
سوچ وکړئ څه پېښېږي، که د جمهوري رياست يو کانديد په لومړي پړاو کې له ماتې سره مخ شي، او د کانديدانو له لست څخه ووزي.
زه يوه ورځ د دغسې يو کانديد ليدو ته ولاړم. هغه د لانايت ميدان د پارک په اوږده چوکۍ ناست و، او سپينې ماڼۍ ته يې په حسرت او ارمان خړ خړ کتل.
چوپتيا هره خوا واکمنه وه. هغه يوازې او يوازې و، ما هڅه کوله دغه درنه چوپتيا ماته کړم، ومې ويل:
• ښکلی کور دی؟
هغه په خواشيني انداز ځواب راکړ:
• ما همغه لا ښه جوړاوو، ښځې مې غوښتل ټول دويم پوړ له سره سينګار او ښکلی کړي. ما غوښتل سترې مېلمستياوې او د نڅا محفلونه جوړ کړم او د ماڼۍ ساتونکو ته نوې جامې او درېشۍ جوړې کړم. زما په مغز کې د دغې ماڼۍ په باب ډېر پلانونه و.
و مې ويل:
• ډېره خواشينوونکې ده، چې يوه ورځ سړی د جمهوري رياست کانديد وي، او بله ورځ هېڅ، ته ډېر له څه شي څخه غمجن يې؟
• له دې چې خپل پټ ساتونکي مې له لاسه ورکړل، هغه ډېر ښه خلک ول، هر ځای به چې زما زړه غوښتل، هغوی به بېولم، ماته د هوټل په یوه کوټه یا د الوتکې په چوکۍ کې ځای نیول هیڅ ستونزمن نه ول، تاسې نه پوهېږئ چې سړی له دې څخه چې د ښار په يوه ستر واټ کې موټر چلوي او شپږ کسه يې شاوخوا ځغلي څومره خوند اخلي. هر ځای ته به چې تللم هغوی به لټاوو، شپه ورځ يې زما د کور ساتنه کوله دا يوازېنی وخت و، چې ما په واشنګټن کې د امنيت احساس وکړ.
• دا خو ته فکر کوې د نورو په باره کې چې په انتخاباتي مبارزو کې يې ګډون کړی، او پيسې يې هسې په هوا تللې څه وايي؟
• اوس د انتخاباتي مبارزو تر پيله امنیت ته اړتيا لرم، ډېر خلک له ما ناراضه دي، ځکه و مې نه شوای کړای چې ښه وځلېږم. وبښه هير مې شول.
وروسته يې په ساړه اسويلي وويل:
• دا رنګه ما مطبوعات وبايلل، خلک فکر کوي چې د ولسمشرۍ پر کانديدانو د قلم خاوندان ګران دي، فکر کوم رسنيو زما حق ادا نه کړ او زما تصویر يې سم وړاندې نه کړ د ښاري سرويسونو کاتوليکانو، يهودانو او پروتستانو په اړه يې زما نظر ښه بيان نه کړ، تورپوستو او مېرمنو له ما مخ واړاوو، ښاريان د ټولنيزو خدمتونو په اړه زما په پروګرام پوه نه شول، که نه زه به ښه ځلېدلی وم.
• نو اوس تاسې امېد بايللی؟
• نه بیخي نه، زه د نورو غوندې کوښښ کوم په ګوندي کانونشن کې نفر پيدا کړم.
بيا يې سپينې ماڼۍ ته په وروستي ځل په حسرت وکتل ويې پوښتل:
• پتسلام ته په کوم سروېس کې ولاړ شم؟
• خو دا غلط دي
• دا خبریالان له خپلو یادښت کتابچو او کمرو سره او دا څراغونه سړي ته د ا احساس ورکوي چې ځواکمن دی. خو له هغې شیبې چې له لسته ولوېدم، آن يوه کس پوښتنه ونه کړه، چیرې یې؟ غواړې پوه شي څه مقام لرم؟
• یه، خو ماته دا په زړه پورې ده، چې په انتخاباتي حوزو کې څه درپېښ شول؟
• انتخاباتي ملګرو مې ښه کار ونه کړ، پوره پیسې مې نه لرلې خلکو د انرژي په اړه زما پروګرامونو ته لیوالتیا ونه ښوده، هوا باراني وه، ښه تلویزیوني پروګرام وړاندې نه شو، موټر مې مات شو، خو څوک نه ملامتوم.
«لوی خلک بل څوک د خپلې ماتې له کبله نه ملامتوي»
ليکوال: آرت بوخوالد «امريکا»
ژباړن : علم ګل سحر