دطالبانو تحريک :اوسنۍ خبرې اترې کو م ارزښت نه لري

اسلام اباد / الحيات ورځپآڼه ۲۹/ ۱۰/ ۲۰۰۸
تيره ورځ افغان اوپاکستاني مشرانو په هغه ګډه جرګه ګۍ کې چې له دوه ورځو راهيسې يې  په اسلام کې دوام درلوده اوتيره ورځ پاي ته ورسيده  په دې سره هوکړه وکړه، چې طالبانو سره دې خبرې اترې وشي څو ددواړو هيوادونو په سرحدي سيمو کې شته تاو تريخوالی پای ومومي .
دغه قبايلي  جرګې ګۍ چې ددواړو غاړو څخه ۵۰ تنوغړو پکې ګډون  درلوده  په وروستۍ ورځ دافغاني  اړخ دهيت مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وويل : « په دې موسره هوکړه کړې چې په دواړو هيوادونو کې به  مخالفينو سره اړيکې نيول کيږي او دسولې په اړه به ورسره خبرې کيږي»  هغه وويل چې د دواړو هيوادونو له چارواکو غوښتل شوي چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې له پناه ورکولو ډډه وکړي او زياتوي چې  دسولې پروسه بايد چټکه کړي شي .
همدارنګه دپاکستاني هيت مشر اويس غني په خپلو خبرو کې وويل چې دغه خبرې اترې به  طالبانو اونورو باغي ډلوسره ترسره شي، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې په دې وروستيودوه مياشتو  کې يې په قبايلي سيمو کې تاو تريخوالی ډير کړی او دامريکايې ځواکونو بمبارۍ ته يې هم زمينه برابره کړې ‎ چې ددغه بمبارۍ له امله لسګونه  خلک  وژلې شوي  اود اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ يې  بد بينۍ او اړيکو دشړيدو ويره  رامنځ ته کړې  دسرحد ايالت والي اويس غني زياته وي : چې وسلوالوسره خبرې اترې همدا اوس هم جريان لری خو بايد لا پسې چټکې شي ، نو ځکه خو بايدديو حل د راويستلو په موخه ددوي سره ناستې ولرو .
په همدې جرګه ګۍ کې پريکړه وشوه چې راتلونکې جرګه به درې مياشتې وروسته په کابل کې جوړيږي .
بل لوري ته  دوال سټريټ ژونال دورځپاڼې دليکنې پربنسټ : دامريکا متحده ايالات افغانستان لپاره  دنوي ستراتيژۍ دجوړولو په درشل کې په دې فکر کوي چې دکابل دحکومت اوطالبانو ترمنځ خبرې څومره ګټورې ثابتيداي شي ، اټکل کيږي چې دغه ستراتيژي به په امريکا کې له ټولټاکنووروسته، چې په راتلونکې نومبر کې به ترسره شي ، دعمل ميدان ته راووځي .
جنرال ډيوډ پيتريوس په عراق کې دامريکايې ځواکونو پخوانی قوماندان چې په راتلونکې اونۍ کې به په افغانستان اوعراق دواړوکې ددغه هيواد دځواکونو قومانده په لاس کې واخلي  په دې باوري دی چې طالبانو سره بايد خبرې وشي که د واشنګټن اداره ددې له څرګندونو ملاتړ وکړي نو دابه يو نوی پرمختګ وي البته راتلونکې اداره به په دغو پريکړو ته ژمنه نه وي.
بله خوا طالبانو په خپل وار خبرې اترې رد کړي ددغه ډلې يو وياند ذبيج الله مجاهد ويلي،چې ورته جرګې هيڅ ارزښت نه لري ، هغه وايې چې ورته جرګه ګۍ چې نه واک لري او نه يې څوک خبرې ته غوږ نيسي هيڅ اعتماد ورباندې نشي کيدلی ، بل لوري ته نوموړی څرګندوي  ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې شتون ولري ورته خبرې ناکامې دي .
دجګړې په ميدان کې په وردګو ولايت کې دامريکا دهوايې ځواکونو دچورلکې دبيړنۍ ناستې چې دطالبانو له خوا ويشتل شوې وه وروسته په دغه ولايت کې دامريکايانو په عملياتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي .