چـــــــــې په مينه د جـــانان کې بند بندي شوم
خپل خپلـــــــوانو په نظر کـــــــې تهـمتي شوم
زمــــــــا ﻻر ته بيلتون راغــــــی څه چـــاره کړم
ځکه پروت دعشق په جال په اور ستي شوم
د پتنګ پـــــــــه شان کـــــــړيږم اورکې سوځم
هی افسوس چې عاشقۍکې صحرايې شوم
تــــــــل صحــــــــرا کې ليونۍ ليونۍ ګـــــرځم
خلــــــک طعنې راپسې وايــــې طعنيې شوم
نه مــــــې يار راسره شته چې خوشحال اوسم
د فراق اوښکې مــــې تــــل ځي په زاری شوم
مينه زما په ﻻس کـــې نه ده چــــې يـې پريدم
طبيعت مــــــې نصيب کـــــــړې رسوايې شوم
خـــــــــلک مـــاته عاشقۍ کــــې تهمت وايې
اې مخلوقه ! زه په څه ستاسو باغــــــي شوم
ورشی ﻻړ شـــــی زما يار راته پــــــخلا کړی
زه د يار د بــــــې غوری ګـــــډ په خواری شوم
رحيمې ﻻړه شـــــــه يار ته عـــــــذر پيش کړه
اې محبوبه ! ستا فــراق کــــــې زنـداني شوم
وروستي