې يې هم ما سره ډېر لاس کړى دى .
          څه وخت چه مونږ د جېل نه راغلو ، نو زه بيا ډېرسخت نا اوزگاره شوم او د کتاب مسوده هم دغسې پرته وه . آخر ما فيصله وکړه چه ځان له کتاب چاپ کېدل خو ډېر وخت غواړي ، نو ښه به دا وي چه دا کتاب زمونږ په قومي اخبار (پښتون ) کښې په قسطونو سره چاپ شي . . . ))
          (( . . . ماته ډېرو دوستانو او د تاريخ شوقيانو ، چا چه په ( پښتون ) کښې څه حصه لوستې وه ، خواهش ظاهر کړو چه که دا کتاب ځان له چاپ شي . . . ))
          (( . . . آخر په ١٩٤٢ م کښې مونږ بيا ونيوى شوو او د پېښور په سنټرل جېل کښې بنديوان شوو . دغه وخت ما بيا غنيمت وگڼلو اراده مې وکړه چه زړه مسوده راوغواړم ځکه چه هغه ډېره صفانه وه . . .))
          (( . . . مسوده مې صفا کړه خو د جيل نه د راوتو سره سم ، ماته بيا د وزارت کار حواله شو چه په دې کښې سر گرولوته هم سړى ارزگارېدى نه شي . نو ډېره موده مسوده هم دغسې پرته وه . . . ))
          (( . . . ما د ( پښتون ) مدير عبدالخالق صاحب خليق ته ووې چه ددې کتاب په چاپ کولو کښې زما مدد وکړه . خليق صاحب وعده وکړه او دا د هغه د مدد نتيجه ده چه (( د پښتنو تاريخ )) وړومبنى جلد شايع شو . . . )) ( ٢٠ )
          په دې توگه د پښتنو د تاريخ د ېبا چې نه ، په تېره بيا د مولف د هغو الفاظونه چه وړاندې شوو ، دا څرگنديږي چه قاضي صاحب د تاريخ جوړولو په ډېرو سختو اوستونزمنو شرايطو کښې د پښتنو تاريخ ليکلى او چاپ کړى دى . ځکه زه دى (( ټاريخ جوړونکى تاريخ ليکونکى )) بولم .
          دې سره دې علمي حقيقت ته هم متوجه يم چه دهر انسان په هر کار ، په تېره بيا د هر ليکوال پــــــه
هره ليکنه تبصره او انتقاد کېدلى شي . ښايي چه قاضي صاحب د خپل کار ، په تېره بيا دد ېبا چې           د ليکلو په مهال دې ټکي ته ملتفت و ، نو ځکه احتمالي انتقادو نه يې ميدان ته را ايستلي او د هغه په ارتباط ، خپل ځوا بونه يا معذرتونه وړاندې کړي دي .  ليکي :
          (( زه دا دعوا نه کوم چه دا تاريخ بالکل مکمل دى . زه چونکه پخپله افغانستان ته تلى نه يم ، نو په دې کتاب کښې د کلو او علاقو نومونه ، که بعضې غلط وي ، نو دادې زما قصداً غلطي نه شي گڼلى . دا به زمامجبوري وي .
    _ دغسې شايد چه بعضې واقعات مې د حقيقت نه خلاف ليکلي وي . نو ددې ذمه واري هم په هغو مورخينو ده د چا د تصنيفاتو نه چه ما اخذ کړى دى . بيا هم ما په خپل وس کوښښ کړى دى چه کمزوري او ضعيف روايتونه د نظر نه وغورزولى شي او کوم روايتونه چه ماته قوي ښکاريدل هغه صحيح وگڼلى شي .
    _ زه د کتابونو نومونه دلته ليکل ضروري نه گڼم ، د کومونه چه ما فايده اخستې ده ، ولې چه هغه په کتاب کښې په خپل خپل ځاى ليکلي شوي دي . دا کتابونه چونکه اکثر انگريزانو ليکلي دي ، ممکنه ده چه هغوى پکښې د خپلې سياسي پاليسئ لحاظ کړى وي . بعضى واقعات يې غلط ښودلي وي ، نوزه په دې خبره د خپلو تمامو پښتنو نه ، او خصوصاً د افغانستان د پښتنو وروڼو نه معافي غواړم چه هغوى دې دا زما پالېسي نه گڼي او په دغه ليکلو دې ما معذور وگڼي . . . ( ٢١ )
          قاضي صاحب د ټولو پښتنو ، بيا خصوصاً د افغانستان د پښتنو وروڼو څخه معافي غوښتې ده . تر تعميم وروسته دغه تخصيص ، د قاضي صاحپ په ذهن کښې د افغانستان د وروڼو د زيات اهميت څرگندونه کوي . او څرنگه چه زړه زړه ته لار لري او بغض او محبت د دواړو خواو وي ،                    د افغانستان د لوستونکو ، دانشمندانو او روښانفکرانو په نظر کښې هم قاضي صاحب اوهم يې            د پښتنو تاريخ خور ا لوړ ارزښت لري .
          د افغانستان مورخان او په سر کښې ښاغلي مير غلام محمد غبار ، په خپلو تاريخي څيړنو او ليکنو کښې ، د قاضي صاحپ تاليف د يو معتبر ماخذ په توگه کارولى دى . د همدې ضرورت له مخه  د قاضي صاحب دا اثر په ١٣٥٦ هـ ش کال، ددې ځاى د څيړندو يانو د استفادې په غرض بيا په کابل کښې چاپ شوى دى . سر بېره پردې ځينې افغاني دانشمندان دا هيله هم لري چه دغه کتاب دې په دري ژبه هم ترجمه شي .
         د قاضي صاحب د ژوند ، مبارزې او ليکوالئ په دوران کښې د استعمار تر چتر لاندې پېښور ، له کابل څخه ډېر لېرې و . نو ځکه قاضي صاحب په خپل ژوند کښې چېرې هم کابل ته نه دى راغلى او ددې سيمې د کلو او قريو د نومونو د سم تلفظ په برخه کـښې په خپل کتاب شکمن دى . د هغه په ماخذونو کښې چېرې هم د بر افغان د ليکوالو له آثارو څخه کار نه دى اخستل شوى . مگر کله چه         د افغانى ستر مورخ ، استاد احمد علي کهزاد تاليف ( تاريخ افغانستان ) پيښور ته او بياد قاضي صاحب مطالعې ته ورسيدنو د هغه د پښتنو تاريخ د لومړي ټوک ، ټولې فورمې چاپ شوې وې او يوازې د کتاب گنډل يا صحافت پاته و . په همدغه حالت کښې قاضي صاحب د پښتنو د اصل نسل په باره کښې د استاد کهزاد نظر اخستى دى او د کتاب په پاى کښې چاپ کړى دى . په دې موضوع کښې ، په پيښور کښې د هغه وخت در ايجې نظر يې او موجودو ماخذو له مخه قاضي صاحب هم د کتاب په پيل کښې        د پښتنو اصل نسل ( سامي ) گڼلى دى ، مگر د استاد کهزاد د څيړنو له مخه پښتانــــــه آريا ئيان گڼل شـــــــــوي دي .
          د پښتنو د اصل نسل په باره کښې بايد ووايو چه د قاضي صاحپ د ژوند ، فعاليت او ليکوالئ په مهال ، په پښتو نخوا کښې دا نظريه بيخي عامه وه چه پښتانه بني اسراييل دي . خو د هغه               دکتاب تر بشپړ چاپيدو دمخه له کابل څخه ، د ښاغلي کهزاد کتاب ورورسېد او د پښتنو د آريايي توب په باره کښې په هغه کتاب کښې قطعي تاريخي او ژبني عيني شواهد موجود وو نويې  دا نظر هم   د خپل کتاب په پاى کښې واخست .
          ما( خدمتگار ) ته دا خبرې په زړه پورې وې ، د دواړو نظريو په باره کښې به چه څه ليکنه را ورسېدله ، هغه به مې ولوستله . زه په عبري ژبه نه پوهېدم او اوس هم نه پوهيږم . د سامي ژبو له جملې څخه ، يوازې عربئ کښې مې ډېر کتابونه لوستي وو او ددې ژبې په گرامر ، فونو لوژي ، صرف او نحو کښې مې مطالعه لرله او نور هم پکښې ننوتم . د آريايي ژبو له جملې څخه ، پښتو او فارسي زما خپلې ژبې دي . ټول عمر لوستنه ، څيړنه ، لولو نه ، ليکنه او مطالعه مې پکښې کړې ده . روسي ژبه مې هم زده شوه ، په کابل کښې د فرانسوي ډار مسټټر پښتو څيړنې هم چاپ شوې . د ناروې د مارگنسټرن او د اروپا د نورو ختيځ پېژندونکو او ژب پوهانو تگ را تگ افغانستان ته وشو . دوى سره زمونږ ملاقاتونه هم کېدل او ددوى ليکنې هم رارسېدلې . زه هم څو ځله روسيې ، چکو سلواکيې ، پوليند او جرمني ته ولاړم . هر وخت ، هر چېرې او له هر چا سره د خپل مطلب په ټکي مې خبرې  کړي دي . نو زما په ذهن کښې دا خبره بيخي پخه شوه چه پښتو بې له شکه آريايي ژبه ده نو پښتانه هم اريائيان دي .
          او دا چه په پښتو کښې ځينې د سامي ژبو لغتونه يا بالعکس هم شته ، په دې مې هم زيات غور کړى دى او آخر داسې يوې علمي نتيجې ته رسېدلى يم :
          هره ژبه له يو قوم ، نژاد او اتنيک پورې تړلې ده . پښتو د پښتنو ، انگريزي د انگريزانو ، جرمني د جرمينانو ، عربي د عربانو او . . . ژبه ده . نو پښتو ، انگريزي ، جرمني او عربي د ژبو نومونه او پښتون ، انگريز ، جرمن او عرب د قومونو او نژادونو نومونه دي .     
          د هرې ژبې تر شا يو قوم يا نژاد موجود دى . د زمکې پر مخ اوسني مېشت نژادونه ، د رنگونو له مخه ، سپين ، تور ، زيړ او سور نژادونه نومول شوي دي . دلته مونږ يوازې سپين نژاد سره کار لرو چه اوس دوه ژبني او نژادي : آريايي او سامي څانگې لري .
          آريايي ژبې ، د آرين نسل پورې ارتباط لري ، چه د لرغونو زمانو له يوې مونډيزې سټې څخه راوتلي دي ، او دغه مورينه ژبه د آريايي ، آرياني ، ايرياني ، آري ، آريک او آريو په نومونو ياده شوې ده . همدارنگه د سامي ژبو اوسني او له منځه  تللي لرغوني ژبې او گروپونه هم له يوې سامي مونډيزې سټې څخه راوتلي دي .
          نو چه ژبه نژاد پورې تړلې ده ، د طبيعي بهير او منطق له مخه ، بايد سپين نژاد ددواړو څانگو يا د آريايي او سامي گروپونو مونډيزه آرينه او مورينه يوه گډه ژبه ومنو چه د لرغوني تاريخ په تيارو کښې ور که شوې او نوم او نشان يې هم را پاته نه دى .
          خو که ورته ځير شوو ، اوس هم مونږ په سامي ژبو کښې داريايي ژبو او بالعکس عناصر موندلى شوو . د هغو په ژوره مطالعه او مقايسه کېدى شي چه د سپين نژا  د ارينې ، مورينې و احدې ژبې پته ولگيږي چه مشترک ، بنسټي عناصر يې په ټولو يا ډېرو ژبو کښې ځان ښيي . دغه عناصر بيا تصادفي هم نه ، بلکه له اصلي مونډيزې ژبې څخه راوتــــــــلـي او  مختلفو څانگوله ليارې رارسېدلي عناصريې گڼلى شوو.(٢٢)
          په دې باره کښې ، ما سره ډېر مثالونه شته چه دلته په همدې اشاره بسنه کوم او بېرته راگرځم         د قاضي صاحپ د پښتنو تاريخ ته .
          ددې تاريخ په علمي ، تخنيکي ، بېبليو گرافيکي او ادبي ارزښتونو او نورو اړخونو ډېر څه ليکل کېدى شي . زما په نظر ، څومره او څنگه چه ښايي ددې کتاب ژوره او پراخه مطالعه او کره کتنه لانه ده شوې . دا هر څه د يو ليکوال له خوا د يوې مقالې په معيار کېدى نه شي . بلکه يو پراخ سيمينار ورته په کار دى . نو ځکه زه خپلې خبرې د قاضى صاحب په يوه خبره نغاړم چه وايي :
          (( د پښتنو تاريخ ډېر اوږد دى . ما صرف د پښتنو تاريخ دويم دور يعنې دکال ١٦٢٢ ع نه تر ١٨٧٩ ع پورې رااخستى دى . وړومبى دور هغه دى چه د محمود غزنوي نه شروع شوى دى او                  د شير شاه سوري او بهلول لودي پورې رارسېدلى دى ، د هغې نه پس دويم دور شروع شوى دى چه          د هغه تاريخ ماو ليکلو
          هو ! د قاضي عطا ء الله خان ، (( د پښتنو تاريخ )) کښې زمونږ د تاريخي هېوادد لربر افغان د هغې دورې د تاريخ  يو څو کلونه هم شامل دي چه مونږ نن د هغې د ځلولو لپاره دلته را ټول شوي يو ، جشن او علمي فرهنگي غونډه موجوړه کړې ده .  بختور دې وي .   والسلام .     
کابل ښار _ خير خانه درېيمه برخه _ خپله مينه
                                                                                                                                      د ٢٠٠٧ د اکتوبر لسمه                 
يادونې :
١ _ د قاضي عطا ء الله خان د لنډې بيوگرافئ لپاره کتلى شئ :
          الف : عبدالروف بېنوا .
    _ ليډران امروزى پشتونستان _ کابل _ ١٣٣٠ هـ ش _ صفحات ٢٣ _ ٢٤ .
    _ پښتونستان _ کابل _ ١٣٣٠ هـ ش . ١_ ٤٧٠ مخونه .
    _ اوسني ليکوال درېيم ټوک _ کابل _ ١٣٤٦ هس ش _ ٨ _ ١٠٤٢ م مخونه .
    ب : سر محقق زلمى هېوادمل _ فرهنگ زبان و ادبيات پشتو _ کابل _ ١٣٥٦ هـ ش
    ( په دې ماخذ کښې ليکلي دي چه قاضي صاحب په تاکال کښې زېږېدلى دى . )
٢ _ خان عبدالغفار خان _ زما ژوند اوجدوجهد _ کابل _ ١٣٦٢ هـ ش _  ١٩٨٣م ١_١٤٠ م مخونه
٣ _ ددې موضوع د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :
     تېر ماخذ : ١٧٠ _ ١٨٠ م مخونه .
٤ _ تېر ماخذ : ٣_  ١٨٢ م مخونه .
٥ _ تېر ماخذ ١٨٢ م مخ .
٦ _ تير ماخذ .
٧ _ تېر ماخذ : ٣_  ١٨٢ م مخ .
٨ _ تېر ماخذ : ١٨٢ م مخ .
٩ _ په دې باره کښې د تفصيل لپاره کتلى شئ : تېر ماخذ : ١٨٦ م مخ او ورپسې مخونه .
١٠ _ اوسني ليکوال _ ١٠٤٣ م مخ
١١ _ زما ژوند او جدوجهد . ٨_ ٥٤٧ مخونه .
١٢ _ تېر ماخذ _ ٥٥٧ م  مخ . او ددغو نيونو او زندانونو د مفصلو حالاتو لپاره :
      _ تېر ماخذ : ٥٤٩  _ ٥٦٤ م مخونه .
١٣ _ د باچا  خان ليکونه لومړى ټوک _ د څيړندوى عبدالله بختاني خدمتگار نقل ، مقدمه او تعليقات _کابل _ ١٣٦٣ هـ ش ١٩٨٤ م _ ١٢ م مخ . ( له سابر متي سنټر جېل احمد آباد څخه ،           د ١٤ \ ٤ \\١٩٣٥ م ليک ) .
١٤_ تېر ماخذ _ ٣٥ م مخ . ( له ذکر شوي جېل څخه د ٣٠ \ ٥ \ ١٩٣٥ ليک )
١٥ _ تېر ماخذ _ ٨٧ م مخ ( له سټرک جېل بريلي څخه د ١١_ ١٠ \ ١٩٣٥ م ليک )
١٦ _ تېر ماخذ _ ١١٩ م مخ ( له الموړه جېل څخه د ١٩٣٦ م د جولايي ليک )
١٧ _ د کابينې د انتخاب ، د هغې د کار ددوام ، د کار د نتايجو اوستونزو د ټولو مسايلو په باره کښې کتلى شئ :
    زما ژوند او جدوجهد _ ٦١٢ _ ٦٤٢ مخونه .
١٨ _ د باچا خان ليکونه دوهم ټوک _ د سر محقق خدمتگار ټولونه ، سريزه او پايليکونه _ پېښور _ ١٣٨٤ هـ ش _ ٢٠٠٥ م _ ٤٦ _ ٤٩ مخونه _ په حواله د :
     _ رهبر ، مجله _ پېښور _ د ١٩٦١ م دمى ١٦ مه _ جلد لمبر ٥ _ ٢٦ شماره _ لمبر ١٤ _دوهم مخ.
١٩ اوسني ليکوال _ ١٠٤٧ م مخ .
٢٠_ قاضي عطاء الله خان _ د پښتنو تاريخ _ پيښور _ د ٢٠٠٤ م د مارچ چاپ _ د ېباچه _ ٣، ٤ مخونه
٢١ _ تېر ماخذ _ ٤ ، ٥ مخونه
٢٢_ په دې باره کښې ما ( خدمتگار ) په (( پښتو عالمي ادبي کنونشن _ پيښور _ نشتر هال _             د ٢٠٠٥ م کال د مارچ ٢٨ مه ) کښې مفصله مدللـه وينا کړې ده . د وينا د متن لپاره کتلى شئ :
    الف : کابل ، مجله _ د افغانستان د علومواکاډمي _ د ٢٠٠٥ اگست ستمبر _ ٦٠٥ مه گڼه _ ١٢  ١٨ مخونه .
    ب _ د اسير منگل او سليم بنگښ ترتيب _ پښتو _ پرون ، نن او سبا ( د کنوينشن مقالې ) پښتو ادبي چمن ټل _ جنوري ٢٠٠٦ م _ ٣٨ _ ٤٠ مخونه .