د شاعر امن برلیکه

ورکه دا بې سره سالاري دې له هیواده شي
خونه د ابدال بابا دې بيا په ننګ اباده شي
خاوره دې زموږ له خپلمنځي ستم ازاده شي
مات غشي لينده دې د هر زور نوي صياده شي
 
دا ناره خوره دې له امو تر اباسينه شي
غواړمه چې ټوله دونيا مينه مينه مينه شي
 
څوک دي پر جهاد چې غوړوي زموږ د جنګ لمن
چا د سمت او توکم په داغ کړله راته رنګ لمن
 پرېږدئ چې خوره مو په جهان شي د غورځنګ لمن
ده د تاريخونو باج خوره، نه د قلنګ لمن
 
نوره دې د ړوند کوڼ اقتدار خبره سپينه شي
غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي
 
نن چې څه زغمو دا خو مرام د هيڅ شهيد نه و
دا منزل هدف مو د تکبير او د توحيد نه و
دغه ځانځاني مو کور په کور د حکومت بريد نه و
څنګه ستا په غېږ کې ״ افغاني״ غوندې تشديد نه و
 
موږ ويل چې به تېر له بوسنيا او فلسطينه شي
غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي
 
هر د جنګ مجرم ملحد بربنډ محاکمه غواړو
دغه انتشار بس د يو څو شېبو مېلمه غواړو
پټ د غاصب مخ، نور د ملت وړاندې څیرمه غواړو
دغې فيصلې ته د عمل درنه جامه غواړو
 
دا توره چې شي پرې جهاد زر دې بيا زنګينه شي
غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي
 
خدايه له دې خپلو شهيدانو حيا راولې
دين سره زموږ هر بې وفا په وفا راولې
يا پخپل کرم د جفاکارو قضا راولې
امن د حمزه او پير ګوهر له دونيا راولې
 
دا لمن د شعر د ناګار چې پرې رنګينه شي
غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي