اسرافيله ع  په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !!

                               اسرافيله ع  په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !!
 
مرثيه
 
اسرافيله ( ع )  په شپيلۍ دې ګوتې کېږده         پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي
 دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي            د ادم نسل  له يو مخې پناه شي
 
 اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي    د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي
 پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده          هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي          
اسرافيله ع  !
 په لغمان کې وير ماتم دى              له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي
 اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې     بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي
 
ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي            بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته
د خپل زوى جسد ته غلې غلې ګوري               له مورکۍ سره يې  توان د ګفتن نه شته
 
هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟     مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟
د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره        قلندر خلک په خپل کلي کې وژني  ؟


ميرويس نيکه اولاد نه دې خبر يې ؟             ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل
ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل      د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل
 
احمد شاه بابا ،  موږ هم د تا لمسيان وو ،      هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته
 خو چې ستا په چم  کې دا چارې را وشوې       خداى خبر که نور با با ووايو تاته
 
 
                                    محمد نعمان دوست ، کابل
                                             د لړم لومړۍ
 
يادونه :
څو ورځې وړاندې  د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣٠ تنه هغه بېوزله  لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول .
                                                            Numandost75@yahoo.com