ته د عشق په ټال کې زانګې زه بې مينې بې پروا يـــم
په غزل مــې ويشتي زړونه په ښکاري ژبه ګـويا يــــــم
تــــــــــه ملنګ يــــې درويزګره صدقه غواړې د شونډو
سپيره ګوډۍ دې په غاړه زه ټولواک غوندې پاچا يم
زه مالکه د دې سيمې چې ښايست يې خلــــک بولي
زه د وړانګو انـــــــــځورګره زه د څرک غوندې رڼا يــم
ما د حسن مــــــــورچل فتح په جادو د خپل بـــيان کـړ
چــــې نړۍ ورپسې ســـــــــــتړې د رنګونو يوه نڅا يــم
د آسمان رخسار ته هسکه د لېمو په کور کې ناستــه
د ځيګر بوخڅې ته کـــــــوزه عجيبه غوندې معما يــم
ما شـــــــکرې د لفـــــــــــــظونو درليږلې نوش جان کـړه
په لمــــــــدو سترګو يې موښه زه تاويز د ستر ملا يـم
ستا د اوښکو چــــــارديوال کې مې جونګړه ده آبـاده
واخ په ځمکه باندې لويږم زه خــــو دا رنګه ښکلا يم
وروستي