۱ - ملگري ملتونه د امپرياليزم د معضلو د پلی کولو اداره.
٢- آزادی - شيخ فريده خوله پټه بهتريده.
٣ -ديموکراسي/دښځو به منې.
۴ - حکومت/ سيم زر دا ټوله زما.
۵ - وزارت /خپلوانو او حزبي ملگرو ته کار پيداکول.
۶ - رياست /عمومی اداری مدير سره لومړی وگوره.
۷ -عمومي اداري مدير/ دپيسو پيداکولو فعاله الاجي.
۸ - ولايت/ وړوکی امارت.
۹ - قوماندان/ خپل سری ټولواک.
۱۰ - باډي گارد -دچرسو او هيرويينو معتاد
۱۱ - آمنيت - هر څوک د خپل کور څوکيدار
۱۲ - صاحب منصب - جانانه ستا يادونه مي په زړه باندي وريږي.
۱۴ - نظامي وسايط - دشر اوفساد مارکيټ
۱۵ - فوځ - او هو! ډگروال صاحب.
۱۶ - ولسوال -نه د حکومت اونه دولس نماينده.
١٧ - ملک - دوه جنگوه حکومت کوه.
١٨ - ملت -(صم،بکم،عمی»ړوند،کوڼ اوشل شوټ معبود
۱۹ - ښاروال -لاس دبري کاردی.
۲۰ - څارنوال -دلته چي اوسيږی ته توروته به سپين وايی سپين ويل به گران گټی
۲۱ - قاضي - پگړۍ غوا وخوړه.
۲۲ - د ښځو چارو رياست - راشه که توديږي.
۲۳ - حقوق بشر -۸۰فيصده د ښځو، لس فيصده دنرو۱۵ فيصده د ځوانانو دي خدای مل شي
۲۴ - هنرمند -زما په زر روپی قدم ږدي.
۲۵ - ملا - دوخت اواز د تکبير چيغه »۲۶ - انجو )(N.G.O)لنگه غوا.
۲۷ - ټيکه دار -په ورځ کې ۵۰۰گرامه چاغ
۲۸ - دکاندار -څوک يی پوښتنه کوي.
۲۹ - خدمت - چاته وايی.
۳۰ - صداقت - د بدبختی پنډ.
۳۱ - خيانت -صاحبه سلام په دواړو سلامونه.
۳۲ - مخدره مواد - ښه ژوند.
۳۳ - سگريټ -دوخت مود او فيشن.
۳۴ - القاعده-د ليبراليزم پيشاهنګ
٣٥ - حزب -اسلامي ملی کنه کافر شوي.
٣٦ -سوله - موږ ړانده شو ورپسی
٣٧ - ملی مصالحت ټوپکسالار ته وزارت.
٣٨- اطلاعات او فرهنگ وزارت - کوم فرهنگ ....!
٣٨ -راديوتلويزون - د ايرانی استعمار غږ.
٤٠- مطبوعات -دچارواکو دصفت خورجين (کڅوړه».
٤١- ټولنيز ژوند - نني ځوانان ترينه خلاص دی
٤٢- فلم -هرکوڅه هر دوکان.
٤٣ - سرک -موږيی نلرو
٤٤- سيندونه -بي برقه هيواد
. ٤٥ - برق - که سيندونه لرو له موږ نه تللی/اوس به وی په هر کور کی رڼا گانی.
٤٦- موبايل -ډالر خور .
٤٧- کمپيوټر دDVD VCD CD ماشين
٤٨- بيا رغونه- په سرک خاوری اوشگی شيندل.
٤٩ - سره مياشت -. خيرات راوړی خدای مو وبخښه.
٥٠- صحت عامه - د عامی وژنی اداره.
٥١ - پوهنتون -چاويل چي درياب کی گوهر نشته.
٥٢ - استاز -دسايکل چلولولوبغاړی.
٥٣ - محصل -بیموډله اوبی موده مخلوق.
٥٤ - پياده -دريس صاحب د ليدلو جوازسير.
۵٥ - ماشومان -دژوند حق نلري.
۵٦ -جراحي - که خير وي گور ته به ځي.
۵٧ - نسايی ولادي - د بي ماډله ماشومانو فابريکه
٥٨ - - ډاکتر - د قصاب د تره زوی.
٥٩ - نرس - د ډاکتر بي نکاح خپله.
۶٠ -فارميسسيت -ډاکتر په څه پوهيږي.
۶١ -حکيمان -۸۰ کلنه تجربه، ماهرامراض جنسي امتلام سرعت دندان بواسير خوني وبادي وموي رفتگی.
۶٢ - تعويز نويس - پير طريقت پيسه خور، غوثيه، قادريه جنديه تعويز برايی محبت خارج رفتن بی اولادی بی روزگاري مين به نشی د ملا په تعويزونو.
۶٣ - پير - د رياخرقه په غاړه راوړي پدی گمراهان د مخلوقات.
۶٤ - لويه جرگه - د اکثريت د پرځولوپلمه ځاي.
Dr, Najibullah Zakhilwal
Bangatan 9 G
21426 Malmö
Sweden
Mobil#: +46 735827865
Email: najibullahzakhilwal@hotmail.com
teb.jbd@Gmail.com
وروستي