پوښتنه

 دومــــــره قدرې يـــــــــاد شي چې يو څه خو دې په تله وې
پــــــــــوه نه شوم قسم دی چــــــــــې تا څه ووې ما څه ووې
ټــــــوله شپه رښتيا دې پټ د زړه کـــــــــور کې ساتلی وم ؟
يــــــــــــو غلچکـــــــــــی خــوب و په کـــاله مې تيريده ووې
ستا د نــــــــظر تندر ته مــې ټـــــول خوبونه درمــــــند شول
چـــــــــــــاراته د وريــــــــــــــــځو نه خبـــــــــــــــر دبارانه ووې؟
ويښ وم کــه ويده وم خدای زده ډيرې مودې تيرې شوې
مــــــــينه دې له زړه وه او کــــــــه هسې دې په خـــــوله وې؟
کــــــــــړي مې وعــــــــــده وه چې دې بيا په کلـــــي نه درځم
هــــــــــــــيره وه له مـــــــــــا نه خو ريښو د ګــــــــــريوانه ووې
وپوښته رښتيا ترې کـــــــوم مغول دې چم کې شته که نه ؟
څــــــــــــومره سپکې سپورې ميلمانه تــــــــه پښتانه ووې؟