پتنګ او ډيوه
صديق منصور انصاري
21- جنوري-2006
طورو مايار- مردان
ته د اور بله ډيوه يې
ته لمبه ته پلوشه يې
تا کې اور او حرارت شته
له مستۍ ډکه پياله يې
ستا عادت تش سوځول دي
بس په اور ستي کول دي
زه پتنګ مين په اور يم
په مستۍ او هم په شور يم
زه د بلی ډيوې يار يم
له لمبو پلوشو ځار يم
ستا په اور او حرارت کې
په مستۍ او شرارت کې
زما ژوند زما هستي ده
زما مرګ زما نېستي ده
چې تياره شي ته بلېږې
زما درد ته هوسېږې
زه له لرې لرې راشم
بس نېږدې دا ستا تر خوا شم
ته زما د ژوند کعبه شې
زه بس ګرد درنه تاوېږم
طوافونه وي او زه يم
ستا اورونه وي او زه يم
کله يو خوا چورلک وخورم
کله بل خوا چورلک وخورم
کله ساه زما سوره شي
کله ځان زما ايره شي
کله يو وزر مې سوځي
کله بل وزر مې سوځي
لاندې پرېوځم پر ځمکه
زما ټول بدن لمبه شي
ته څو غټې لمبې وکړې
د خپل زور نندارې وکړې
زه ستي ستي ايره شم
يوه نا لوستې فلسفه شم
يوه نالوستې فلسفه شم
وروستي