نوې جوړه شوې جبهه د ملی وفاق كه د ملی افتراق لپاره؟

له شاو خوا دوو مياشتو را پديخوا د كابل په سياسي او فرهنګي كړيو كې د يوې نوې جبهې د جوړيدو آوازې خپرې وې، مختلفې تبصرې کیدې او بيلابيل نظريات وړاندې کیدل، چا به څه ويل او چا به څه؟
بالاخره د انتظار موده لنډه شو. د جبهې اعلان وشو، خو له بده مرغه چې هماغه پخوانی زړې از مايل شوې څيرې، قدرت ته د رسيدو له نويو رنګونو او آزمندانه نيرنګوسره دوطن دوستۍ یا دښمنۍ په نیامت بیا د پهلوانۍ لپاره خپل پتون ټپوي چې بیا دا وطن د اور او وينو په لوګيوکې شنه لوخړه کړي.
پس منظر:
كه څه هم ز موږ په هيواد كې د سياسي نهضتونو، احزابو، تنظيمونواو ډلو د جوړيدو آغاز د شلمې پيړۍ له اوايلو شوى دى، خو د جبهو د جوړولو كار اوږده سابقه نه لري.
ببرك كارمل چې غوښتل خپل نا مشروع او د پخوانى شوري ټانكونو اوسره پوځ راوستي حاكميت ته داوړو پوزه كښيږدي نو یې جبهه پدر وطن جوړه كړه. له نتايجو يې ټول هيواد خبردي، زيات څه نه پرې وايو. دوكتور نجيب الله له خپلو نويو پاليسو سره دې جبهې ته نوی نوم وركړ خو موږ وليدل چې جبهې څه ونه كړای شول او د ببرك كارمل د رژيم په تناسب د دوكتور نجيب الله وسيع النظره رژيم د يو بل داسې ائتلاف په وسيله په كودتايي ډول ړنګ شو.
د يادونې وړ ده چې د دوكتور نجيب د رژيم د ړنګونې لپاره د كودتا تنظيموونكي ائتلاف کې هم د اوسنۍ جبهې ځينې كيڼ اړخي او ښـې اړخي غړي يا د دوى تنظيمونه شامل وو. دې ائتلاف د دريو څلورو خارجي او ګاونډيو هيوادو په ملاتړ د ملګرو ملتونو پلان ناكام کړ او هغه بدمرغۍ يې هيواد ته راوستې چې د افغانستان او سیمې وروستی سل کلن تاریخ یې ساری نه لري. پدې ډول ز موږ په هیواد کې جبهې او ائتلافونه په نا میمون ډول پیل شول او دې لړۍ دوام وموند. د هیواد د معاصر تاریخ په نزدې دوو، درې لسیزو کې د هیواد د ننه او د باندې رنګارنګ جبهې جوړې شوې چې دا اوسنۍ نوې جوړه شوې جبهه یې یوه لړۍ ده.
جوړښت:
د جبهې د اعلان په ورځ چې د جبهې د مرکزي غړو کوم لست وړاندې شوی دی په هغو کې د جمعیت اسلامی، شورای نظار او د مقاومت د دوران د ملی متحد جبهې ځینې کلیدي غړي او مشران، د حزب اسلامي ځینې غړي، د حزب دموکراتیک خلق د مشهورو جناحینو (خلق او پرچم) د مرکزي کمیټې او سیاسی دفتر ځینی غړي، حکمتیار او نورو تنظیمونو ته تښتیدلی خلقیان، د جهاد او بیا په تنظیمی جګړه کې ځینې ښکیل قوماندانان، ځینې امتیاز طلب، پیسه طلب کسان، له افغاني هویت منکر ښاغلی او ځینې ځوانې څیرې.
د جبهې د کلیدي غړیو سوابق:
په نړۍ کې د یوې سیاسی څیرې یا سیاست ته د داخلیدونکې څیرې په سابقه او آینده فکر نه کوي نن ته یې ګوري چې نن دا څیره څه موقف لري، څه غواړي او پدې فکر نه کوي چې دا سړی پرون څه و؟ اما ز موږ په جامعه کې پر هرچا د هغه سابقې او حتی ځنی مناسباتو ته په پاملرنه قضاوت کیږي.
د دې جبهې له مرکزي غړیو څخه یو تن د هغې خونړۍ کودتا غړی دی چې د افغانستان دوه نیم سوه کلن نظام یې له خپل محور څخه بی لارې کړ او له بده مرغه چې له افغانی هڅو او جهانی همکاریو سره سره تر اوسه لا خپل محور ته نه دی راګرځیدلی. د هماغې بدمرغې کودتاپه لومړۍ ورځ د سلګونو بی ګناه افغانانو تر څنګ د اعلیحضرت محمد نادرشاه شهید د کورنۍ په لسګونوکسان د ښځو او ماشومانو په شمول شهیدان شول.
د ثور د کودتا د لومړۍ مرحلې بد ترین ترور، ژوندی ښخول، شدید اختناق؛ د هرات د قیام،د نورستان کونړ او لغمان د بیلابیلو سیمو د قیامونو د چنداول، قرغې او ننګرهار فرقو او بالاحصار د قیامو نو د زرګونو شهیدانو وینې له چا هیرې نه دي. د پلچرخی په پلګون او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د تیر باران شویو او ژوندی ښخ شویو انسانانو دسته جمعی قبرونه د ثور د کودتا د لومړۍ مرحلې د نظام پروچولي بد نما تور داغونه دي چې د بشریت په تاریخ کې ښایی داسې ظلمونه لږ شوې وي. د کودتا په لومړۍ مرحله کې په زرګونو افغانان تش په دې نامه چې ویلی به یې و: فلانی ځای کې جنګ دی او یا د دینی مناسکو او عقایدو د درلولو له امله تر اوسه ژوندی ورک دي.
د ثور د کودتا د لومړۍ مرحلې نتیجه، پرهیواد د پخوانی شوروی د تر سلو زرو زیاتو سرو پوځونو پرتجاوز تمامه شوه. د اوسنۍ جبهې ځینې کیڼ اړخي غړې د همدې متجاوز پوځ پرټانکونو سپاره راغلل او د اوسنۍ جبهې نور کیڼ اړخي یې تر شاو ولاړ وو. دا وخت د افغانستان د ملی هویت د ختمولو توره مرحله پیل شوه. کلی بمبارد شول، د مهاجرت یوې بی پایه لړۍ دوام وموند، په میلیونونو افغانان د خپل کور ، کلی او هیواد پرې ښوولو ته اړشول. د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو ترحد زیاتې مداخلې ته همدا وخت زمینه مساعده شوه. د افغانانو د همدغه احتیاج او ګاونډیو حکومتونو ته د زیات نزدیکت له امله یوه ته د ستراتیژیک عمق د پیدا کولو په هیله د افغانستان د نیولو شوق پیدا شو او بل هم په افغانستان کې د خپل فرهنګی او سیاسی نفوذ د ساحو د ټاکلو او مضبوطولو په هڅو بوخت شو. د افغانستان حیثیت ته چا صدمه ورسوله او افغانان چا د پردو غیږې ته واچول. تر اوسه لا د حزب دموکراتیک خلق د حاکمیت د درې ګونو مرحلو له ساتوره بچ شوي خلک ژوندي دي چې د هغه دوران ټولې ترخې او بدې خاطرې یې په ذهنونوکې تداعی کیږي.
که د حزب دموکراتیک جبهه یي بړیڅي داسې فکر کوي چې د افغانستان له خلکو د دوی مظالم، توهینونه، تحقیرونه او بد ترینې ناخوالې هیرې شوې دي، دوی اشتباه کوي که احیاناً هیرې هم شی ـ چې هیرې نه دي ـ نو له شوروی پوځونوسره د راغلیو جنرالانو او مشاورانو په لیکلو کتابونو کې د ضبط شویو حقایقو په وړاندې به څه کوي؟
له حزب دموکراتیک سره مښتو جبهه یي ملګرو کې د ملیشو دوه مشران هم شامل دي. د ملیشو هغه ظلمونه چې یې د فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل او سمنګان په بیلابیلو اقوامو په تیره ازبکو او ترکمنو وروڼوکړي دي. د دغوخلکو د ژوند بد ترین وختونه دي. د شمال غرب د ولایاتو هر ازبک، تاجک، هزاره او پښتون ته هغه لحظات هره ګړۍ ور یادیږي چې ملیشو څنګه د دوی پرمال او ځان بلوسل او د میندو او سپین ږیرو پلرونو په مخکې یې د دوی ځلمی اولادونه وژل. د کابل ښاریانو ته د ملیشو د جبر، تجاوز او ظلم خورا دردناکې خاطرې ور یادې دي، د پغمان، لوګر، کندهار او ننګرهار په سیموکې د ملیشو نوم له قتل، وحشت او له تالان سره برابر دی. د دغو مناطقو د ځینو کلیو غارت او قتل عام د ملیشو د ناولیو او تورو اعمالو کرکجنې نمونې دي چې هیڅکله هم معافیدای نه شي.
ز موږ د هیواد د اسماعلیانو د یوې معززې کورنۍ یو فرد له روحانی مسنده و جارووت او د دنیایی ګټې په نیامت یې د کارمل او بیا دوکتور نجیب په لور ترپلل. د بغلان ولایت ورکړشو، ملیشې یې جوړې کړې او د ده ملیشوهم، لکه د بل ملیشه سالار د ملیشو په څیر په هیڅ ډول نا رو اوو صرفه و نه کړه، بغلانیان یې ووهل او وتر ټل او په پای کې ده هم، لکه هغه بل ملیشه سالار د خپل ولی نعمت دوکتور نجیب خلاف کودتا کې برخه واخیسته او د و‌طن په وروستیو تباهیو کې شریک شو.
د جبهه یانو د (هر رفیق او هربرادر) د سوابقو په باب په پنډو مطالب لیکل کیدای شی، خو د جمعیت اسلامی او شورای نظار د جبهه یي برادرانو په باب له څه نه ویلو پرته به دا بحث نیمګړي وي.
هغه افغانان چې د ۱۳۷۰ هـ ش. کال په منی کې په پیښور کې وو، پدې خبر دي چې هغه مهال د مجاهدینو د عبوری حکومت مشر جناب حضرت صاحب و. د ۱۹۹۱ په سپتمبر کې د پخوانی شوری له ړنګیدو سره سم د فدراتیف روسیې حکومت وپتیله چې د مجاهدینو یو هیئت روسیې ته لاړ شي.
څنګه چې حضرت صاحب د مجاهدینو د عبوری حکومت مشر و، نو ده باید د هیئت مشري کړې وای. د حضرت صاحب د سفر تیاری نیول کیده چې پدې کې د پاکستانی مقاماتو له خوا حضرت صاحب له سفره منع شو او پرځای یې د مجاهدینو هیئت د استاد ربانی په مشرۍ مسکو ته لاړ او دا ښکاره شوه چې پاکستان، ایران او روسیه درې واړه دا پلان لري چې د دوکتور نجیب له لیرې کیدو وروسته باید قدرت استاد ربانی ته ورسیږي او د افغانستان عیني شرایطو او ملی جوړښتونو ته په نه پاملرنه باید په افغانستان کې یو داسې څپڅپاند حاکمیت راشي چې تل د ګاونډیو او د منطقې د لویو قدرتونو لاس پوڅی او تابع وي. د همدې تیوری له مخې د خارجی مثلث په ملاتړ د ۱۳۷۰ کال په ژمې کې د دوکتور نجیب الله د حاکمیت د ننه په حزب او حکومت کې د بغی علایم ولیدل شول. نجیب د کارمل د ګروپ ځینې داسې غړي د وطن په تجزیې او ورانۍ تورن کړل چې د حزب د سیاسی دفتر غړی وو او د قدرت د انتقال په مسآله کې د ملل متحد د پروسې طرفدار نه وو او غوښتل یې چې د خارجی مثلث په غوښتنه قدرت یوې بلې ډلې ته وسپارل شي.
په هماغو ورځو کې په شبرغان او پلخمری کې ملیشه سالاران یاغی شول، جنرال مومن په حیرتان کې بغاوت وکړ، د هیواد شمال غربی سیموته د کارمل د ګروپ په تیره فرید مزدک او کاویاني ، عظیمی او نورو تګ راتګ ډیر شو. محتاط، علومیان، وکیل او نورکارملیان د ملګرو ملتونو د پروګرام د ماتولو په هڅه کې شول. د خارجی مثلث ترحمایت لاندې د کارمل ګروپ، شورای نظار، جمعیت اسلامی،د ملیشو د مشرانو او ځینو نورو ـ په اوسنۍ جبهه کې شاملوـ کسانو په شمول دجبل السراج ائتلاف رامنځ ته شو او کارملیانو دا ومنله چې دولتی (فوجی او ملکی) تاسیسات به په ټول هیواد کې د جمعیت او شورای نظار جنګیالیو ته تسلیموي.
ډاکتر نجیب لا ناست و چې د شورای نظار او جمعیت جنګیالي ډلې ډلې کابل ته ته را ننوتل. ورپسې ملیشې کابل ته راغلې. د ملګرو ملتو د سولی او د قدرت د انتقال پروسه ناکامه شو، پاکستان د خلکو د غولولو لپاره ژر ژر په پیښور کې بل حکومت جوړ کړ، د دغه حکومت تر راتګ د مخه کابل او ولایات کارملیانو د شورای نظار او جمعیت جنګیالو ته او خلقیانو د حکمتیار او نورو تنظیمونو جنګیالو ته تسلیم کړل، ټول هیواد چور شو، مجهزه اردو، پولیس او د وسلو ټولې زیرمې او جنګی وسایل د I.S.I او اطلاعاتو او دروس د جاسوسی شبکې په لارښوونه کابو په یوه هفته کې له منځه ولاړل. د اوراو وینو په لوګیو او سیلابونو کې د شورای نظار او جمعیت اسلامی جبهه یي غړي له نورو اوسنیو جبهه یانو سره ځینې قدرت ته او ځینې د خارجیانو په اشارو خپل مرام ته ورسیدل.
د ۱۳۷۱ کال له پیله د ۱۳۷۵ کال د سنبلې تر پایه چې ز موږ پر خلکو د قتل، غارت، چور، چپاول، لوټ، شوکې، د شخصی او دولتی زمکو او شتمنیو غصب، د ښځو پرحیثیت تجاوز، جنګونو، مرګونو، د پیسو لپاره د ماشومانو، نرو او ښځو تښتولو، مهاجرتو، بی ځایه کیدلو د وطن دورانۍ کومې ویرجنې څپې راغلې دی ساری یې د نړۍ پر مخ نه لیدل کیږي. ټول وطن په تیره کابل داسې وران شو چې د افغانانو او جهانی جامعې له هڅو او کوښښونو سره سره یوازې د کابل د ښار خرابۍ لا تر اوسه نه دې جوړې شوې.
د بی بی سی رادیو د ۱۳۷۱ـ ۱۳۷۵ هـ ش کلونو د آرشیف له مطالعې به تاسې ته ښکاره شی چې پدې موده کې یوازې د کابل ښار په مکروریانو کې څو نجونو د حاکم نظام د ټوپکیانو د تجاوز له ویرې ځانونه له اپارتمانونو غوځار کړي او خپل حیات ته یې خاتمه ورکړې ده. د صالح محمد زیری میرمن او ماشوم بچی ټوپکوالو د هغې د کور د نیولو لپاره هماغه وخت حلال کړل. د جمعیت د حاکمیت ورانیو، بی نظمیو، چور، غارت، جنګونو، مرګونو، بی امنیو او د سرو مال د نه خوندي تابه له امله طالبان وزیږیدل چې د وحشت او پټ تجاوزیوه بله تور، دوره پرهیواد راغله. افغانستان د تروریستانو د روزنې او د مخدره مواد د کر، تولید او قاچاق په مرکز بدل شو. افغانستان په یو داسې کلی واوښت چې له هیچا سره یې رابطه نه درلوده، د هیواد د ملی فرهنګ او تاریخ نخښې او آثار تباه شول. رښتینې او وطن دوست مجاهد، د شوروی، القاعده او پاکستان د تجاوز په وړاندې د مقاومت سالار احمدشاه مسعود تروریستانوشهید کړ. که د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د غملړلو واقعاتو له امله نړۍ افغانستان ته نه وای متوجه شوې، نو پاکستان او القاعده تروریستانو په ګډه افغانستان له کومي تیر کړی و، د دغو ټولو واقعاتو اصلي مسوولین څوک دي.؟
د جبهې اهداف:
د جبهې د جوړونکیو د شخصیت د ځانګړنو او د کارونو سوابقو ته په پاملرنه هر افغان پدې پوهیږي چې د جبهه یي ښاغلیو هدف د جبهې له جوړولو څخه څه دی؟ خو د اهدافو ښکاره نکات یې دادي:
۱ـ د ریاستی نظام پرځای صدارتی نظام.
۲ـ د والیانو انتخابی کیدل او نور...
صدارتی نظام خپلې ښیګنې لري او ریاستی نظام خپلې. هر هیواد له خپلو شرایطو سره برابر د خپل نظام د چلولو لپاره له یوه څخه کار اخلي. ز موږ اساسی قانون چې جوړیده، د اوسنۍ جبهې اکثر کلیدي غړي د دې اساسی قانون د تسوید او تدقیق په وخت کې ډیر لوی چارواکی وو. د اساسی قانون د جوړیدو ټول جریان وخت پر وخت د دوی له نظره تیر شوی دی او بیا د تصویب په وخت کې یې خو د کلیدی غړیو غالب اکثریت د لویې جرګې غړیتوب درلود. دا ډیره شونې وه چې هغه وخت یې د دې نظام سره مخالفت کړی وای. تر کومه ځایه چې د دې کرښو لیکوال پوهیږي، صدارتی نظام په هغو جوامعو کې چلیږي چې نظام یې ټینګ او با ثباته وي، پیاوړي ملی موسسات ولری چې له بده مرغه ز موږ ملی موسسات، لکه ملی اردو، ملی پولیس او ملی استخبارات خو همدغو جبهه یی برادرانو او رفقاوو له منځه یووړل، د ملی موسساتو بل رکن چې احزاب دي هغه هم موږ نه لرو. د حزب و تنظیم په نامه چې اوس څه ثبت شوي دي د هریو ملی او سراسری صبغه پیاوړې نه ښکاري، زیاتره محلی دي د مذهب، قوم، سیمې او ژبې پر بنسټونو اتکا لري او په ټول هیواد کې یې حضور محسوس نه دی.
په دغسې شرایطوکې د قدرت د مراجعو ډیروالی په هیواد کې د ګډوډیو او تشنج د ډیروالی امکانات لازیاتوی او نظام د ښه کیدو پرځای د بدۍ خوا ته بیایي او بحران را زیږوي. په هغه هیواد کې صدارتی نظام ښه او بریالی پرمخ درومی چې قوی او پرخپلو پښو ولاړه قضاییه قوه ولري چې د اجراییه قوې او مقننه قوې روابط او موازنه د قانون له احکامو سره سم وساتلی شي. له بده مرغه ز موږ قضاییه قوه اوس دا توانایی نه لری او کال یې لا نه کیږی چې د پوهاند عظیمی په راتګ سره سم بدلون پکې پرمخ درومي.
د اساسی قانون د تصویب د لویې جرګې په درشل کې یو ځای پرهمدې موضوع بحث و چې د هیواد نظام ریاستی ښه دی او که صدارتی؟ یو چا ډیر ښه مثال راووړ. که په اوسنیو شرایطو کې موږ صدارتی نظام ته ترجیح ورکړو، د جمهور رییس تر څنګه صدر اعظم هم ولرو جمهور رییس به یې ځان ته کشوي او صدر اعظم ځانته، پولیس او استخبارات به دیو په لاس کې وي او فوج د بل په لاس کې که لږ یې ترمنځ خبره کښته پورته شوه نو یوه به د بل په وړاندې سنګرونه نیولي وي. په اویایمو کلوکې یې د استاد ربانی د حکومت دوره ډیر ښه مثال دی. ده یوې خوا ته ډزول او حکمتیار صدر اعظم بلې خواته، که به بیا داسې وکړو، نو د دوی په جنګونو کې به بیا هم دا رنځیدلی ملت بربادیږي او له افغانستان نه به ثانی لبنان جوړ شي.
بله خبره دا ده چې د جبهې دې هدف ته رسیدل د اساسی قانون د تعدیل ایجاب کوي. د اساسی قانون ۱۴۹ مه ماده وایی چې د اساسی قانون د موادو تعدیل د زمان د غوښتنو او تجربو پراساس کیدای شي. په اوسنیو حالاتو کې د صدارتی نظام تعدیل نه د تجربی پر اساس دی نه د زمان د غوښتنې پر اساس. که څوک ځانته د صدارت چوکۍ پیدا کوي او خپلو ملګرو ته وزارتونه، نو افغانستان لابراتوار نه دی چې هر څوک دې د خپلو مفادو پر اساس تجربې پرې کوي، دا د دنیا په هیڅ ځای کې نه دي لیدل شوی چې د هرچا په غوښتنه دې په اساسی قانون کې تغییر راغلی وي.
د والیانو انتخابی کیدل د فدرالی نظام یو مهمه غوښتنه ده. که څه د جبهې ویاند ښاغلی کاظمی وویل چې موږ فدرالی نظام نه دی مطرح کړی، خو له ده هیره وه چې د والیانو انتخابی کیدل خپله د فدرالی نظام نخښه ده.دا خبره بیل بحث غواړي چې آیا افغانستان په هرو شرایطو کې د فدرال امکانات لري او کنه؟ بیا په تیره په اوسنیو شرایطو کې؟ د جبهې اکثر کلیدی غړي په موقته اداره او د انتقالی دولت کې د کابینې وزیران وو. آیا دوی ته نه دي معلوم چې پدې دواړو حکومتونو کې والیان د مرکزي حکومت له خبرولو پرته پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته نه وو روان؟ په خپل سریې له نورو سره قرار دادونه نه وو کړي؟ که خدای مه کوه د جبهه یانو خبره ومنل شی نو بیا به والیان د مرکز له ویرې پرته له ګاونډیو سره سازبازونه لري او هرګاونډی به زموږ د هیواد خپل همجوار ولایت یا ولایاتو کې د مداخلې د زیاتو امکاناتو تلاښ کوي. افغانستان یو متحد او په مرکز متکی نظام ته اړه لري چې د اساسی قانون په چوکاټ کې د هیواد په ټولو برخو کې د متوازن انکشاف پر بنسټونو مبنی چلند وکړي.
د جبهې اعلام او د استاد خبرې: استاد په ډیره خوږه ژبه پستې خبرې کوي. په هغه ورځ یې هم ظاهراً پستې خبرې وکړې خو ځینو خبرو یې زه حیران کړم. استاد وفرمایل: ضعف دولت در حل بحران و ظهور مافیای فساد به اعتراف برخی مسوولان عالیرتبه دولتی تهدید جدید امنیتی را متوجه کشور کرده است.
د استاد د خبرو په ارتباط باید ولیکم چې اجراییه، قضاییه او مقننه قوې درې واړه د دولت ارکان دي او دا دارې واړه قوې په ګډه دولت جوړوي چې تاسې محترم استاد او د جبهې غالب اکثریت د ددولت غړي یاست، نو که دولت د بحران(!) په حل کې پاتې راغلی وي نو ته جناب او د جبهې ټول غړي پدې پاتیوالی کې مسوولیت لرﺉ.
که له دولت څخه د استاد مراد حکومت وي نو بیا هم باید احترامانه عرض شی چې په تیرو پنځو کلونو کې تر اوسه د حکومت او قضاییه قوې شاو خوا اویا فیصده خلک د جمعیت، شورای نظار، د آقای کاظمی د ګروپ، ملیشه سالار او د جبهې د نورو کلیدي غړیو د ډلو ټپلو خلک دي. د جمهوری ریاست له لومړی معاونیت نیولی، د کابینې تر غړیو، مشاورانو، مستقلو رییسانو، والیانو، قاضیانو، مستوفیانو، رییسانو، مدیرانو، فوجی عالیرتبه کسانو، پولیسو، استخباراتو، سفیرانو، د سفارتونو د کارکوونکیو پورې ټول تاسې یاست! د ولسې جرګې مشر او د مقننه قوې نور غړي په تاسې او د جبهې په کلیدی اشخاصو پورې تړلي دي. نو دا فساد څوک کوي؟ دا ټول کسان چې په تاسې پورې اړه لري دا فرشتې دي او فساد د دولت پاتې اعضا کوي؟ پدې کې شک نشته چې ز موږ په هیواد کې فساد شته، د مخدر موادو تولید او قاچاق شته، د بې امنۍ موارد شته، خو تاسې لطفاً د رسنیو له لارې یوه ټولپوښتنه پیشنها کړﺉ او خلک وپوښتئ چې کارشکنی، بی قانوني، فساد، د شخصی او دولتی شتمنیو غصب، د ناقانونه وسلو او جنګیالو ساتل، پرخلکو تجاوز، غلا، قطاع الطریقی، د مخدره موادو کر، تولید او قاچاق، د ښځو او ماشومانو تښتول څوک کوي او پدې هېواد کې د بی ثباتی او د نظام د کمزوری کولو عاملین څوک دي؟
کله چې د طالبانو له سقوط وروسته او د موقتې اداې له تشکیل د مخه جناب استاد کابل ته تشریف راوړ، د خپل فرمان له مخې یې یوه داسې اداره پردې هیواد حاکمه کړه چې ملکی، نظامی، قضایی او ددپلوماتیکو ساحوکارکوونکی یې ـ له شاذو نادر کسانو پرته ـ له تنظیمی سابقې پرته بله شایسته ګی نه لري او په تنظیمی روابطو دې مقامونو ته رسیدلی دي او تر اوسه چې له هغه وخته څه د پاسه پنځه کاله تیر دی بیا هم د همدغو تنظیمی روابطو پر بنسټ د ملت په ککرۍ سپاره دي. دوی د دولت د ټولو ارګانونو چوکۍ خپل غنیمت ګڼی او له دې چوکۍ چې څومره کولای شی د ځان په ګټه استفاده کوي، رشوت، قاچاق، د مخدره موادو تولید او ترافیک، د خلکو او دولت د شتمنیو غصب، د ښځو او ماشومانو تښتولو او د نا امنۍ په مواردو کې د دوی لاس دی. د قانون د حاکمیت او ثبات د ټینګیښت مخنیوې دوی کوي، ناقانونه وسلې، شخصی زندانونه او جنګیالی دوی لري.
د جبهې کلیدي غړی که دا توان لري چې د دولت پر درې ګونو قواوو سپاره خپل ملګري له دغو کارونو منع کړي او یا یې مخنیوی وکړي نو بې له شکه چې فساد به ختم او د قانون حاکمیت ته به لار خلاصه شی او امنیتی تهدیدونه به له منځه لاړشي، نو بیا به د جبهې جوړولو اړتیاـ که مقصد اجتماعی رفاه، د فساد او نا امنیو مخنیوې وي ـ په خپله رفع شی او که مقصد د پردو ژرندو ته د اوبو ایله کول، د بی اعتمادیو او ملی افتراق پیدا کول وي نو بیا صحیح ده، لکه چې مو جبهه اعلان کړې، پرمخ ولاړشئ. ګورو چې تاسې کامیابیږﺉ او که ملت چې هر څوک یې د خواخوږۍ په نامه په سر نوشت لوبې کوي او په حیثیت یې بازۍ.
نتیجه:
د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر افغان له قانون سره سم د ټولنو او سیاسی احزابو د جوړولو حق لري چې د جبهاتو د جوړولو حق هم پکې محفوظ دی.
په همدې اساس د حزب، جبهې او بل هرسیاسی نهاد جوړول کومه د عکس العمل خبره نه ده، خو دا چې د ملی جبهې په وړاندې د ملت بیل بیل اقشار حساس دي او عکس العمل ښیی، علت یې دا دی چې د جبهې کلیدی خلک د ثور له کودتا نیولی تر وروستیو کلونو پورې د هیواد په داسې تحولاتو کې دخیل خلک دي چې نتایج یې د ملت د بربادۍ او د وطن د تباهۍ سبب شوي دي او عواقب یې د وطن د بقا لپاره ډیر خطرناک وو، همدغه کیڼ او چپ او فرصت طلبه خلک یو ځل سره یو ځای شول په ملت او وطن یې هغه لوبې وکړې چې تاریخ یې بله بولګه نه لري، دا اوسنۍ جبهه هم، لکه د جبل السراج ائتلاف د هماغو مشخصو څیرو او مشخصو نظریاتو خاوندانو له خوا جوړه شوې ده، زموږ خلک ویره لري چې ز موږ خارجی دښمنان به بیا په بله جامه او بل نو م په شهدو کې زهر راکړي او بیا به مو له مرګ، ژوبلو او بدبختیو سره مخامخ کړي. خلک نور د ځوروولو، آزار او بیا مهاجرت ، توهین او تحقیر حوصله نه لري، نو ځکه د جبهې په څیرو بی اعتماده دي او په واز کومی وایی چې: (آزمویلي بیا مه آزمیه).