ژوند

  
ژوند تلاش دی پر مخ تله دي
حرکـــت دی،خوځــــــــېده دي
د تــيـــــــارو روښـــــــانــول دي
ســـــوځــــيده دي ويلــېده دي
 
د هـســتۍ په مــسته غېږ کې
د نــېـــــســتيو هـــــــــېرول دي
له ســاړه ســاحـــــــــله تېـــښته
په توپان کې اوســـــــــېدل دي
 
د ژوندي تــــــلاش په ﻻر کــې
ژوندۍ غــــــــــاړې نذرول دي
هر څـه ، هر څـه پرېــــښودل دي
له ســــــــــــــــکوته راوتـــــل دي
 
نه نشــــــــــه ده نه خـــــــمـار دی
نه خــــــــمـــونه تـــشـــــــــول دي
لـــحـــــــــــــدونه ړنــګــــــول دي
د محـــــــــــشــــــر بر پا کول دي